العصر بصرې څانګه


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


العصر بصرې څانګې ته ښه راغلاست
مخکنی چينل بلاک سو همدا نوی چینل ترخپلو ملګرو ورسوئ مننه

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
درنو اديب ليکوالانو شاعرانو اودالعصربصري اوسمعي څانګې مينوالو
دڅه تخنيکې سنتوزو له کبله
العصر بصري څانګه بلاک سوه
اوس مو يوځلي بيا ستاسو دانسانتيا لپارخدمت تيارکړه
اوس تاسو کولای شئ چي خپل ليکلي شعرونه دالعصر بصرې څانګې همکار محترم قانت آغا ته پلاندي شميري وليږی ترڅو په منظم شکل نشر اوترنعتخوانانو پوري ورسيږي👇

+93 77 445 6483

https://t.me/alasar_basri_sanga1


غزل

بس په دې ارځې چې دې وَنغاړم دګل په منځ کې
او یا دې پاس په ټنډه کیږدم د اوربل په منځ کې

خدایزده طالبه زړۀ مې ستا په یارانه ودان دی
رب دې اوږده کړي موده ستااوداجل په منځ کې

څښتنه ج روح مې بلاکیفه ته په خپله واخله
دلته شناخت نه غواړم زما او عزرائل په منځ کې

کاش چې مونږ هم د محبت له ژوند څکه وکړو
کاش د نفرت مزي شي پرې د یو بل په منځ کې

بښنه غواړمه مننه څومره لوی توپېر دی
ستا د یارۍ او زما د دومره لوړ تکل په منځ کې

مینه رسوا شوه چې مې وژړل د زړۀ له درده
راشده نوم دې یوچا واخیست دمحفل په منځ کې

راشد مشفق


د استقلال سپرلی!

امـــن دی خټیــن کلی، ژونــد لولې ښکلا لولې
غــرونه پرې امیــن وایې، زړونه چې دعا لولې

ټال کې دخوښۍ ځانګې زیري د مسکا شیندي
ژوندنوې ساه واخیسته مینه په هرخوا شیندي
ستـرګې پـه سجـــــده پرتې ستا د یاد ثنا لولې

ځوان شو ها تنکی آرمان شوخې زمزمې وایي
زاڼې تــر چنـــار راغلې، مســتې قلقـــلې وایي
هیلـــو مـــو الـــوت کــړی میــــنه او وفا لولې

حس یې کړه اروا ګله ستا له سترې مینې نه
وټوکیـــد د چـــم ګلاب څـــه ګلابې وینې نه
سپینې کلیمې نسیــم هـــر سبـــا بېـــګا لولې

هر موسم سپرلی شولو هــره خوا جنت جنت
ښکلي برخـــمن شولو ربه ستا له ستـــر نعمت
زده یې کړ مفهوم دژوند ستا دعشق معنا لولې

 زموږ د ارمانـــو نهــــال ګــــوره پر ثمر راغلو
یوځای ازادۍ سره کلــــــي تــــــه دلـبر راغلو
سیف یې د قدم خاورې ننګ به یـې دنیا لولې

سیف صدیق


العصر _خپلواکه_اداره
تاسوته وخت په وخت نوي حمدونه نعتونه اوحماسي تراني وړاندي کوي
https://t.me/alasar_channel321


شې ګنهګار به که له دې مینې انکار وکړې
دایې دی وخت که غواړې ګران وطن ته کار وکړې

د بربادۍ او خون رېزۍ منصوبې مه جوړوه
هسې نه بیا په یرغلګرو اعتبار وکړې

ګوره له عفوې ګټه واخله بغاوت مکوه
چې محافظ دې وي طالب له چا به ډار وکړې

ناموس په امن سر په امن نور څه غواړې له خدای
راځه که غواړې چې هوسا ژوندون ته لار وکړې

خپله یې وګوره د سپین بیرغ د سیوری مزه
خپله به ومنې په خپله به اقرار وکړې

دانش ملنګ درته سپړلې غېږ په ټوله مینه
زه درنه جار یم خو که ته راته لږ جار وکړې

دانش ملنګ


السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

درنو او خوږو ګډونوالو زموږ دالعصر بصري څانګې دوټساپ نمبر له فعاليت لويدلی
ان شاء الله چي ډير ژربه يې نوی نمبر فعاله اوتر تاسو در ورسو


فولادي هــوډ او عقېدې کلکې متینې لرو
لا په بــدن کې د وطن دفاع ته وینې لرو

احرار سرونه مو تر اوسه چاته ښکته نه شول
موږ افغانان د حریت مراندې سنګینې لرو

امپراطوریو مو عزمونو ته سجدې اېښې دي
د تاریخ پاڼې د غیرت به رنګ رنګینې لرو

د نړیوال اتحاد ستر قوت مو و پرځاوه
مونږ د غیرت یادګار ددې فتحې مبینې لرو

په شیطانانو مو تکبیر لکه د تندر پریوزي
قدم ثابت، هدف رسا، ایرادې سپینې لرو

د شاهیکوټ او د ګوربت لمن سنګر سنګر ده
مونږ د سپین غر او د شمشاد څوکې واورینې لرو

څوارلس پېړۍ مو د اسلام سیوره کې ژوند کړی دی
ملا عاکفه زړونه ډک د خدای له مینې لرو

عاکف امارتي


غزل!!!

درد پســـي دې بل یــوه ته زړه کیږي
وختــــه د دې جـــبر سبب څه کیږي

ومې بښــه هاغســي مې ښکل نکړي
سخته کې خو لمونځ په اشاره کیږي

بیا مې ګسه ستـــرګه درپســـې رپي
بیا مې اندېښنــــــې رمـه رمـه کیږي

نـــور د تهمتـــونـــــو پـــــروا نه لرم
نیسم دې ګریــوان صبر مې نه کیږي

ځکــــه دې لمن غاټـولـه نه پرېـــږدم
تاکــــې د یـــوبــــل دېد ننداره کیږي

لوړې او ژورې ژونـد کې خود به وي
سیفه! له اشــــنا ځخـــــه ګیله کیږي

سیف صدیق


تاته کاته هــــــــــــم عبادت ګـڼــمه
ستا په څېره کې څومره خوند پروت دی

ستا له تصویره مې ډیر څه زده کړلو
ستا په انځــور کې بلا پند پروت دی

حسن ته نلرم مثال دي زه هیڅ
هر یو مثال ورته ځَـوَ ړند پروت دی

دی د یا قُـو تو که مرجــانو غـمی
که ګل د څانګو پر مړ وند پروت دی

ما ته همدا دی له هر چا محــترم
زړۀ کې مې پروت دی بس څرګند پروت دی

زما محمد مهاجر زړۀ په تا ښـاد
ستا یوه کاته کې مې ټول ژوند پروت دی

محمد مهاجر


د للمې ګل.

د بـیلتانـه ښـکار شـوی کس چـې راتـه ویادیږي
په خدای قسم دی زړه مې بل رقم ته ودردیږي

د خیال پـه ټال کې یې تـر هغې پـورې وزنګیږم
چې سرې لېشې مِ په لمدو سترګو کې وغځیږي

په یوه داسـې نا علاجه رنـځ رنـځـور یـم پسـې
فکر مې نشـي چې د ژونـد ریښـې مې وپایيږي

دللمې ګل دی راشین شوی دی داوښکو په زور
پرته له هغه مـې پـر بل چـا سترګـې نـه یخیږي

د مرګ منظر دی مستغفر ګربزه تک سـور هجر
هـره شیـبـه یـې لکـه کـال رابـانـدې نـه تیریـږي

مستغفر ګربز


ګنهګار یم

ګنهګاریم د توبې ودر ته ناست یم
زه دې لوڅ سر لوڅې پښې ودرته ناست یم

پاکه ربه له عیبونو څخه پاکه
ستا بنده ستا ده اسرې ودرته ناست یم

تانه بل د توبې در نلرم خدایه
ځکه نن دې شونډې پرې ودرته ناست یم

ای غفاره ای ستاره ای قهاره
هم په ورځ هم دې په شپې ودرته ناست یم

ته رحمان یې ته رحیم یې ته اکبر یې
زه عاجز دې زړه ټوټې ودرته ناست یم

مهاجر ته مغفرت وکړې خاونده
ستا په طمعه سترګې سرې ودرته ناست یم

مهاجر


چي مقتضا څه ده تقدیر شي تغیر به نسي
که ورته جوړ قوي تدبیر سي تغیر به نسي

د رب قضاء بایدرضاءوي باندي صبر وسي
فائده یې نسته که ظهیر سي تغیر به نسي

له ذوالجلاله دي نصرت دکامیابۍ وغواړي
په ابتلاوو کي که ګیر سي تغیر به نسي

نړۍ به دا ارمان ترقبره یوسي یم مطمئن
چی به بدل زما مسیر سي تغیر به نسي

دریځ مو سپین دی چی نفاذ دشریعت به کوو
امریکا دا غواړي تغـیر سي تغیر به نسي

کږه پکړۍ تړي خبري سپیني سپیني کوي
مامون که هر څومره تحذیر سي تغیر به نسي

مامون


غزل

د احساس د بغاوت هڅې څپاندې
پرې تړلې مې د غوڅې مینې مراندې

د شاهانو په دربار کې هم ملنګ یم!
خو ساتلې مې دي هیلې لالهاندې!

یه حاکمه لا هم نه یې توانېدلی!
هدف مخکې دی یو دوۀ قدمه وړاندې!

د جنون پېټی په غبرګو اوږو بار وړم!
خلک وایې عجیبه کارنامې کاندې!

غبرګې لپې مې کچکول درته نیولي!
خدایه وکړې پېرزوینې په ما باندې!

دې کمال ته دې حیران دیران یم پاتې!
له زړۀ وینې څڅوې خو په خولۀ خاندې!

رنځ د زړۀ باندې دې هجــــر مبتلاء کړ!
خوار منصور ملنګ تر اوسه وهي ساندې!

منصور ملنګ


نعت شریف

په ټولو مخلوقاتو کې اعلی مبارک دی
نبي خیرالبشر رسول الله مبارک دی

محبوب د پاک الله دی او جانان د ټول امت دی
زموږ د سترګو تور زموږ اقا مبارک دی

دفن په مدینه منوره کې دی دلبر مې
زموږ د ماتو ماتو زړو دوا مبارک دی

احمد او محمد ده لامثال حسن خاوند دی
عاجزه ورته هر رنګه روڼا مبارک دی

زما د زړګې کور ورباندي ښاد باندي اباد دی
سر دارې دوجهان خوږ مصطفیٰ مبارک دی

د شنې روضې جانان ډېر مهاجره راته ګران دی
قربان یې شم حبیب د پاک الله مبارک دی

عبدالباقي مهاجر


ګونګه یې خُله پړ یې پښې او سا یې لنډه شوله
دحوت لسمه کي هم دلته نړۍ کونډه شوله

د خدای په زور موکړه راښکته دغرور له غونډۍ
دخدای په زور یې اراده هم بیرته شنډه شوله

دا چي راتله ښه په عزت او په پر ده کي وله
بیا چي وته بس نو له بده بخت بربنډه شوله

موږ چي یې څومره هرکلی کړی وه دوۍ به ویل
موږ ته له شرم دلته جوړه سمه پلنډه شوله

موږ ته دخدای له لوري شکرغټ نعمت راکړل شو
بل مو هم شکر حوصله هم نوره پڼډه شوله

زَمِیله شکر باسه شکر چي هیواد نه مو تل
د اشغالګرو ډله څه په خوند په منډه شوله

حافظ سیف زَمِیل


(کلیمه ئ طیبه ده)

شور د جنتو ورسره مل دی ښه درنه ده
کلیمه ئ طیبه ده
اُور نه د دوزخ به دي ساتي، لو زریعه ده
کلیمه ئ طیبه ده

سختو عذابو نه دې
د دوزخ څپو نه دې
ساتي آخیرت کي دې
اور او سرو لمبو نه دې
وایه یې په صدق عجیبه لو وسیله ده
کلیمه ئ طیبه ده

زړه ته هم سکون مومي
ډیر ښه پیوستون مومي
ده د هر مرض دوا
درد نه هم خلاصون مومي
موږ ته رالېږلې پاک الله یوه تحفه ده
کلیمه ئ طیبه ده

زموږ د دوی توفیر پروت دی
دې کې مو تفسیر پروت دی
فرق د مسلم او کافر
پکې زموږ مسیر پروت دی
وايو هر زمان د ژوند ډیوه مو پرې ښایسته ده
کلیمه ئ طیبه ده

زړو کې مو ایمان دی پرې
د هر مسلمان دی پرې
کرکه له الحاد لرو
دا مو هم پیمان دی پرې
دا مو د تلپاتي ژوندانه ستره اسره ده
کلیمه ئ طیبه ده

ساتو یې په تورو به
له باطل مغرورو به
کړو به پرې الله ج راضي
ستون به شو تر حورو به
فیض حقاني وایم زما په زړه کي نوشته ده
کلیمه ئ طیبه ده

فیض حقاني


د تبریکۍ الفاظ:

چې در پر سر د وراثت سپینه پګړۍ کړه علم
څومره رنګینه دې د ژوند هره ګړۍ کړه علم

د هدایت لارې دې خلاصې کړې د ډېرو پر مخ
رڼا رڼا دې دا تیاره تیاره نړۍ کړه علم

ددې بې وسه اولس لاس د پوهې غېږکې کېږده
ستا زندګي یې رابهر له تاریکۍ کړه علم

سترګې په لار، ستا د ثمر په انتظار، انتظار
په ډېرو شونډو راپخپره دې خوشحالۍ کړه علم

په ګلابي  حسن دې نور د پوهې وه پړکېده
دهېلو مړه دنیا دې بېرته را ژوندۍ کړه علم

د أرمان آس باندې دې څه ستړي مزلونه وکړل
دزړه تیاره انګړته جوړه دې سپوږمۍکړه علم

د تبریکۍ الفاظ قبول کړه جهادي ورور نه دې!
فضا روښانه ده امت او آبادۍ کړه علم

جهادي عمري


د جنت کیلي

بې حسابه زړونه وايي
لااله الااللـــــــــــه
بې حسابه ژبې ستا يې
محمد رســـول الله

دا کلي ده دجنت
هُم پهْ وزن کې درنه ده
ښکلی نوم يې مبارکه
کلیمه يې طیّبه ده
خپل قائل جنت ته بیا يي
لا اله الا اللــــه

دی کافر چې وي منکر
لهْ دې پاکې کلیمې نه
او دی! لرې د سفیڅلي
پاک ایمان له دايرېنه
بختورو سره ښــايي
لااله الا للـــــــــــه

په هر باب دجنت لیک ده
هُم پهْ عرشِ مُعلاّ
لااله الا الله
مـــــــــحمد رسول الله
رنځور زړهْ ته دا دوا يي
لااله الا للــــــــه

د ایمان دنور ډیوه ده
د اسرارو خزانه ده
دغه ښکلې کلیمه مو
دایمان مُقدمه ده
زړهْ دعشق پهْ اور اﺯمايي
لااله الا للــــه

وایه تل په مینه مینه
ګرانه عبیده یاســینه
ګُناهونه پرې رژیږي
دا دی ذکر بهترینه
غافل زړهْ ته دا رڼايي
لااله الا للـــــــــــه

ياسين عبيده


غزل

احوال مې واخله یه پرحال مې پاملرنه وکړه
یواري راشه له نژدې نه مې لیدنه وکړه

چې رانه تللئ یې له مانه به وي څه جوڔسـوي
بي غَوْره یاره ته مې یوځلي پوښتنه وکڔه

بیابه مې غواڔي په ژڔاوخت به وې تیردرباندي
په یووصال مې درنځورزڔه درملنه وکڔه

هیریږي نه په خیال اَوفکرکي مې تل اُوسیږي
کنې داستادهیریدلومې څه څه نه وکڔه

لپې مې پورته کڔلي ستادوعامې وغوښتله
ستادیوه دیدن آرزومې له څیښتنه وکڔه

مه مې پریږده دخپل بلاهجران په خوله کې مه ځه
پرمادي نورهم دحضورڅه پیرزوینه وکڔه

چې اَخیري وارمې په زڔه کې ورکڔوځای هغه ته
رحماني آشنا آول ځل مې تیروتنه وکڔه

قاري رحماني آشنا


(نعت شریف) صلی الله علیه وصحبه وسلم

حضـوره و حضور ته دې بې شماره سلامونه
د زړۀ له زاویــــې او له مـــــداره سلامـــونه

د مینې په اورادو مې عادت شبګیرې سترګې
جــوړه جـــوړه پرې وایو تــر سهاره سلامونه

ثواب ګټـم په دې رڼــــو تسپو دې یادومـــــه
د څاڅکو څاڅکو اوښــکو له قطاره سلامونه

دا ټوله کائنات دي که مکان دی که زمان دی
د خپـــل حال سره سم وایي نِګار سلامــونه

مدام او په دوام دې په تکرار او مسلسل وي
پر تا باندې دې تل وي زمونږ سالاره سلامونه

مین مین لفظونــه د هر بیـت زما د شعـــــر
پر تا وایې حبیبه بې اختــیاره سلامــــــونه

20 last posts shown.

470

subscribers
Channel statistics