مهاجر زبیر ساپي


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

ګرانو مینه والو!!!
دا زما شخصي کانال دی، دلته تاسو زما شعرونه په لیکلې بڼه لوستلی او په غږیز ډول اورېدلی شئ له مونږ سره اوسئ!

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


د تور زندان توره ماښامه رب دې زر تیروه
ددار په سر وخت د اعدامه رب دې زر تیروه

غواړو نظامِ اسلامي چې له انصافه ډک دی
ختم شې نور کفري نظامه رب دې زر تیروه

په بیوسۍ کی له حد تیر یم زما په لار تیریږي
رقیب مې بد راځي له پامه رب دې زر تیروه

چې مجازي مینه پکې راوړل شي وستایل شي
نه دی پکار داسې الهامه رب دې زر تیروه

زبیر ساپي دعا کوم درته طالبه یاره
ددښمنانو له هر دامه رب دې زر تیروه

2/8/2021/

@MohajirZubyrSafi


داسلامي چینلونوغوره لیست

چینل ته دداخیلیدو لپاره رابطه وکړی

👇رابطه👇
ــــــــــــــــــــــــــــــ
@Nooreafghan
ــــــــــــــــــــــــــــــ

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د لینګونو ستره مجموعه👇🏻🌹👇🏻
https://t.me/Islamilinkona
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اسلامی معلومات 👇🏻🌹👇🏻
https://t.me/aslamimalomat
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر زبیر ساپي 👇🏻🌹👇🏻
https://t.me/MohajirZubyrSafi
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دنوري افغان دترانو چینل 👇🏻🌹👇🏻
https://t.me/Noriafghan
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ولسيار حقاني 👇🏻🌹👇🏻
https://t.me/olasyarhaqani
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
الاافغان ډیجټل سټوډیو👇🏻🌹👇🏻
https://t.me/wpynn
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دینی اوقرآنی معلومات👇🏻🌹👇🏻
https://t.me/wpynm
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
قاري ملا عبدالستارمدني👇🏻🌹👇🏻
https://t.me/wpynt
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هِکَرستاسودټولوانټرنیټي مشکلاتوحل👇🏻🌹👇🏻
https://t.me/heker1234
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ازاد خېل ادبي جرګه👇🏻🌹👇🏻
https://t.me/AdabiJirga
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دحبیبي ابرار لینکونه👇🏻🌹👇🏻
https://t.me/Habibi_Abrar1
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دمشال بلخي چینل👇🏼🌹👇🏻
https://t.me/joinchat/IgAq0VEYnYf2xMLI
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یوټوبرانو اتحادیه👇🏻🌹👇🏻
@youtubersAfg
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
عاشق الحـورنشریاتي اداره👇🏻🌹👇🏻
https://t.me/adare00
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د هر ډول معلوماتو چینه👇🏻🌹👇🏻
https://t.me/HamidullahSaqib
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د لینګونو ستره مجموعه👇🏻🌹👇🏻
https://t.me/islamelinkona
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ښکلي نبوي نعتونه👇🏻🌹👇🏻
https://youtu.be/Js15EBbzMDI
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه په چینل کي مدیریت ضروري دی
چینل ته دداخیلیدولپاره رابطه
👇رابطه👇
ــــــــــــــــــــــــــــــ
@Nooreafghan
ـــــــــــــــــــــــــــــــ


روان به تر قیامته وي جهاد ضروري دی
دې کفر ختمولو ته اعداد ضروري دی

د جنګ ټول وسائل او ترتیبونه برابر کړۍ
د ټولې نړۍ مخکي ورته ماته ور په سر کړۍ
چې ګرمي سینې یخي کړۍ د ټولو مظلومانو
د کفر مقابل کې ورته زده هر یو هنر کړۍ

بیا وار وکړۍ په جمع اتحاد ضروري دی


چی جوړې مو په غرو د تکبیرونو زمزمې شي
دښمن چې په لړزان شي او چې مو مستې جذبې شي
دعاوې درپسې به وي د کونډو یتیمانو
ګزار به د راکټ کړۍ چې پرې بلې سرې لمبې شي

چې ولیکۍ په وینو زنده اباد ضروري دی


ربه تا یو پیدا کړې ستا په امر یو روان
د ژوندون ټولې خوښۍ مو کړې له تا څخه قربان
جذبې د الجهاد مو کړه په زړو کې ایمانې
دستا په دین ځاریږو او په تا باندې قربان یو

جهاد کې تربیت د خپل اولاد ضروري دی


په دَور د پتنو کې خطا نشي درنه لاره
عظمونه خلیلي کړۍ رسوو به ځان تر یاره
نظام د پاک قرآن به خپروو په ټول جهان
توکل به په الله کړو مجاهدو شۍ تیاره

په اشعارو کې زبیره ستا استاد ضروري دی

23/10/2020/

@MohajirZubyrSafi


مخکې په وړاندې به ځو بیا چې ته مو مل یې ربه
تورې تیارې به کړو رڼا چې ته مو مل یې ربه

خواره واره دي ځای په ځای ډیر دښمنان لرو مونږ
دا به ختموو ستا په ملتیا چې ته مو مل یې ربه

په دغه لار کی به له سخت سخت پړاونو تیر شو
له ابتدا تر انتها چی ته مو مل یې ربه

چی جنګ ته ځي او ستا په ذکر یی وي ژبه ګويا
کامیاب راځي به له غزا چی ته مو مل یې ربه

نه به کړی توی بیا مسلمه امت مظلومی اوښکی
خوښۍ راوړو به تر هر چا چې ته مو مل یې ربه

زبیر ساپي پر ژبه حق وینا جاری به ساتم
بیانوم به یې صفا چی ته مو مل یې ربه

3/10/2021

@MohajirZubyrSafi


کلي کې نه یم ژوند تیریږي در په در اختره
څه به دې ولمانځم چی راشې په مهجر اختره

لیواله نه یم په راتلو دې خوشحالي نه کوم
اوس راسره دي د غمونو ستر لښکر اختره

په هغه چابه څنګه تیرشي چی یې پام وي ورته
د یتیم څیرې ګریوان ویني سر ببر اختـره

دلته سپرلی کې هم خزان خپله چپه تیروي
راته راړنګ کړی شا زلمي په خړ سنګر اختره

َزه چې له کلي تلم ماشوم وم خو کیسې یې اورم
چې به په کلي تیریدلې خوندور اختره

زبیرساپي! په ټنګ ټکور یې مونږه نه تیروو
ستا ترانې به وایو پاس د غرۀ په سر اختره

3/5/2021

@MohajirZubyrSafi


درد به د خوږې ژبې پر تله کړم
عشقه له تا زار به شم عشقه له تا زار به شم
نورو ته د زغم ډیوه به بله کړم
عشقه له تا زار به شم عشقه له تا زار به شم


غږ فیض الله فیضانی
شعر مهاجر زبیر ساپي

@MohajirZubyr


د (و)، (وو) او (وه) تر منځ توپير:

و: د نارينه يو ګړي(مفرد) نوم لپاره کارول کېږي.
بېلګه: احمد يو ښه زده کوونکی و.
اجمل ډېر ځيرک هلک و.

وو: د زياتو یا جمع څيزونو لپاره کارول کېږي.
بېلګې: عابد او ارشاد د پښتو ادبياتو زده کړيالان وو.
زموږ په ټولګي کې نجونې او هلکان وو.

وه: زياتره مهال د ښځينه يوګړي نوم لپاره کارول کېږي.
بېلګې: څانګه يوه ماهره ګنډونکې وه.
زرلښته په دولسم ټولګي کې وه.

يادونه: دا څو مهم ټکي دي، چې بايد په ليکنه کې یې پر سم ډول وکاروو.


تر څو چی دې کوله حق خبره محترمه
تر هغې درسره یم د زړه سره محترمه

د وخت دا شیطانان به درته ډیر منافقت کړی
خو ستا به خه ګمان وي بختوره محترمه

هر قسمه تکالیفو ته به غیږ ورکوو په مینه
ددې لار دا ښایست دی مهاجره محترمه

له رب نه درته اوږد ژوندون غواړمه دعا کې
بس رب دې راته وساته رهــبره محترمه

له سر او مال نه تیر یم په دې لاره د جهاد کې
همدا ده زما دنده تر محشره محترمه

زبیر ساپی غږونه د تکبیر په بدرګه شول
چی تا کړلو رایوځای بهــادره محترمه

2020—12—09

@MohajirZubyrSafi


د مستې ځوانۍ زور دې را اوبه کړو انقلابه
رنځور دي دخپل یار په بلتانه کړو انقلابه

یو څو نیمګړې هیلې وې په ملا شوې ماتې ماتې
د هجر په سور اور چې دې پاخه کړو انقلابه

جونګړه د هر خوار غریب وي ورانه ستا له لاسه
ترکــــومه به ستا ظلم ته کاته کړو انقلابه

یوه شیبه ارام مو ستا په غیږ کې تیره نکړه
له ژونده دې بیزاره لوې واړه کړو انقـلابه

زبیره چي پر چا باندې د غم سیلۍ لګيږي
بس هغو ته دعاوې به له زړه کړو انقلابه

2020—12—19

@MohajirZubyrSafi


غره لمن سره پیوسته زندګي ده
د غازي لالي څه مـسته زندګي ده

په دی شان سره تر مرګه پورې کیږي
که یو بل سره وي مرسته زندګي ده

په دنیا او اخرت کې به خوشال یې
که دې وکړه حق پرسته زندګي ده

مونږ ګټلی له هر چا د جنګ میدان دی
زمـوږ په برخــه زبردسته زندګي ده

اول ځان د رب لپاره نزرانه کړه
بیا مزې کړه له دې پسته زندګي ده

د زبیر ساپي غزل کې طالب ښه دی
د مــکار دښمن له قـسته زندګي

2020—12—30

@MohajirZubyrSafi


درد به د خوږې ژبې پر تله کړم
عشقه له تا زار به شم عشقه له تا زار به شم
نورو ته د زغم ډیوه به بله کړم
عشقه له تا زار به شم عشقه له تا زار به شم

عشقه ستا په لار کې په اغزو ښوخ یم
تګ په سرو سکروټو په لمبو ښوخ یم
څړیکو د پرهر سره عادت شومه
ستا د هریږې سختې په راتلو ښوخ یم

ټوله زندګی به می بدله کړم
عشقه له تا زار به شم عشقه له تا زار به شم

جنګ چې پر دښمن وي د غزا هدف
دیکې بس د یو الله رضا هدف
زکه مو ځوانۍ په تا قربان کړلې
ربه چې درورسو ترتا هدف

ځان درنه لوګی به څو څو ځله کړم
عشقه له تا زار به شم عشقه له تا زار به شم


لوړه حوصله لکه د غره ساتم
خیر که مات وجود په ژوندانه ساتم
کله هم غافله له خپل کار نه یم
مسته د جهاد جذبه له زړه ساتم

ربه ستا رضا به حاصل کله کړم
عشقه له تا زار به شم عشقه له تا زار به شم


سور په وینو ځان درته دروړي درځي
زمونږ د چم وتلي څو زلمي درځي
ربه امتحان راته اسان چې شي
زکه مهاجر زبیر ساپي درځي

دا لاره به خپله تر اجله کړم
عشقه له تا زار به شم عشقه له تا زار به شم


@MohajirZubyrSafi


درد او غم او اوښکې بدرګه وړمه
څو پورې چې عشقه ستا نعره وړمه

ربه ستا رضا چې پرې حاصله شي
ځکه خو زخمي زخمي سینه وړمه

ستا د هجر باد راغورځولې ده
یاره د ژوند ماته آئینه وړمه

داسې انقلاب دی چې جدا شي نو
څو ساعته پس یې جنازه وړمه

خود به ترهګر راته اوس وایې ته
ستا خلاف چې خپله عقیده وړمه

ښکلی د زبیر ساپي غزل به شي
نن چې ورته داسې قافیه وړمه

9/2/2021

@MohajirZubyrSafi


په زړه خوږې خوږې لګېږي د یو چا خبرې
د هجرت وخت په مازیګر کې د اشنا خبرې

کۀ طالب جان توره له تېکي راویستلې نه وای
کولی نه شوې چا په ژوند د حق ریښتیا خبرې

د ژوند کیسه چې اورېده مې د یتیم له خلې نه
له ډېره درده یې کولې په ژړا خبرې

چې تر څه حده پورې تللي وي په سرو سکروټو
هغو ته مکوه د ډېر عمر ريښتیا خبرې

دعا کوه چې لار تورتم کې رانه ورکه نشي
هسې هم نکوي تورتم سره رڼا خبرې

چې د غزل توري مې وکتل له درده ډک وو
زبیر ساپي راته کولې یې دا ستا خبرې

5/1/2021/

@MohajirZubyrSafi


ځه! مخکې لاړ شه په کراره خپلې لار ته ګوره
همېش یې ساته په نظر کې، خپل سالار ته ګوره

ځینی په ورځ کې دار ته وختل د عشق په ســـر
ځینی په شپه کې شول بمبار هغه بمبار ته ګوره

ستا د سرو وینو په بدل کې اوس ځلیږي هغه
دنګ چنارونه پکې ښکاري ها دیار ته ګوره

څوک به د چا په نامه څوک وژني او نیسې به یې
ته د خپل عقل نه کار اخله خپل اختیار ته ګوره

دا چې په ناز ناز باندې درومي د لمبو غېږې ته
ځي روانیږي د زلمیو سپین قطار ته ګوره

زبیر ساپـی ورته د زړه خوشالیۍ ټولې ورکړې
اوس بې سلامه چې تیریږي هغه یار ته ګوره

2020/3/10

@MohajirZubyrSafi


په سترګو نم په زړه کې غم او د چا یاد لرمه
 زه مـــې دا  خپل زړګی په دغه درد اباد لرمه

په وچو شونډو ورته وخاندم کړم اوښکې پاکې
په هـــــــغه پورې هدیره کې یو استاد لرمه

که مې ددې وخت ظالمان راته دا ژبه پرې کړي
دا خپل قلم به مې په سپینه ریښتیا ښاد لرمه

چی جناب نه وی او ټیټ سر ورته جناب اوایی
ددغه خلکو سره زړه کی سخت تضاد لرمه

دا د هـــــــجرت سختې کیسې درته کوومه خپلې
په امــــــــــتحان کې یم راګیر خو زړه ازاد لرمه

پــــــــه چا لرم او په چا نلرمه وخت داسې دی
زبـــــــــیر ساپی بس دی په تا چې اعتماد لرمه


2020/2/18

@MohajirZubyrSafi


غزل

پټ د هجرت په ګرد غبار کې په توکل روان یم
پښو کې دم نه لرم خو بیا هم تر منزل روان یم

ما خو له مخکې نه په زړه باندې پټۍ کېښوده
ښۀ پوهېدم چې د اغزو په لاره ګل روان یم

لاس کې مې بَله ډیوه مړه شوه ترږمۍ خوره شوه
غرۀ کې لېوان دي خطره ده او پیدل روان یم

که مې ژوندون د تکلیفونو او ګواښونو ښکار شي
خو ستا په لورې ځم او تل به ستا په پل روان یم

زبیر ساپي چې قربان نشم دې سپېڅلې لار کې
د جهاد لار کې به هم داسې مسلسل روان یم


2020/10/2

@MohajirZubyrSafi


دا سوک دی چی د رب له نصرتونو سره ژوند کړی
دا ښـــکلی طالب جان له غیرتونو سره ژوند کړی

هر وخت چمتو چمتو وی د سپیڅلی دین دفاع ته
ســــرونه یی تری زار دی له بمونو سره ژوند کړی

خودلی یی دښمن ته خپل ګزار اوس لار تری ورکه
نـــــور ختم دی د چغو له ویرونو سره ژوند کړی

د زړه مـــی یو طرف دی خه خوشاله بل خپه دی
یتـــیم بچی سلګو او له دردونو سره ژوند کړی

د مــینی امتحان کی به همدا اول طالب وی
د مـینی په سر سوزی له اورونو سره ژوند کړی

چا زړه ته درمل وکړه دچا داسی په کرار شو
زبیر ساپي هم داسی له زخمونو سره ژوند کړی


2019/12/12

@MohajirZubyrSafi


غزل
ــــــــ

ستا د ستړي ژوند کیسه چې کړم رایاده په ژړا شم
زه چی راشم ستا مزار ته لاس کړم لپه په دعا شم

ستا شوخي ټوکې ټکالې دې نا څاپه زړه ته راشي
اسویلی وکړم له غمه مقبرې نه دې پنا شم


ډېر څه پاتې په چاپو کې ستا تصویر هم رانه پاتې
ستا تصویر مې وو ملګری او بیخي خو به تنها شم

د یارانو محفل نشته په یو ځای کې ځانله ناست یم
یم د زړه نه ډېر کمزوری بس خپل سیورې ته لګیا شم

ستا یادګار راسره هیڅ نور پاتې ندی زما یاره
بس د یو خندا تصویر ته دې په زوره په خندا شم


ربه ته په شونډو راولې رښتیا زبیر ساپي ته
زنکدن کې چې شروع ربه په ذکر زه دا ستا شم


2019/11/9

@MohajirZubyrSafi


غزل
ــــــــ

ژوند دردېدل او کړېدل دي څه خبره نده
د عشـق په لاره تېرېدل دي څه خبره نده

له ډېره وخته د پتنګ غوندې سوزیږو اور کې
د رب لـه دین نه ځارېدل دي څه خبره نده

څه ډېر تنکي زلمي خوړلي انقلاب دي رانه
پکې د زړونو ماتېدل دي څه خبره نده

څوک په زندان څوک شهیدان اوڅوک په لارو پاتې
د چا منزل ته رسېدل دي څه خبره نده

د یار دیدار که په دنیا راته نصیب نه شولو
ډېر ارمانونه رژېدل دي څه خبره نده


زبیر ساپي، ستړې شیبې او د هجرت زندګي
خیر که په غرونو اوسېدل دي څه خبره ندہ


2019/11/30

@MohajirZubyrSafi


تا یم نیمه لار کې پریښی ستا یارۍ نه مې زړه تور دی
یو هجرت دی بل هجران له زندګۍ نه مې زړه تور دی

ورور په ورور دی بدګمانه نو د بل نه څه ګیله ده
په دې چم کې دی ژوند ګران له تربګنۍ نه مې زړه تور دی

اورم زه د یتیم ساندې خو له وس نه مې بهر دي
خدایه ته پرې رحم وکړه بېوسۍ نه مې زړه تور دی

ربه نورې مو تقدیر کې رڼاګانې نوشته کړه
د وخت تورې او بدرنګې تروږمۍ نه مې زړه تور دی

د نیکونو قاتلانو ته هر وختې لاس په نام وي
د دې وخت د پښتنو د سادګۍ نه مې زړه تور دی

د بدرنګو بلاګانو له دې ښاره کډه وړمه
یم خوشاله په صحرا له ابادۍ نه مې زړه تور دی

اکثر خلک پکې ستایي د چا شونډې د چا زلفې
بس زبیر ساپي د ځینو شاعرۍ نه مې زړه تور دی

2019/11/4م


@MohajirZubyrSafi

20 last posts shown.

119

subscribers
Channel statistics