غزل
د چا د ياد لړم مې ګرځي، په سينې خدايه؟
نه مې د ورځې ارام شته، او نه د شپې خدايه!
ژوند مې هم خوښ دى، خودکشي کوم، او تنګ هم نه يم
غواړم تا وګورم يو ځلې له نيزدې خدايه!
په دعاګانو ورته ستړى، په سفر کې شمه
راځي په لار د وطن دومره هديرې خدايه!
زما د زړه درد ته همدغه اوبه، ډيرې ښې دي
چې مې وينځلي دي پرې مور ورباندې پښې خدايه!
چې د خپل حق غوښتنه هم چا نه کولى نه شم
لکه تڼاکې مې راشوي دي، په خولې خدايه!
د هريو جبر اِنتها راباندې وکړه خلکو
تا خو ليدلي دي، زمونږه حوصلې خدايه!
باقر د اوښکو په وياله باندې ايمان ووينځه
چې د احساس په لوګي يې سترګې شوې ترخې خدايه!
#باقر