سبحاني ڪندهاری


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


خوږو ګلانو!!
دلته به درته ڪله نا ڪله خپل غزلونه ږدو هیله ڪوو چې تر ډېره مو ملتیا وڪړئ!
مننه!
ورور مو [سبحاني.ڪندهاری]
@Subhani555 👈رابطه مو
https://t.me/joinchat/AAAAAE2yDxPL2nhvy0nM3A

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


Forward from: شفاعت ريحان
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
درنو مينوالو!
د شهيد عزیر غزنوي او حاکمي صاحب نوې ترانه مو درته ويډيو کړې ده،
تنده مو پرې ماته کړئ!
@Shafaatraihan4567


ای محمد نبي سرداره!
زه دې قربان شم پر تا وایم درودونه!

د سترګو تور د زړګي سره!
ستا په نامه سره مي زړه را پورته شینه!

ای د الله محبوب رسوله!
الله عجبه معجزې در کړي دينه!

تا موږ ته داسي لار ښودلې!
چي پرې روان سو تر جنته به ور ځونه!

وايي درودونه ځمکه غرونه اسمانونه نبي!
پرتا همېش دي وي بې شمېره سلامونه نبي!

يو دې را وړی لوی قرآن دی!
بل دې را پاته دحديثو کتابونه!

رسول الله له تا نه جار شم!
تا د امت لپاره ډېر کړي سوالونه!

پر زړه مي دغه لوی ارمان دی!
چي زه دې درسم تر روضې پوري حسینه!

له خدایه دغسې ورځ غواړم!
چي ستا مزار سره یم ناست دعا کومه!

ورځ په مېزان دې مصطفی زه شفاعت غواړمه!
چي حساب کېږي مجتبی زه شفاعت غواړمه!

و زخمي زړونو ته درمانه!
و زخمي زړونو ته شفاء دي ستا قولونه!

ای د جهاد سپینه! اميره!
ستا امتیان ستا پر قدم قدم اېږدينه!

غني سبحان ته یې محبوبه!
غني سبحان څو معجزې در کړي دينه!

د سبحاني د زړه جانانه!
ستا پر نامه باندي زه پاشمه ګلونه!

رب المنان در کړی تاته دی قرآن حبیبه!
درته را وړی جبرائیل دی له مکان حبیبه!

👇👇👇👇
@Subhani726


نعت

د سترګو توره! د زړۀ ټکوره!
بلا دې واخلم یا محمده!
يامحمده! نبي احمده!
ارام مي نسته يم بې سَرُوره!

رسول الله یې! او مصطفٰی يې!
د امتیانو د زړو د رزا یې!
تۀ اولین يې! هم اخرين یې!
راته رنګين یې! عطر ورین یې!
تۀ مي درمل یې زۀ یم رنځوره!

لېمۀ ، باڼۀ مې، راته هر څۀ مې!
په دې دنيا کي تر ټولو ښه مې!
در باندي وایم دومره درودونه!
لکه دا غرونه او دریابونه!
قربان لتا مې هرڅۀ دې ګوره!

دا ستا له رویه پیدا ګلاب دی
او تا را وړی زرین کتاب دی
د زړګي سره ای پېغمبره!
شفاعت غواړم زه په محشره!
د انواراتو در باندي شوره!

ستا امتي دی! خوار سبحاني دی!
دی ګنهګاره ، زخمي زخمي دی!
وي دې سلامه،  د دې غلامه!
ای محمده! دا ستا پر نامه!
سبحان بللې تۀ منوره!

👇👇👇👇👇
@Subhani726


نعت

دا په باور ، دا په یقين ، او دا په زړۀ وایمه
پر تا ایمان لرم سرداره! درته زۀ وايمه

دا ستا له نوره پیدا سوی دا جهان قریشي
ځکه نو دومره سلامونه مي په خولۀ وايمه

تۀ د عثمان او ابوبکر د زړګي ټوټه وې
ای! د عمر د سترګو توره درته څۀ وايمه

د زړۀ درمان، د زړۀ ملهم وې د علي مبارک
درودونه ډېر وایم خو درود وروسته لمانځۀ وایمه

ستا طریقې اختیار وم ور باندي فخر کوم
د خدای رسوله! هر ايات په او داسۀ وايمه

خوار سبحاني در څخه غواړم شفاعت په مېزان
يامحمده! درته دوې سترګي باڼۀ وايمه

👇👇👇👇👇
@Subhani726


زړۀ مي ټول زخمي زخمي دی په دردونو
عزرائیله! زړۀ مي ډک له ارمانونو

که شهيد د خدای په دین شم نو به ښاد شم
زۀ به خدای ته خړ درېږم په ګردونو

په تندي به مې د سرو وينو پتري وي
څومره فخر به مې کړمه په زخمونو

د سنګر له غېږي ما ور ولې ربه!
نور مي یوسه د جنت تر نعمتونو

له هيواده مي د کفر ټغر ټول کړې!
اذادي غواړم د خوارو اولسونو

هرې مور لره ورک شوي بچي ورکړې
زندانیان کړې راته خلاص له اولچکونو

غریو نیولی یم لالیه! طالب جانه!
رب دې راوله يوځل پر وطنونو

سبحاني! بلا يې واخلم ترې قربان شم
زۀ دې نه سمه بې دواړو غبرګو وروڼو

👇👇👇👇
@Subhani726


راځي سوله ، اوربندونه پسرلی دی
پوره ڪـــېږي ارمانونه پسرلی دی

له وطنه ڪافرانو ڪډي واخستې
ځي روان يې ڪاروانونه پسرلی دی

پر سپېرو شونډو به بيا راځي مسڪاوي
خوشحالېږي زهیر زړونه پسرلی دی

دا ویجاړ افغانستان به نور جوړېږي
راته وبه ڪړي ګلونه پسرلی دی

دا ستا وینو رنګ را وړی دی شهیده!
چي ماتېږي زندانونه پسرلی دی

سبحاني! تللي ياران ڪه را ستانه سي
تازه ڪېږي مجلسونه پسرلی دی

۱۳۹۸-۱۲-۳


د وحشت درنې څپې دي سولي! راسه!
د مظلوم چیغي نعرې دي سولي! راسه!

څۀ نازڪ ماشومان سوځي په اورو ڪي
د ڪافر ظالم چاپې دي سولي! راسه!

د ښایسته افغانستان شنه وطنونه
اوس ترې جوړي ڪنډوالې دي سولي! راسه!

د هر ځوان پر زړۀ ارمان د اذادۍ دی
نن یې دواړي سترګي سرې دي سولي! راسه!

افغانان له یوه بله صدقه ڪړې!
ورور ولي نسته جګړې دي سولي! راسه!

د سپین ستورو سپین ڪاروان راته راستون ڪړه!
بلي ڪړي مو ډېوې دي سولي! راسه!

سبحاني د ورڪ لالي تصوير ته ژاړي
دردېدلي ورځي شپې دي سولي! راسه!






فاضلان

مبارک مو شه ځوانانو! فاضلانو!
چي فارغه سواست له دې بڼه قاریانو!

د ممتاز سند مو ونیسئ لاسو کي
جګه غاړه ودرېږئ حافظانو!

د یو لوی انتظار وروسته مو پر سر سوې
سپیني بَګْړۍ په لاسو د استاذانو!

سترګي په لاره ولاړه مو مورکۍ ده
سپلني به درته دود کړي طالبانو!

دا مېراث مو د نبي اخر زمان دی
ښه یې وساتئ باتورو شاګردانو!

رب مو مه را څخه اخلئ زموږ له سره
ای سپین ستورو! علماؤ! ای شېخانو!

سبحاني یې مور ؤ پلار ته تبریک وايم
ور په غاړه امیلونه کړئ يارانو!

سبحاني کندهاری
👇👇👇👇👇
@Subhani726


نوی نعت شریف
په جادوګر غږ کي
د محترم رحمت الله ایسار صاحب
شاعر سبحاني کندهاری

👇👇👇👇👇
@Subhani726


امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله ته

ګل بدن دي نذرانه کی زما یاره او شهید شوې
ځار د خدای پر دین قربان سولې چناره او شهید شوې

ستا ټوټې ټوټې بشر را ټولومه ورته ژاړم
تا ځواني وه وقف کړې خدای لپاره او شهید شوې

 ستا یادو يمه لاليه! په زړۀ څو ځايه داغلی
هسکه غاړه دي ګام واخيست تر باداره او شهيد شوې

لولپه سوې، او لمبه سوې، توري خاوري سوې، اېره سوې
وې امیرالمؤمنینه زموږ سالاره او شهید شوې

 ستا فراق دې دردولي نازک زړونه د غاټولو
ګلابونه لتا پاته شوه مالیاره او شهید شوې

سبحاني د بخت په زلفو به دي بيا لاسونه ټال وي
که شوې ړنګ، د مرګ په غېږ کې، په کراره او شهید شوې

👇👇👇👇👇
@Subhani726


دشهیدعزیرجانان تقبله الله وسپیڅلي روح ته

غمودي سم دم لیونی کړم بې اختیاره یاره
دردودي داسي کړم چې ووتم له کاره یاره

اواز
حافظ محمدقاسم مصباح
شاعر
سبحاني کندهاری
—————————————-
#الحکمت نشرياتې_اداره
https://t.me/AlhikmatNaat
*•┈┈••🌿🌺🌿•✾••┈┈•*


غـزل

د یار د سترګو عاشقي کومه
جانانه دادی ملنګي کومه

د کلي لیري نه ځم دلته اوسم
یم کليوال کليوالي کومه

نفرت دي ورک شي مینه ناکه ګرځم
په څو یارانو باد شاهي کومه

نن خو بېخي راته یادېږې اشنا!
په زړه رنځور يم زندګي کومه

ژړ مازدېګر نری شمال دلبره!
له خدایه تا غواړم خواستي کومه

نوري به ختمي سي شېبې د بېلتون
سبحاني ستا سره ياري کومه

سبحاني کندهاری
👇👇👇👇👇
@Subhani726


نوې ترانه

یو چا دي د ژوندون کیسه کول او ژړېدل
جانانه! ستا تصویر ته یې کتل او ژړېدل

اواز جوهري منصوري
شاعر سبحاني کندهاری
👇👇👇👇👇
@Subhani726


غـزل

چي ورڪ له ڪلي شي جانان سړی د ژونده باسي
د شهید پاته یتیمان سړی د ژونده باسي

پر خړ مزار باندي یې رپي سپین بیرغ د توحيد
د طالب پاته تصویران سړی د ژونده باسي

د يار مي ټوله ڪتابونه دي را پاته ماته
دا پر ليڪلي یې نومان سړی د ژونده باسي

دې انقلاب بېخي ګلرنګي ځوانۍ وخوړلې
دا غاټولونه، سره ګلان سړی د ژونده باسي

نوري لا څومره ڪڪرۍ غواړې د ناز اذادۍ!
دا ستا راتګ بېخي ناځوان سړی د ژونده باسي

په غم لړلی سبحاني دې و یادو ته ژاړي
ای ځوانيمرګه ستا ياران سړی د ژونده باسي

سبحاني ڪندهاری
👇👇👇👇👇
@Subhani726


سوځي

خلګ سوځېږي چي عنبرې سوځي
ځوانۍ یې وسوې ، معتبرې سوځي

نو څنګه ڪښېنمه تۀ فڪر وڪړه!؟
د يوې مور هيلي اڪثرې سـوځي

زه يم بچی د احمدشاه ابدالي
تر هغو جنګم چي وزرې سوځي

يا به دې ولم یا مي وله پر سر
سينه مې اور ڪوي ډبرې سوځي

له مرګه نه وېرېږم ښه وګوره
د سړڪ مینځ ڪي دي لنجرې سوځي

دې ته عسڪر د دین اسلام وایي ، خو!
د ډالري عسڪر لښڪرې سوځي

د سبحاني پښتو ، پښتو ده واوره
پدې جنت ڪي به دې سرې سوځي

سبحاني ڪندهاری
👇👇👇👇👇
@Subhani726


نوې ترانه 2020/1/19

په ياد کي د اتل قهرمان استشهادي مجاهد ملا غلام رسول عزیر تقبله الله له طرفه د حاکمي او محبوب شاه اغا ډالۍ

آوازونه،محبوب شاه اغا او حاکمي

شاعر،محبوب شاه اغا
👇👇👇👇
@moklec


دوه بیته

د محــمد نبي کیسې راځي
په کتابو کي فلوشې راځي

له احادیثو دي قــربان شمه
څو روایات له فاطمې راځي

صلی الله عليه واله وسلم

سبحاني کندهاری
👇👇👇👇👇
@Subhani726


غـزل

له دې محفله ځــــــم روان يم خلګو!
 زۀ د مات شوي زړۀ جانان يم خلګو!

د تورو سترګو تــــــور یې زۀ یادېږم
بل یې د ټول عــــمر ارمان یم خلګو!

نن خـــــو مې دومــــــره پسې وژړله
 په خپله خپل ځان ته حیران يم خلګو!

زۀ له بلا دردونـــــو لانـــدي يـــــــمه
خود به نو مات را مات روان يم خلګو!

په طالبۍ ڪي شهـــــيد ســوی يمه
د خدای پر دین باندي قربان يم خلګو!

په سبـــحاني د چا د هجر ماتــــم
لڪه هیواد دغسې وران يم خلګو!

سبحاني ڪندهاری
👇👇👇👇👇
@Subhani726

20 last posts shown.

651

subscribers
Channel statistics