پښتو حديثونه


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


💟۔﷽ـ💟
ﺩروﺩ شریف په ستــرلارښـود
#حضرت 🌹#םבםב🌹
#ﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺ🌙
دلته به تاسو ته پښتو ژباړه حدیث شریفونه پښتو مختصری ويناوي نشريږي
په نشرولو کي يې مرسته راسره وکړی
@Yasainraihan

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


‏له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ وفرمايل: خلک به تر هغه پورې په خير وي، تر څو چې هغوی (د وخت له پوره کېدو سره سم) په روژه ماتي کې تلوار کوي.
(بخاري)


‏له ابوهُريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې، رسول الله ﷺ وفرمايل: درې کسان دي چې، دُعا يې نه رد کېږي (قبلېږي) روژه نيوونکی، تر څو چې روژه ماتوي، عادل بادشا، او مظلوم.
(ابن ماجه)
سبحان الله


‏رسوالله صلی اهلل عليه وسلم فرمائي: چي هر هغه انسان چي روژه ونيسي د ايمان د کبله او د ثواب
د غوښتلو له کبله يې مخکني ګناهونه بخښل کېږي. ) بخاري، مشکوة ۱۷۳)


‏سلمان فارسی رضي الله عنه روایت کړیدي، چې رسول اللهﷺ وفرمایل:

د روژی میاشت د صبر او نفسانی لذائذو نه د ځان ژغورلو میاشت ده او مکافات یې جنت دي، د روژی میاشت د زړه سوی میاشت ده، په نوموړي میاشت کښې د مومن روزی ډېریږي او برکت پیدا کوی۰
(رواه بیهقی)


‏دریم راشد خلیفه عثمان بن عفان رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ مې په خوب ولید، راته ویې فرمایل: عثمانه! روژه ماتی زموږ سره وکړه. راوي زیاتوي: سهار عثمان روژه ونیوله او په هغه ورځ شهید شو!
(أصول الاعتقاد للالكائي صـ٦٤٠)


‏سهل بن سعد رضی الله عنه نه روایت دی، چې رسول الله ﷺ وفرمایل:
جنت کې ۸ دروازې دي، د یوې دروازې نوم پکې ریّان دی، دې کې به یوازې روژه دار داخلیږي.

انتخاب له مشکوة، مخ۲۴۲- حدیث: ۵۹۵


‏د کال دولسو میاشتو کې له روژې سره الله ﷻ دومره مینه لري لکه یعقوبﷺچې خپلو دولسو زامنو کې له یوسف ﷺسره څومره مینه وه.
بستان الواعظین


‏رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې د سهار لمونځ په جمعه وکړي، بیا کښېني او الله یادوي، تر څو چې لمر راپورته شي، او بیا دوه رکعته لمونځ وکړي، دې سړي د حج او عمرې هومره ثواب ترلاسه کړ، پوره! پوره! پوره!.

ترمذي


‏له أبى سعيد الخدرى رضى الله عنه څخه روايت دی چې د اسلام ستر پيغمبر (صلي الله عيله وسلم) وفرمايل:
ژباړه: يو بنده چي د الله تعالی په لاره كې يوه ورځ روژه ونيسي نو خداي  ددې يوې ورځې په سبب دده له مخه اويا كاله اور ليری كوي.
(رواة الجماعة إلا أبا داوود)‏له روژه ماتې نه پنځه دقیقې مخکې وخت دعا ته ورکړئ، پدې وخت الله تعالی د بنده ګانو دعاګانې قبلوي.


‏روژه نیوونکی څوک دی؟

ابن القیم رحمه الله فرمایلي: "روژه نیوونکی هغه څوک دی چي؛
- اندامونه یې له ګناه څخه روژه وي.
- ژبه یې له دروغو او فحش ویلو څخه روژه وي.
- خوله یې له خوراک او څیښاک څخه روژه وي.
- او شرمګاه یې له ناروا څخه روژه وي."


‏له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی چې، رسول الله ﷺ وفرمايل: الله تعالی فرمايي، زما په بندګانو ماته تر ټوله خوښ بندګان هغه دي چې، (د وخت له پوره کېدو سره سم) ژر تر ژره روژه ماتی کوي.
(ترمذي)


‏له سهل بن سعد رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ وفرمايل: خلک به تر هغه پورې په خير وي، تر څو چې هغوی (د وخت له پوره کېدو سره سم) په روژه ماتي کې تلوار کوي.
(بخاري)


#دأصحابو_فعل_او_عمل!
إمام إبن دقيق رحمه الله
په عمدة الأحکام کې لیکي
کوم مجاهد چې دالله متعال دثواب ترلاسه کولو اود جنت د دائمي نعمتونو دګټلو لپاره جهاد کوي همدا دالله متعال دلارې صحیح مجاهد او دأصحابو فعل او عمل په دې باندی ګواهي ورکوي.


‏رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
چا چې يو مصيبت وهلی او بدحالى وليد (ناروغ، فقير او يا ګناهګار) (او يا يې له بد حالۍ خبر شو) او فوراً يې دا دعاﺀ وويله نو الله به يې په دغی مصيبت نه اخته کوي.

(الحمدُ للهِ الذي عافَانِي مِمَّا ابْتلاكَ به، و فَضَّلَنِي على كَثيرٍ مِمَّنْ خلق تَفضِيلًا)


‏عبدالله بن عباس رضی الله عنه فرمايي چې ما د رسول الله نه اوريدلي دي:
که د يو مسلمان پر مړي څلويښت کسان جنازه وکړي او دا څلويښت کسان مشرکان نه وي، او دې مړي ته د زړه له اخلاصه دعا وکړي، نو دا مړي به الله ﷻ د دوی په شفاعت وبښي.
مسلم
نو هڅه وکړئ چې په جنازو کې ګډون وکړئ.


‏درمضان میاشت
رسول الله ﷺ فرمایلي:
په تاسو کې دې یو سړی د رمضان نه د یوې یا دوه ورځو روژه مخکې نه نیسې مګر که یو سړی وي چې هغه به (د مخکې نه)
روژې نیولې (یانې عادت وي) نو دغه ورځ دې (هم) روژه ونیسې ( یعنې عادت والا لره جایز دي)
رواه البخاري: ۱۹۱۴


‏سورة فاتحه ـ الحمدلله ـ خورا زيات فضائل لري او يو حديث کي نبي ﷺ فرمايې چي داسورة دقرآنکريم اجمال دی.
که غواړې دالله ﷻ ځانګړی دوست سې نو همدا اوس يې تلاوت کړه الله ﷻ دي دغه دوعا دهرمٶمِن په حق کي قبوله کړی

آمين برحمتک استغيث

اباسين جانان کندهارى


‏حضرت محمد مصطفی ﷺ فرمایې:

د ایمان له خونده هغه څوک ګټه اخیستې شې چې، د اللهﷻ په ربوبیت او د اسلام په دین او د رسول الله صلې الله علیه وسلم په رسالت خوښ وي.!
( رواه مسلم )

اباسين جانان کندهارى


‏[سُوۡرَةُ محَمَّد : 12]

ايمان راوړونكي او ښه عمل كوونكي به الله( ج) هغو جنتونو ته ننباسي چي تر هغو لاندي ویالې بهیږي. او كافران یوازي د دُنيا د څو ورځني ژوندانه خوندونه اخلي، د څارويو په شان خوراك څښاك كوي او د هغو وروستى استوګنځى دوږخ دئ.


اباسين جانان کندهارى


‏نبي اکرم ﷺ فرمایي چې؛ کومه میرمن چې د خپل خاوند خبره مني د هغې لپاره به مرغان په هوا کې، کبان په اوبو کې، پرښتې په اسمانو کې او ځناور په ځنګلو کې د بخښنې دعاوې غواړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
معارف القران ۲ ټوک ۳۹۹ مخ

اباسين جانان کندهارى

20 last posts shown.

189

subscribers
Channel statistics