مولوي مُخبِت زنداني


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
ملګرو دامې نوی چینل دی هیله کـوم چې په دې چینل کې راسره ګډون وکړۍ هغه بل چینل مې له سګ شویانو دلاسه بند شو او تر نورو ملګرو یې ورسوئ په درنښت ورور مو
مـولوی مُخبِت زندانـی والســلام
⬇⬇⬇
https://t.me/mulamukhbetzidany124

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


Forward from: افـغـان میـڋیا Afgan media
شــاعـر حافــظ مـدنی
https://t.me/Hafizmadani


شـــاعـــر حقمل اشنا
https://t.me/HaqmalAsna1224


افـغـان میـڋیا Afgan media
https://t.me/Afganmedia

حافــظ شــبـیر مـنصــوری
https://t.me/ShaberMansori

ســعــید کامــران
https://t.me/HelloAshn

محـمد امـین عـمرخیل
t.me/muhammadaminomirkhil

مــــولــــوی مخـــبت زندانی
t.me/mulamukhbetzidany124

قاری عتیق الله اسیر سادات
t.me/qariatiqullahaseer2365

شـاعــر سَِـــاَِحَِـلَِ نَِـجَِرَِاَبَِېَِ
https://t.me/sahainnjerabi

حافـــــظ حـقـــانی
https://t.me/HafizHaqani247

شاعر عادل اشنا
https://t.me/seygjfghgh

د تــرانــــو کــــور
https://t.me/Taranokoor

مــلغــلری شـعــرونه
https://t.me/Malghalari

ڋیـزاینی ویڋیو گانی ڋیزانی عکسونه
t.me/DezaniVidosDezanipoto

نعــت خـوان رحمانی جانان
https://t.me/Rahmanijanan

افــــغــان مـیـــڋیا "2" ‌‌‌‏
https://t.me/Afganmedia2

البدرۍخپرندویه اداره
https://t.me/joinchat/AAAAAFbYqS_qDDfsFM29Gg



اختره"پنجرو شاته اسیرانو؛ مبارک شه
اختره"سنګروکې طالبانو؛ مبارک شه

اختره"په خندا ورشه شهید مبارک پلار ته
اختره" شهیدانو دمورجانو؛ مبارک شه

اختره"کونډو، بورو او بې وزله مسافرو
اختره"ګلالېو یتیمانو؛ مبارک شه

اختره"نن چې سپین سپین بیرغونه پرې رپېږي
اختره"دوطن ټول شهیدانو؛ مبارک شه

اختره"ګوره هېر نکړې دا پورې غره لمن کې
اختره"دتنکو تنکو ګلانو؛ مبارک شه

اختره"یو سپېڅلې آزادۍ نور په نړۍ شه
اختره"دسپېڅلو فدایانو؛مبارک شه

اختره"دطَالِب مُخبِت! له خوا مؤمن ولس ته
اختره"دمؤمنو افغانانو؛ مبارک شه
@mulamukhbetzidany124



ژونـدۍ لــرې ډېـر عـمـر، راته ګرانه ؛ خوږه مور
ای ربـه ﷻ مـهــربـانـه ، مـهــربـانـه ؛ خوږه مور

په کور کې مو نعمت ، ستا دلوري لوی رحمت ده
راتــه وسـاتــه لـه غــــم ، قـدردانه ؛ خوږه مور

دقـــدم لانــــدې لـري ، جــنــتـــونـه نـازنــــــین
رانـه تـل لـرې راضـي زړه درمــانـه ؛ خوږه مور

را لوی یې کـړم لـه صغـره ، آن تر کِـبره په نازو
زورېدلې په ما ډېر ، ده ســـتومـانه ؛ خوږه مور

تېرې کــړي شب ګېرې ، تېرې کـړي درد سحـنې
خـدمــتونه یې قبول، کـړه سبـحانه ؛ خوږه مور

مور دژوند لویه هستۍ ، مور خوږه شان زنده ګۍ
تل په سر مو سرسایه ، ده مورجانه ؛ خوږه مور

ربه ﷻ ځما طالب مخبت ! ته ژوندۍ ولرې مور
مور ښکلا ده فی الــدَّارین ، مسلمانه ؛ خوږه مور
@mulamukhbetzidany124



مُـــحـَبَـت دې ځـای نـیــــولی داِیـمـان په أېنه کې
پاک رسولهﷺڅومره خوږ یې دجهان په أېنه کې

هـره کـرښـه دقـدم دې ده سره زَر پـه سپینه لاره
ټــول روان یـو سـتا پـر پـل مسـلـمان په أېنه کې

تـه محـبــوب دذُالجـلال یې ، لامکان تـه یې بللی
صِفـتـــونه دې ټــول ذکــر دي قـــرآن په أېنه کې

ســتا خــبرې ملـغــلرې لــګي زړه بانــدې شــکرې
قـېـــمــــتي دي لامـــــثالــه دانـســـان په أېنه کې

ستا نامه څومـره حسینه ، ده خـوږه لکـه ګبـیـنه
پـه اقلابـوکې اوسـېـږې خاص جـانان په أېنه کې

ځما تصدیق دی دزړګینه ، هـُم اِقـرار مې بالسان
درســــره ېـم ، راســــره یې لکـه ځان په أېنه کې

هغه رَبْﷻمې درنه ځارکړه درنه ځار نبي سردارهﷺ
کله وبه وینــم ځه ستا ، تـور چشمان په أېنه کې

درنه لرې ېم طَالِب مُخبِت! قبول مې کړه درودونه
ستا لـه نـومـه صدقـه شم، اخ قـربان په أېنه کې
@mulamukhbetzidany124


دزړه په دنیاګۍ مي ورېدې لکه باران
دخیال په وچو للمولګېدې لکه باران

ددې خوندورې غمګینې زمزمې
ترنم کړی دی

محترم مولوي سیدسبحاني اغا
شعر د نازک خیاله شاعر محتر مولوي محمدهاشم ذا کـــر صاحب دی الله تعالی دې په ژبه اوقلم برکت کړي


د خوښۍ خبر

#الحمدالله

هغه بندي طالب چې څه موده وړاندي دکابل له زندانه دملي امنیت ځواکونو تښتولی وو،
پۀ خیر سره راخلاص شو،،


رسول الله•ﷺ•فـرمایي:
د قــرآن ڪریم تلاوت ڪوئ،
ځکه قرآن ڪریم د قیامت په ورځ د خپلو ملګرو یعنې چا چې تلاوت ڪړی وي، شفاعت ڪوي..!!
صحیح المسلم ۵۵۳
⤵️⁩⁩⁦↪️⁩غوره ويناوې⁦↩️⁩⁦⤵️⁩
⁦╭•┅═❁✿✿❁═┅•╮⁦
   
⁦╰•┅═❁✿✿❁═┅•╯⁦


‏رسول الله﴿ﷺ﴾فرمايلي دي:
چا چې وويل؛ په دې خوښ يم چې الله •ﷻ• مې رب دی، اسلام مې دين دی او حضرت محمد •ﷺ• مې نبي دی؛ جنت ورته واجب شو..!!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ✬
.ـــــــ رواه ابو داؤد ـــــــ.
⤵️⁩⁩⁦↪️⁩غوره ويناوې⁦↩️⁩⁦⤵️⁩
⁦╭•┅═❁✿✿❁═┅•╮⁦
    
⁦╰•┅═❁✿✿❁═┅•╯⁦


دسرسايې اړوند څو خبري!
لطفا دثواب په نیت يې تر ډېر وروڼو پوري ورسوئ.
۱: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک،چي درمضان روژه ونیسي نو تر هغه مهال پوري داسمان او مځي ترمنځ ځړانده وي څو،چي سرسایه ورکوي.
الترغيب والترهيب ج : ۲ ص : ۱۵۲ .
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: سرسایه روژه نیونکی د تېروتنو څخه پاکوي او دمسکینانو لپاره خوراکه ده،څوک...الحديث
الترغيب والترهيب ج : ۲ ص : ۱۵۰ .
۲: سرسايه پر هغه واجب ده،چي اوه نيمي تولې سره زر يا دوپنځوس نيمي تولې سپين زر یا یې قیمت ولري او يا تر حوائجو اصليوو زیات په دغه اندازه سامان ولري كه څه هم دغه سامان تجارتي نه وي او که څوک خپلي پیسې نه لري او نه سامان لري دقرض پیسې،چي دده په لاس کي وي هغه اعتبار نه لري.
هنديه ج : ۱ ص : ۱۹۰ .
۳: دماشومانو پر شتمن پلار باندي د ځان او نابالغوو اولادونو سرسایه سته ، که شتمن نه وو نو نه دځان سرسایه باندي لازمه او نه داولاد سرسایه باندي لازمه ، نه هم دښځي سرسایه پر خاوند باندي سته نه هم پر پلار باندي دبالغانو اولادونو سرسایه سته. او نه پر اولادونو باندي دمور او پلار سرسایه واجب ده که څه زامن یې مالدار ، مور او پلار ته نفقه ورکوي.
مختصر القدوري ج : ۱ ص : ۱۲۳ .
۴: که یوه کس دبې دینۍ ، یا دسختي ناروغۍ او یا هم دسفر په وجه باندي روژې نه وي نيولې سرسایه باندي واجب ده که څه روژې يې نه وي نيولي.
فتاوى رحيميه ج : ۷ ـ ۸ ص : ۱۹۶ .
۵: که یو کس دخپل ټول کور سرسایه ورکړي دبالغانو اولادونو او ښځو څخه یې اجازه نه وي اخستې داچي سرسایه لږ شی ده عادتا او دلالة داسي معلومیږی،چي اجازه یې وي نو ځکه دغه سرسایه صحیح ده.
۶: دسرسایې وخت داختر دورځي دسپیدو څخه وروسته پیلیږي مستحبه داده،چي داختر په ورځ تر سپیدو وروسته او داختر تر لمانځه مخکي سرسایه ادا کړي خو که تر سپیدو مخکي یا تر داختر تر لمانځه وروسته سرسایه ادا کړي سرسایه یې صحیح ده.
درمختار ج : ۲ ص : ۳۹۷
۷: سرسایه به هغه چاته ورکوي چي دنصاب په اندازه شی نه لري او یا څه مال لري خو تر نصاب کم وي دغسي کس سرسایه ورکول پکار دي.
البحر الرائق ج : ۲ ص : ۳۵۲ .
۸: ماشومانو ته ته سرسایه ورکول جایز نه دي بلکي ددوی سرپرست ته به یې ورکوي او که ماشوم په رانیولو ، خرڅولو پوهېده بیا سرسایه ورکول جایز دي.
درالمختار ج : ۲ ص : ۳۷۹ .
۹: ورور او خور ته سرسایه ورکول جایز دي البته په قریبانو کي اصولو ته سرسایه ورکول جایز نه دي یعني هغه قریبان،چی دی ځني پیدا دئ لکه پلار ، نیکه مور دمور مور هر څومره ،چي لوړ وي همدا ډول فروعو ته هم سرسایه نه سي ورکول کېدای یعني هغه قریبانو ته ،چی دده څخه پیدا وي لکه زوی، لور او ددوی اولادونه همدا ډول خاوند وښځي او ښځه خپل خاوند ته سرسایه نه سي ورکولای.
تبين الحقائق ج : ۲ ص : ۱۲۲ .
۱۰: سرسایه دخپل مسجد امام ته ورکول جایز دي خو په دې شرط باندي دامامت په عوض کي به نه وي او نه به امام شتمن وی، که دامامت په عوض کي سرسایه ورکول جایز نه دي او که امام شتمن وي هم سرسایه ورکول جایز نه دي.
۱۱: كه ديو چا پر بل چا باندي قرض باندي وي او وغواړي ،چي دغه قرض په سرسايه كي ور پریږدي نو یوځلي به په سرسایه کي پيسې ورکوي هغه به بیا دغه پیسې ده ته په پور کي ورکوي یا به پوروړی خپلي دقرض پیسې پور ورکونکي ته ورکوي هغه چي قبض کړې بیا به یې په سرسایه کي ورکوي داسي نه صحیح کیږي،چي تش په خوله باندي ورته ووايي،چي قرض په سرسایه کي در پرې ايښی دئ.
درمختار ج : ۲ ص : ۳۴۴ .
۱۲: دخپل ښار څخه بل ښار ته دسرسایې پیسې استول مکروه دي البته که اشد ضرورت وي جایز دي.
هنديه ج : ۱ ص : ۱۹۰
۱۳: په حدیث شریف کي په سرسایه ورکولو کي خرما، غنم او اوربشي راغلي دي که څوک دغه شیان په سرسایه کي ورکړي صحیح دئ او یې قیمت ورکړي هم صحیح دئ.
درمختار ج : ۲ ص : ۱۱۷ .
دسږ کال (۱۴۴۱ هـ ق) دقیمت په اعتبار سره غالبا "۷۲" افغانۍ کیږي.
هندية ج : ۱ ص : ۱۹۱
۱۴: په سرسایه کي هغه ځای اعتبار لري په کوم ځای کي ،چي سرسایه ورکونکی اوسیږي یعني که څوک په امریکا کي اوسیږي او په قندهار کي سرسایه ورکوي نو د امريکا نرخ معتبر دئ نه دقندهار.
درالمختار ج : ۲ ص : ۲۸۶ .
په درنښت ستاسو ورور:
مولوي عبدالهادي حماد ۴ رمضان المبارک ۱۴۴۱ ه ق


Video is unavailable for watching
Show in Telegram
ډیر د خواشنۍ خبر ده
دغه ځوان چې بندي ده څه وخت مخکې یی یوه ویډیو لاس په لاس شوه چې دی پکې غږیږی د ویډیو په اخر کې وایې چې ټولو کفارو ته دا پیغام ورکوم چې قسم مې دې پخدای وی که مو په زندان مات کړئ بیګا مې یو خر اتڼ کړی)
له دې ویډیو وروسته د زندان مربوط چارواکو دا ځوان چې عمر یی نوم ده له زندان باستلی نامعلوم ځای ته یی وړی
پته نشته چې شهید کړی یی ده او که ژوندی به وی.

باید طالبان دده ځوان پوښتنه وکي که یی شهید کړی وی باید بدل یی واخیستل سی👇


اَعُوذُبِاللهِ منَ الشَّیطَانِ الرََّجیم
بســــــــــــــــــمِ اﷲِالرَّحْمَنِ الرَّحِيم

إِنَّ ٱللَّهَ وَمَلَٰٓئِكَتَهُۥ يُصَلُّونَ عَلَى ٱلنَّبِىِّ ۚ يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ صَلُّوا۟ عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا۟ تَسْلِيمًا

اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَّ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌷ٌ

اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَّ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيمَ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيد🌷

ملګرو پررسولِ اکرم ص باندی بي شمیره درود شریف ووایاست کوثرجام مونصیب شه ګلونوملګرو

👇👇👇👇👇
@mulamukhbetzidany


*اوّل کلمہ طیب*
لَآاِلٰہَ اِلَّا اللہُ مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللہِ ؕ

*دوېم کلمہ شہادت*
اَشْھَدُ اَنْ لَّآاِلٰہَ اِلاَّ اللہُ وَحْدَہٗ لَاشَرِیْکَ لَہٗ وَاَشْھَدُ اَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُہٗ وَرَسُوْلُہٗ ؕ

*درېم کلمہ تمجيد*
سُبْحَانَ اللہِ وَالْحَمْدُ لِلّٰہِ وَلَآ اِلٰہَ الَّا اللہُ وَاللہُ اَکْبَرُؕ وَلَا حَوْلَ وَلَاقُوَّۃَ اِلَّا بِاللہِ الْعَلِیِّ الْعَظِیْمِ ؕ

*څلورم کلمہ توحید*
لآاِلٰہَ اِلاَّ اللہُ وَحْدَہٗ لَا شَرِیْکَ لَہٗ لَہُ الْمُلْکُ وَلَہُ الْحَمْدُ یُحْیٖ وَ یُمِیْتُ وَھُوَ حَیٌّ لَّا یَمُوْتُ اَبَدًا اَبَدًاؕ ذُوالْجَلَالِ وَالْاِکْرَامِؕ بِیَدِہِ الْخَیْرُؕ وَھُوَ عَلٰی کُلِّ شَیءٍ قَدِیْرٌ ۵ؕ

*پنځمه کلمہ استغفار*
اَسْتَغْفِرُاللہَ رَبِّیْ مِنْ کُلِّ ذَنْبٍ اَذْنَبْتُہٗ عَمَدًا اَوْخَطَأً سِرًّا اَوْ عَلَانِیَۃً وَّ اَتُوْبُ اِلَیْہِ مِنَ الذَّنْبِ الَّذِیْ اَعْلَمُ وَمِنَ الذَّنْبِ الَّذِی لَآاَعْلَمُ، اِنَّکَ اَنْتَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ وَ سَتَّارُ الْعُیُوْبِ وَغَفَّارُ الذُّنُوْبِ وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّۃَ اِلَّا بِاللہِ الْعَلِیّ الْعَظِیْمِ ؕ

*شپږمه کلمہ رد کفر*
اَللّٰھُمَّ اِنِّیْۤ اَعُوْذُ بِکَ مِنْ اَنْ اُشْرِکَ بِکَ شَیْئًا وَّ اَنَآ اَعْلَمُ بِہٖ وَ اَسْتَغْفِرُکَ لِمَا لَآ اَعْلَمُ بِہٖ تُبْتُ عَنْہُ وَ تَبَرَّأْتُ مِنَ الْکُفْرِ وَالشِّرْکِ وَالْکِذْبِ وَ الْغِیْبَۃِ وَالْبِدْعَۃِ وَالنَّمِیْمَۃِ وَالْفَوَاحِشِ وَالْبُھْتَانِ وَالْمَعَاصِیْ کُلِّھَا وَاَسْلَمْتُ وَاَقُوْلُ لَآاِلٰہَ اِلَّا اللہُ مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللہِ ؕ



له کونډو، بورو، میندو یتیمانو لږ خبر شه
خوږ مشره داول خـط طالبانو لږ خبر شه


اومید لرو مونږ تاته زمونږ دهېلو ترجمانه
چې هېر دې نشي ګوره دا مظلوم مسلمانانه
دتورو پنجرو شاته اسیرانو لږ خبر شه


سر لوچه سر ببره دي دژمي سړو شپوکې
دښکلي دین لپاره ګل ځوانان په سنګروکې
دپاکې سپینې لارې لارویانو لږ خبر شه


راغلي بل وطن نه دالله ﷻ رضا لپاره
سودا کړي دسرونو دسپېڅلي عشق په لاره
درب ﷻ په مینه مست له عاشقانو لږ خبر شه

دهغه طالب جان چې خپل سر په دین شېندلی
خوږې مورکۍ یې لارکې دخیرات پلو نیولی
له داسې بې وزلانو مظلومانو لږ خبر شه


ډېر پام کوه ډېر پام په احتیاط اخله قدمونه
قدم په قدم پاک اللهﷻ نه غواړه نصرتونه
دالجهاد په لاره شهیدانو لږ خبر شه


پیغام دسوي زړه دشیر په ژبه مې لیکلی
اول مې دی خپل ځان ته بیا مې تاته ډالۍ کړی
خفه نشې خوږ مشره له مشرانو لږ خبر شه
@mulamukhbetzidany124


Forward from: پښتو حديثونه
‏له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ وفرمايل: خلک به تر هغه پورې په خير وي، تر څو چې هغوی (د وخت له پوره کېدو سره سم) په روژه ماتي کې تلوار کوي.
(بخاري)


Forward from: پښتو حديثونه
‏له ابوهُريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې، رسول الله ﷺ وفرمايل: درې کسان دي چې، دُعا يې نه رد کېږي (قبلېږي) روژه نيوونکی، تر څو چې روژه ماتوي، عادل بادشا، او مظلوم.
(ابن ماجه)
سبحان الله


Forward from: پښتو حديثونه
‏رسوالله صلی اهلل عليه وسلم فرمائي: چي هر هغه انسان چي روژه ونيسي د ايمان د کبله او د ثواب
د غوښتلو له کبله يې مخکني ګناهونه بخښل کېږي. ) بخاري، مشکوة ۱۷۳)


Forward from: پښتو حديثونه
‏سلمان فارسی رضي الله عنه روایت کړیدي، چې رسول اللهﷺ وفرمایل:

د روژی میاشت د صبر او نفسانی لذائذو نه د ځان ژغورلو میاشت ده او مکافات یې جنت دي، د روژی میاشت د زړه سوی میاشت ده، په نوموړي میاشت کښې د مومن روزی ډېریږي او برکت پیدا کوی۰
(رواه بیهقی)


Forward from: پښتو حديثونه
‏دریم راشد خلیفه عثمان بن عفان رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ مې په خوب ولید، راته ویې فرمایل: عثمانه! روژه ماتی زموږ سره وکړه. راوي زیاتوي: سهار عثمان روژه ونیوله او په هغه ورځ شهید شو!
(أصول الاعتقاد للالكائي صـ٦٤٠)


د الحاج ملا فقیر محمد درویش حفظه الله تعالی په اواز کي ښکلی ترنم

کلام : جبیراحمد مشهود
👇👇👇👇
@moklec


Forward from: ملا فقیر محمد درویش
Video is unavailable for watching
Show in Telegram

20 last posts shown.

300

subscribers
Channel statistics