#دقضاءعمري_حکم
په ډېرو سيمو كي قضاي عمري رواج ده ، طريقه يې په ډول ده ، چي د روژې د مياشتي په وروستۍ جمعه باندي خلك راغونډېږي په يوه آذان او پنځو اقامتونو باندي په جمعى سره پنځه لمونځونه کوي. دوى داسي عقيده کوي، چي له دوى څخه په ټول عمر کې، چې څومره لمونځونه فوت شوي دي دا پنځه لمونځونه د هغو قائم مقام ګرځيږي. آيا دا ډول قضاى عمري په اسلام کې ثبوت لري اوکنه؟
زمونږ د فقهې حنفي په ځينو کتابونو کې دا مسئله شته لکه ( زاداللبيب، انيس الواعظين ، و راحت الطالبين) دې کتابونو ليکلي دي ، چې قضاي عمري ثابته ده ، خو هر کتاب چې غير مشهور وي له هغه څخه مونږ فتوى نشو ورکولاى زمونږ د فقهي حنفي په کتابونو کې، چې د مفتي لپاره کوم قواعد ښودل شوي دي هغه ټول به پام كې نيول كېږي. علامه شامي رحمه الله عقود رسم المفتي کې ليکلي دي ، چې هغه کتابونه ، چې هغه مشهور في المذهب نه وي له هغو څخه فتوى مه وركوئ. دا ياد شوي کتابونه زمونږ په مذهب کې ټول غير مشهور دي .
او بل دا چي کوم حديث دوى د قضاي عمري د ثبوت لپاره راوړي هغه حديث مردود دې که بالفرض د احنافو په يوه لوى کتاب کې ليکلي وي ، چي قضاي عمري ثابته ده ، خو دليل کې به دا حديث راوړي ، چي حديث صحيح نوي ، نو قضاى عمري نشي ثابتيدلاى.
علامه علي القاري په خپلو دواړو کتابونو کې ليکلي دي ، چې د قضاى عمري حديث موضوعي. علامه شاه عبدالعزيز رحمه الله هم ليکلي دي ، چي د قضاى عمري حديث موضوعى دي. زمونږ احنافو کي علامه عبدالحي اللکنوي رحمه الله په دې اړه مستقل کتاب جوړ کړې دې ، چي نوم يې دې ( الردع الاخوان عن محدثات آخر جمعة الرمضان) هلته هم ليکلي دې ، چي د قضاى عمري حديث مردود دې، اثار المرفوعه فى اخبار الموضوعه کي هم علامه لکنوى رحمه الله همدغه خبره ليکلى ده.
لنډه دا چي قضاء عمري کوم اصل او ثبوت په شريعت کې نلري
المصنوع في معرفة الحديث الموضوع ، ص 191
الموضوعات الکبرى لملا علي القارى ، ص 242
العجالة النافعة ، ص 104
ردع الاخوان عن محدثات آخر جمعة رمضان ، ص 20
الفوائد المجموعة فى الاحاديث الموضوعة ، ص 54
تحفة المحتاج بشرح المنهاج لابن الحجر الهيتمى، ج 1 ص 347
کشف الخفاء و مزيل الالباس للعلامه عجلونى، ج 2 ص 242
فتاوى درالعلوم ديوبند، ج 4 ص 258
فتاوى عثماني ، ج 1 ص 513
کفايت المفتى ، ج 3 ص 338
فتاوى حقانيه، ج 3 ص 48
فتاوى فريدية ، ج 2 ص 617
تحقيقات حماسـي ، ص 416
کاتب حذيفي مهاجر
https://t.me/joinchat/AAAAAEN9PRfXJYjRTfFyQg