په زړه خوږې خوږې لګېږي د یو چا خبرې
د هجرت وخت په مازیګر کې د اشنا خبرې
کۀ طالب جان توره له تېکي راویستلې نه وای
کولی نه شوې چا په ژوند د حق ریښتیا خبرې
د ژوند کیسه چې اورېده مې د یتیم له خلې نه
له ډېره درده یې کولې په ژړا خبرې
چې تر څه حده پورې تللي وي په سرو سکروټو
هغو ته مکوه د ډېر عمر ريښتیا خبرې
دعا کوه چې لار تورتم کې رانه ورکه نشي
هسې هم نکوي تورتم سره رڼا خبرې
چې د غزل توري مې وکتل له درده ډک وو
زبیر ساپي راته کولې یې دا ستا خبرې
5/1/2021/
@MohajirZubyrSafi
د هجرت وخت په مازیګر کې د اشنا خبرې
کۀ طالب جان توره له تېکي راویستلې نه وای
کولی نه شوې چا په ژوند د حق ریښتیا خبرې
د ژوند کیسه چې اورېده مې د یتیم له خلې نه
له ډېره درده یې کولې په ژړا خبرې
چې تر څه حده پورې تللي وي په سرو سکروټو
هغو ته مکوه د ډېر عمر ريښتیا خبرې
دعا کوه چې لار تورتم کې رانه ورکه نشي
هسې هم نکوي تورتم سره رڼا خبرې
چې د غزل توري مې وکتل له درده ډک وو
زبیر ساپي راته کولې یې دا ستا خبرې
5/1/2021/
@MohajirZubyrSafi