⫷͟͞᪣پ͟͞ښ͟͞ـ͞ᬼ͞ـ͟͞ت͟͞وٖٖ͟͞?͟͞ش͟͞ع͟͞ـ͞ᬼ͞ـ͟͞ر͟͞و͟͞ن͟͞ـ͟͞ه࿆͟͟͟͟͞͞ ͟͞᪣͟͞


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


د پشتو ادب په زړه پورې شعرونه او ډېکلومو يوازينى چينل.
⫷͟͞᪣پ͟͞ښ͟͞ـ͞ᬼ͞ـ͟͞ت͟͞وٖٖ͟͞?͟͞ش͟͞ع͟͞ـ͞ᬼ͞ـ͟͞ر͟͞و͟͞ن͟͞ـ͟͞ه࿆͟͟͟͟͞͞ ͟͞᪣͟͞
رابطــــہ
@ZAHIDAF
@OMAR_AF
@PashtoShirona Channel
T.me/Pashtopoetry group
https://t.me/joinchat/AAAAAEsr0Ai1fk7te8FcMA

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


Forward from: شیخ سردار ولي حفظه اللّٰه
زیری زیری زیری د شیخ سردارولي مینوالو ته په یوټيوب ڪے ڪــانال پرانستل شوه هتما یے سبسڪـــرايــب او نشر ڪــڔئ.👌👇
https://www.youtube.com/channel/UCY8I_cvo9sZXsrnIH_qMLLw?app=desktop


غزل مولانا بسمل

سجده اوږده شوه د سلام پته ونه لګېده
وروستي رکات ته د قيام پته ونه لګېده

زموږ جهاد هم داسې وو لکه زموږ عاشقي
جانان مې نه وو، د انجام پته ونه لګېده

د انقلاب ناقبول لمونځ پر مخ را وتپل شو
جهاد فاسد شو، د امام پته ونه لګېده

غواړي نور خلک اوليا او اصحبان غوندې شي
خو ستا د کفر او اسلام پته ونه لګېده

اوس د غريب ملا په بانګ څوک روژه نه ماتوي
د بسمل ځـکه نن مـاښام پـته ونـه لـګېده
#بسمل


غزل

ستا په وعدو پسې زړه نه تړمه
زه په اوبو پسې زړه نه تړمه

چاچې په نیمه لار کې پرېخی ومه
اوس په هغو پسې زړه نه تړمه

ستا د وعدو غوندې ماتیږي رانه
خپلو توبو پسې زړه نه تړمه

پردۍ ابۍ راوړي نه خپلیږي
نور به پردو پسې زړه نه تړمه

اجله! ياره چې خفه نشې ته
زه لېونو پسې زړه نه تړمه

اجل احمدزی


مریض یم ملګرو دُعا کوې...؟؟

غزل
صورت حال، ښه نه یم
پوره یو کال، ښه نه یم

نور درته څه ووایــــم؟
په ذوالجلال، ښه نه یم

غېږ کې مې څنګه نیسې؟
فرض که مثال، ښه نه یم

ته د خان لور یې پېغلې!
تا سره سیال، ښه نه یم

د لیک وروستۍ جمله مې
ستا کلیوال، ښه نه یم

ساړه له حد وتی دی
راکوه شال، ښه نه یم

بېرته دنیا ته ځمه
دلته خوشال، ښه نه یم

زما تپوس له راشه!
لري وبال، ښه نه یم

بېرته راوګرځېږه!
سائل وصال، ښه نه یم
ــــــــ
سائل وصال




باچـا خبـره واوره!!!
ـــــــــــــــــــــــــ

زما د ډېر ځپلي قام باچا خبره واوره!
د خپل بې وسه وطن ، بيا تاته اختيار درکوو
واک د خپل کلي درکوو ، هم يې د ښار درکوو
حقدار دې بولوو، بيا په لاس کې اقتدار درکوو
د يو بدلون په صداقت ، لوى افتخار درکوو
درپسې ځوو روان يوو ، لقب د سالار درکوو
رسۍ د عدل او انصاف ، تاته د دار درکوو
د حوصلې دوا اوس هم ، لکه بيمار درکوو
د مينې حد دى ، درجه درته د پلار درکوو

زما د ډېر ځپلي قام باچا خبره واره!
په دې سپيڅلې ، مقدسه خاوره ، جنګ ولې دى؟
ددې حالاتو په قفس کې ، ولس تنګ ولې دى؟
ددې ښايسته وطن تقدير ، داسې بدرنګ ولې دى؟
د محبت نه د نفرت قد ، دومره دنګ ولې دى؟
د هر سړي سره د خوف سېورى ، ترڅنګ ولې دى؟
د قلمونو څوکو کړى ، دومره زنګ ولې دى؟
هريو وګړى ددې وران وطن ، ملنګ ولې دى؟
د هر چا لاس پخپلو وينو باندې ، رنګ ولې دى؟

زما د ډېر ځپلي قام باچا خبره واوره!
ستا په ځولۍ کې اچوو ، د اميدونو تخم
درنه ضايع نه شي ، زمونږ د ارمانونو تخم
په هر يو ذهن دى راخپور ، ستا د فکرونو تخم
کرو په ځمکه د احساس ، د الفتونو تخم
لاسو کې شيندو لا د امن د سوالونو تخم
هر څوک راوړي ، دلته د خپلو مزهبونو تخم
د زړه په للمه غواړو ، ستا د کردارونو تخم
لرې کول غواړي ، له دې ځاى د اورونو تخم

زما د ډېر ځپلي قام ، باچا خبره واوره!
دا په مرمېو سوري شوي ، دېوالونه ګورې؟
دا په بارودو سوزيدلي ، مکتبونه ګورې؟
زخمي سجدې ، او شهيد شوي جوماتونه ګورې؟
د بې ګناه خلکو په ښپو کې زنځيرونه ګورې؟
د چا له وېرې نه بند شوي ، مکانونه ګورې؟
په هديرو کې د ژوندو خلکو ، قبرونه ګورې؟
د خپل ولس په ډکو سترګو کې ، سوالونه ګورې؟
په دې سوالونو کې دننه ، ځوابونه ګورې؟

زما د ډېر ځپلي قام باچا خبره واوره !
په تورو وريځو کې د جنګ پټ دى ، اسمان د امن
په ځمکه جوړې کړي ، کونترې ماشومان د امن
ورباندې پښې کېږدي له پاسه ، دوښمنان د امن
قسم په خداى له تندې مرو ، نشته باران د امن
يوړو هر چا له ځان سره ، ګور ته ارمان د امن
په مرۍ ناست دي خود غرضه ، قاتلان د امن
کېږدي نومونه په بچو ، اوس افغانان د امن
ته ورته وکړه ، په غوږونو کې اذان د امن

زما د ډېر ځپلي قام ، باچا خبره واوره !
ددې نظام تکميل پکار دى ، بل نظام پکار دى
ددې تيارو خلاف ، باچا جدي اقدام پکار دى
ددې سپيڅلي خاورې قدر ، احترام پکار دى
د نفرتونـو ، د جنګـونو قتلِ عـام پکار دى
د جهالـت او انتشـار نه انتقـام پکـار دى
داسې رهبر چې وي صادق ، زمونږ د قام پکار دى
د ولس خوب نشته باچا ، د دوي ارام پکار دى
مبارزې ته خو دې ، اوس ايله دوام پکار دى

زما د ډېر ځپلي قام ، باچا خبره واوره!
ددې وران شوي وطن درد خپل کړه ، احسان به دې وي
که چرته لاړې ، د نجيـب غوندې ارمان به دې وي
#باقر


د جلال امرخیل صیب غزل


د تــقــديــر لــه فــيصــلې نــه وتــی نــه شم
لـــکــه مـــړ لــه هــديــرې نـــه وتــی نـه شم

سـتا د زلفو په تورتم کې مې ژوندون دی
زه لـــه دې بــنــديـخــانې نـــه وتـــی نـه شم

دا د کـــوم قــاتــل نظام دی په دې ښار کې
چـــې لــه خــپلې دروازې نــه وتــی نــه شـم

کـــه ښــکاره شــم زمـانه به مې په دار کړي
راز د عــشـق يــم لـه سـيـنـې نـه وتـی نه شم

هــر ابــهــام شـــم حـلولــی خــو ارمــان چــې
د وجـــود لــــه داېـــــرې نــه وتـــی نـــه شـــم

تـــوره شـپــه ده ، شــړک باران او زه زنګېږم
ســـاقــي نــن دې ميــکدې نــه وتــی نــه شـم

بـــدل شــوی نـــه يــم اوس هـــم امــرخـېل يم
اوس هـــم ســتــا لــه ارادې نــه وتــی نــه شم
#امرخېل


غزل

پاتې شوى ترينه خړ غوندې څادر و
څوك اوده په کناره د سمندر و

تر منزله يې مزل د خوف نه ډک و
زندګي په يوې داسې لار سفر و

ما به هلته هم نارې د امن وکړې
چې به چرته په قدم قدم خطر و

ټول د پيغلو په مستۍ پسې خفه وو
که چينار و، که چينه وه، که ګودر و

ما پرون يوه خبر ځان سره وکړه
او چې نن مې کاته ټول کلى خبر و

د ښارونو خلک غرونو کې دمه وو
ښاريه کې به د غره سړى اوتر و

چې هر څومره يې ما زړه ساتلو خدايه
خو اجل رانه همدومره مرور و

اجل احمدزى


ډېره موده وشوه چې جانان رانه هېر شوى ده
ډېره موده کېږي چې خپل ځان رانه هېر شو ده

ډېره موده وشوه چې تنها، تنها، تنها يمه
ډېره موده کېږي چې جهان رانه هېر شوى ده

ډېره موده وشوه چې وعدو باندې پښېمانه يم
ډېره موده کېږي چې ايمان رانه هېر شوى ده

ډېره موده وشوه چې تڼۍ مې روغې شوې دي
ډېره موده کېږي چې ګرېوان رانه هېر شوى ده

ډېره موده وشوه چې زاهد ته هم يادېږي نه
ډېره موده کېږي يو انسان رانه هېر شوى ده
#زاهد

وروسته له ډېر ځنډ خداى پاک د وکړي چې ټول ملګري خوشال واوسئ.


غزل
ـــــــ

لا پکي غم پروت دى قيسمت کى مي لا وير پروت دى
زما پــه ســترګو کي د وران وطن تصــوير پروت دى

د خداى لپــاره بيا نامه د جنــګ په خوله وانخلــي
په موږ کي اوس هم د تير شوي جنک تاثير پروت دى

زه په ودان کور کي لا اوس هم په دي غره کي اوسم
شپه په بيــديا کومه کور ته مي زنځــير پروت دى

دلته لا اوس هم ختمي نه دي د جنګونو کيسي
دلته لا اوس هم د جنــګونو هغــه پير پروت دى

خلک مو ووژني او موږ ورته هيڅ هم نه وايو
زموږ په ذات کي په خوبو ويده ضمير پروت

درويشه اوس دي هم د ستــرګو په نظر کي ســاتم
درويشه اوس مي حافظه کي ستا تصوير پروت دى

ـــــــــــــ
درويش


Forward from: صداى اصلاح _ اصلاح غږ
زموږ يوټيوب چينل ته حتماً جواين شئ.

@KhaialMazal 👌👇👍
https://www.youtube.com/channel/UC9olp6APCEb6kiafbOyPTIQ


غزل

خپل ځان ته ګوته نه نيسي؛ آئينې ته ګوته نيسي
دا خلک ولې؟ هر وخت زمانې ته ګوته نيسي

تر منځه مو د زړونو بغــاوت دى له رِواجه
څوک ماته ګوته نيسي؛ څوک هغې ته ګوته نيسي

د عِشق د مذهب لاره يې د زړه مهراب ته تللې؛
په خداى داسې مئين دى چې سجدې ته ګوته نيسي

حواسو وارخطا کړو يو ماشوم له قېد و بنده
اوس چغې وهي درده! دروازې ته ګوته نيسي

چې زه ترېنه د ژوند د انجام کله تپوس وکړم،،
وخت شاته،شاته ګوري هديرې ته ګوته نيسي

تســـل خــټـکه! زه د رسېـــدو نه وم منزل ته
او عقل مې ناکامې تجروبې ته ګوته نيسي

تسل #خټک
@pashtoshirona


Forward from: حافظ حنفی
حافظ حنفی:
حافظ حنفي

عشقه اخلم زه له درده دي خونداخلم
باور وکړه چي په دې نوی ژوند اخلم

یـم بورا زخمي سینه ګرځم پـه مینه
له ازغـیـو زخمي زړه لـه پیوند اخلم

دادعِـشَق سبقان پوهیږم سخت دي
تـل دمـیـني کـتـابـوکـي بلند اخلم

پـرهرو سـره اوس ښـه یم بلد شوی
ستاله څړیکونه پـرهره تـل پند اخلم

عشقه درد دي مزه ناکه دی مزه کړي
لکه تانه چي په تول عشقه قـند اخلم

.حـنفي. چي لــتا ځان نه درېـغَـوَمه
بس لـتانه بـه همداسي سوګند اخلم
@hanafi1212


Forward from: ټکنالوژي زده کړه
مسنجر کارونکو ته زيرى اوس مسنجر ملګرو يا ګروپونو ته pdf کتابونه ولېږئ 👇
https://www.youtube.com/watch?v=IBpsbhnfIOA
په لينک کلېک کړئ او طريقه وګورئ. 👆


خره به کامياب شي، که غوايان به پارلمان ته لاړ شي؟
په ځناورو کې مشران به پارلمان ته لاړ شي!
ديموکراسي ده د سياف ټيز پورې څوک نه خاندي!
د ګلببو انډيوالان به پارلمان ته لاړ شي!
په ولسي جرګه کې ښه - ښه وکيلان هم شته دی
دا بشر دوسته رمضان به پارلمان ته لاړ شي!
څو ساتل شوې جنکۍ به تماشې جوړې کړي!
څو ساتل شوي هلکان به پارلمان ته لاړ شي!
زما د کلي ملک رايي هم په زور واخېستې!
جانانه ستا د کلي خان به پارلمان ته لاړ شي!
د کابل ښار کې به پوليسو سره لاس واچوي!
د لنډه غر باډيګارډان به پارلمان ته لاړ شي!
په بوتلونو به يو بل وولي؛ شور به جوړ کړي!
احساساتي غوندې ځوانان به پارلمان ته لاړ شي
د انجوګانو والا هاغومره پيسې نه لري!
د شرکتونو خاوندان به پارلمان ته لاړ شي!
په پلوونو، چلوونو به څټونه وکړي!
پيپسي به وڅښي ملايان به پارلمان ته لاړ شي!
قانون به پاس کړي د باور رايه به هم واخلي!
دوه تابيعته وزيران به پارلمان ته لاړ شي!
فيلمرغان هم په پارلمان کې يو استازی غواړي!
واړه چورګړي او چرګان به پارلمان ته لاړ شي
چې تا ته مينه درکوي د چلم غم دې کوي!
ځوابه دغسې ياران به پارلمان ته لاړ شي!
#ځواب


غزل
شبګير خوړلم غم خوړلم خاموشۍ خوړلم
زه دومره خوږ اومه چې خپلې زندګۍ خوړلم

جينۍ قربان دې له پاړجنو شونډو هيڅ مه وايه
ته که رواج خوړلې زه مې بېوسۍ خوړلم

له ستــونې لږ هم زورورې بــلا تېر نکــړمه
خو چې خوړلمه يارانو په دوستۍ خوړلم

نه ارمانونو پرما بــلکــل رحم نه دى کړى
هم به حالاتو لوټ کولمه هم دوۍ خوړلم

خــرابېدمه زېړېدمه بــهســودواله ځــکــه
غم د سـبا خــوړلم غــم د غــريبۍ خوړ لم
بهسودوال


.


Forward from: د خطاطي زده کړه
@khatoqalam 👈
https://www.youtube.com/watch?v=09JEKCs1vmc
پښتو خطاطي اول درس Pashto khatati
د پښتو خطاطي اول درس ملتيا مو وکړئ نور درسونه هم په وار سره درته خپریږي. چينل سبسکرايب کړئ.


د غزني محلي چارواکي: د وسله والو طالبانو له یوه پټنځي څه تر لاسه شوې؟ 👇👇
https://t.me/joinchat/AAAAAEXmKHPuySPu9W2XWg


غزل

د چا د ياد لړم مې ګرځي، په سينې خدايه؟
نه مې د ورځې ارام شته، او نه د شپې خدايه!

ژوند مې هم خوښ دى، خودکشي کوم، او تنګ هم نه يم
غواړم تا وګورم يو ځلې له نيزدې خدايه!

په دعاګانو ورته ستړى، په سفر کې شمه
راځي په لار د وطن دومره هديرې خدايه!

زما د زړه درد ته همدغه اوبه، ډيرې ښې دي
چې مې وينځلي دي پرې مور ورباندې پښې خدايه!

چې د خپل حق غوښتنه هم چا نه کولى نه شم
لکه تڼاکې مې راشوي دي، په خولې خدايه!

د هريو جبر اِنتها راباندې وکړه خلکو
تا خو ليدلي دي، زمونږه حوصلې خدايه!

باقر د اوښکو په وياله باندې ايمان ووينځه
چې د احساس په لوګي يې سترګې شوې ترخې خدايه!
#باقر

20 last posts shown.

584

subscribers
Channel statistics