Forward from: شاعر احسان"ژمن"
#نعت_شريف
ښایست دی ټول په تا تمام ګل مخې
د ښایستونو یې امام ګل مخې
ښکلاوي ټولي دي په تا راټولي
حسن اوریږي دي له نام ګل مخې
آغلي ستوري،او آغلې سپوږمۍ
هم کوي ټول ستا احترام ګل مخې
سکون مي زړه ته،ارام روح ته راشي
په تا چي ووایم سلام ګل مخې
ستړی سفر چي ستا تر کلي دروړم
هله به ومومم ارام ګل مخې
و زخمي زړه ته مي درمل غوندي دی
ستا د خوږې میني خوږ جام ګل مخې
ستا یو نظر د بڼورو سترګو
ژمن له رب غواړم په انعام ګل مخې
احسان ژمن
https://t.me/shakirkhalid
ښایست دی ټول په تا تمام ګل مخې
د ښایستونو یې امام ګل مخې
ښکلاوي ټولي دي په تا راټولي
حسن اوریږي دي له نام ګل مخې
آغلي ستوري،او آغلې سپوږمۍ
هم کوي ټول ستا احترام ګل مخې
سکون مي زړه ته،ارام روح ته راشي
په تا چي ووایم سلام ګل مخې
ستړی سفر چي ستا تر کلي دروړم
هله به ومومم ارام ګل مخې
و زخمي زړه ته مي درمل غوندي دی
ستا د خوږې میني خوږ جام ګل مخې
ستا یو نظر د بڼورو سترګو
ژمن له رب غواړم په انعام ګل مخې
احسان ژمن
https://t.me/shakirkhalid