تور لوګي او شنې لوخړﻱ بیا راپورته شوې له کَلِي
خدایه فضل خدایه فضل بیا بمبار شو کَلَی٘ ولـي؟
یوځل بیاشوې سوﻱ کړېکي یوځل بیاشور او غوغا شوه
یوځل بیاموخدایه وران شوه دزخمي زړګیو څلي
بیاخزان پرچمن راغلی بیایې څه ظلمونه وکړه
ګلابونه که ریحان دﻱ پاڼي پاڼي رژېدلي
ماشومان تر خاورو لاندﻱ او کورونه ړنګ پراته دﻱ
پرټول کلي ویر،ماتم دی چي هرڅه په اور سوځلي
ډېر پلرونه بې بچو شوه ډېر بچي شول بې پلرونو
ډیرﻱ میندﻱ شولې بورﻱ اوپرزړه یې لمبې بلي
سپارې په وینو سرې دﻱ قرآنونه پاڼي پاڼي
پر،محراب دوړﻱ ګرځیږﻱ منارې دﻱ نړېدلي
د همداسي ظالــــمــانو زړونه ولي نه دردیږﻱ
چـﻱ په وینو یې لت پت کړه نازولي نازولي
اې زه ژمن احسان به څنګه لویه خدایه! نه دردیږم
هره ورځ چي یې زه اورم وﻱ کیسې په غم لړلي
احسان الله ژمن
https://t.me/shakirkhalid