شيخ القران والحديث حضرت مولانا عــبدالحميد حماسى ، حفظه الله


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


ګرانو ملګرو دلته تاسو کولي شي چې د شيخ حـــماسي صاحب تقريرونه تحقيقات او نور مسائل اوګوري

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


د جامعې اسلامیې محمديې سهاکو د مدرسې خبرتيا

السلام علیکم ورحمة الله وبركاته

ټول هغه متعلمين او طالب العلمان چې زمونږ مدرسې کې سږکال ( ۱۴۴۱ هجري) کې ثبت نام او داخلي کړي وی نو هغو ته خبر ورکول کیږي چې د کرونا مهلکي ناروغي له امله چې اوج ته رسیدلی نو الله(ﷻ) مه کړه چې زموژ استاذان او شاګردان ځيامن نشی نو بناء درسونه د جامعيې اداریې لخوا تعليق یعنې ځنډول شوي لکه څنګه چې د اسلامي دنیا تعليمي مراکز دیوبند او نوری مشهوري مدارس پوهنتونونه او مکاتب تعلیق شوي.

نوټ : کوم شاګردانو چې مونږ سره یې داخلې کړي نو درسونه به ان شاء الله د لوی اختر نه وروسته شروع کيږي.

د شیخ حماسي صاحب او د مدرسې اراکینو لخوا .

اللهم انّ هذا المرض هو جند من جنودک تصیب من تشاء و تصرف عمن تشاء اللهم صرفه عن بیوتنا و بلادنا و جمیع بلاد المسلمین امین


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
د شیخ حماسي حفظه الله نوی بیان یوه لنډه برخه
https://t.me/joinchat/AAAAAEN9PRfXJYjRTfFyQg






Video is unavailable for watching
Show in Telegram


قطر ترکی سعودي انډونيشيا ماليزیا اعلان وکه چې د اختر اوله ورځ به د یکشنبې ورځ وی

قطر وتركيا والسعودية وأندونيسيا وماليزيا تعلن أن غدا
السبت هو المتمم لشهر رمضان وأن الأحد أول أيام عيد الفطر السعيد


#مســـئـــله

د تخرکونو او نامه لاندې د ويښتانو د کلولو وخت
بهتره دا ده چې هره هفته پاک کړى بالخصوص د جمعى په ورځ
يعنى نوکان دى کټ کړى د شونډو ويښتان دې يعنى بريتونه دى واخلى
د تخرګونو او شرمګاه ويښتان دې صفا کړى او غسل دى وکړى که چيرته د تخرګونو او نامه لاندې ويښتان هره جمعه نشي پاکولى نو 15 يا 20 ورځو کى دى کل کړى خو انتهايى او آخرى موده يې څلوېښت ورځى ده لدينه وروسته پريښودل ئي مکروه دي

شامى 9 ج 670 ص

کاتب حذيفى مهاجر


Video is unavailable for watching
Show in Telegram


زیري زیري زیري


#دقضاءعمري_حکم

په ډېرو سيمو كي قضاي عمري رواج ده ، طريقه يې په ډول ده ، چي د روژې د مياشتي په وروستۍ جمعه باندي خلك راغونډېږي په يوه آذان او پنځو اقامتونو باندي په جمعى سره پنځه لمونځونه کوي. دوى داسي عقيده کوي، چي له دوى څخه په ټول عمر کې، چې څومره لمونځونه فوت شوي دي دا پنځه لمونځونه د هغو قائم مقام ګرځيږي. آيا دا ډول قضاى عمري په اسلام کې ثبوت لري اوکنه؟
زمونږ د فقهې حنفي په ځينو کتابونو کې دا مسئله شته لکه ( زاداللبيب، انيس الواعظين ، و راحت الطالبين) دې کتابونو ليکلي دي ، چې قضاي عمري ثابته ده ، خو هر کتاب چې غير مشهور وي له هغه څخه مونږ فتوى نشو ورکولاى زمونږ د فقهي حنفي په کتابونو کې، چې د مفتي لپاره کوم قواعد ښودل شوي دي هغه ټول به پام كې نيول كېږي. علامه شامي رحمه الله عقود رسم المفتي کې ليکلي دي ، چې هغه کتابونه ، چې هغه مشهور في المذهب نه وي له هغو څخه فتوى مه وركوئ. دا ياد شوي کتابونه زمونږ په مذهب کې ټول غير مشهور دي .
او بل دا چي کوم حديث دوى د قضاي عمري د ثبوت لپاره راوړي هغه حديث مردود دې که بالفرض د احنافو په يوه لوى کتاب کې ليکلي وي ، چي قضاي عمري ثابته ده ، خو دليل کې به دا حديث راوړي ، چي حديث صحيح نوي ، نو قضاى عمري نشي ثابتيدلاى.
علامه علي القاري په خپلو دواړو کتابونو کې ليکلي دي ، چې د قضاى عمري حديث موضوعي. علامه شاه عبدالعزيز رحمه الله هم ليکلي دي ، چي د قضاى عمري حديث موضوعى دي. زمونږ احنافو کي علامه عبدالحي اللکنوي رحمه الله په دې اړه مستقل کتاب جوړ کړې دې ، چي نوم يې دې ( الردع الاخوان عن محدثات آخر جمعة الرمضان) هلته هم ليکلي دې ، چي د قضاى عمري حديث مردود دې، اثار المرفوعه فى اخبار الموضوعه کي هم علامه لکنوى رحمه الله همدغه خبره ليکلى ده.
لنډه دا چي قضاء عمري کوم اصل او ثبوت په شريعت کې نلري

المصنوع في معرفة الحديث الموضوع ، ص 191
الموضوعات الکبرى لملا علي القارى ، ص 242
العجالة النافعة ، ص 104
ردع الاخوان عن محدثات آخر جمعة رمضان ، ص 20
الفوائد المجموعة فى الاحاديث الموضوعة ، ص 54
تحفة المحتاج بشرح المنهاج لابن الحجر الهيتمى، ج 1 ص 347
کشف الخفاء و مزيل الالباس للعلامه عجلونى، ج 2 ص 242
فتاوى درالعلوم ديوبند، ج 4 ص 258
فتاوى عثماني ، ج 1 ص 513
کفايت المفتى ، ج 3 ص 338
فتاوى حقانيه، ج 3 ص 48
فتاوى فريدية ، ج 2 ص 617
تحقيقات حماسـي ، ص 416

کاتب حذيفي مهاجر

https://t.me/joinchat/AAAAAEN9PRfXJYjRTfFyQg




Video is unavailable for watching
Show in Telegram


Video is unavailable for watching
Show in Telegram


Video is unavailable for watching
Show in Telegram


Video is unavailable for watching
Show in Telegram











20 last posts shown.

2 293

subscribers
Channel statistics