#د_زندان_خاطره
(د ملي امنیت خطرناکه لومه/دام)
کله به چې د بندي د تحقیقاتو مرحلې پای ته ورسیده او بندي پلچرخی ته د لیږلو لپاره تیارېده، نو د ملی امنیت کسان به د ملا په جامه کې راتلل
هغوی به تاسره په عادي ډول په یوه ځانګړی اطاق کې ناسته ترسره کول، دوی واقعا هم ملایان او اکثرو یې د معاصرو او پرمختللو مدرسي فارغین ول
دوی به درسره په فرش کړې خونه/اطاق کې کښیناستل او په لومړی سر کې به یې درسره خواخوږی شریکوله او ویل به یې چې تاسو ددې هیواد سرمایه یاستئ او دا چې نن له تاسو نه کومه خطا یا ګناه ترسره شوې ، دا رنګې خطاوې له اٰدم علیه السلام او نورو انبیاؤ نه هم ترسره شوې، نو ته مه خفه کیږه، موږ ستا په درد پوی یو او پوره پوره همکاري درسره کو.
بیا به یې په خپل ملګری غږ وکړ، چې ورکړه قاري/ملا صیب ته یو څو روپۍ د خرچې لپاره، بل کس به جیب ته لاس کړ او ۳۰۰/۵۰۰ افغانۍ به یې درکړه
دوی به له تاسره لومړی ځل د ملګرتیا په دود لیدل او کتل کول، خو په دویم ځل به یې وړاندېزونه پیشنهادات درته کاوه، چې راځه له موږ سره همکاري وکړه.
زه یې چې کله وغوښتلم او خوږې خبرې یې راته شروع کړې، زه پوه شوم چې دوی همغه درباریان دي چې مخکې زه ورسره اشنا وم
دوی ډېرې خوږې خبرې راسره وکړې، ما هم ددوی په خبرو د تائید سر ښوراوه
خو یو څو ورځې بعد د دویم ځل لپاره چې څنګه راغلل، له ستړی مشي او خوږې خبرو نه وروسته یې له مانه هم د همکاري غوښتنه وکړه
ما ورته وویل: څه ډول همکاري له تاسو سره کولی شم؟
ویل یې آفرییین ـ ته به داسې وکړې چې موږ ته ځیني بندیان اقرار نه کوي، ته به د یو امارتی او مجـ۱هد په نوم له هغوی سره په کوټه قلفۍ یا پلچرخي کې اړیکې ټینګې کړې او معلومات به ترېنه واخلې چې څومره جرمونه، قتلونه او ... یې ترسره کړې، له کومو ډلو ټپلو سره اړیکه لري او څنګه سړی دی 😳
ما ویل دا خو ډېره اٰسانه خبره ده، اما د یو بندي لپاره نه، ځکه زه خپله اوس ستاسو په ګمان تاسو ته مجرم یم، نو زه څنګه د بل مجرم(!) جرم تاسو ته معلوم کړم؟
ویل یې: نه کنه! ته خو مجرم نه یې، موږ له تاسره همکاري کوو او د ژر خلاصون لپاره دې هلې ځلې کوو، ما ویل چې داسې ده اول ما اٰزاد کړئ، کله چې زه د کامل حریت او اٰزادۍ احساس وکړم بیا به همکاري سره کوو
ویل یې: سمه ده، موږ له قاضیانو او څارنوالانو سره په پټه غوږ جنګوو او تا خلاصوو
بس دغه ډله پسې لاړل او ددویم ځل لپاره به یې له تاسره ملاقات نه ترسره کیدل
یو څه وخت بعد به بیا بله ډله راغلل، هغوی به هم ورته غوښتنې لرلې، خو بڼه به یې لږه متغیره وه، حتی د تلفون د ګرځولو ژمنه به یې هم درسره وکړه، چې موږ تاته ټلفون او د خبرو د ثبتؤلو آله هم درکوو.
له بده مرغه چې ځیني نادانه وګړي حتی ښه ښه مجـ۱هـ.دیــ.ن به هم ددوی په خبرو وغولیدل او په زندان کې به یې جاسوسي کوله.
(په تښتیدلو ټامیانو کې د رحمت الله اندړ په نوم کس به تاسو پېژنئ؟
د ځینو ملګرو د معلوماتو پر اساس اندړ هم په اولو وختونو کې د مجـ۱هدینو کلک ملاتړ، رابط او همکار پاتي شوی، خو چې کله بندي شو بس ددغو ظالمانو د شومو اهدافو ښکار شو او دغسې چاپلوس، جاسوس او ټامي ترینه جوړ شو)
خو ددوی(د امنیت درباری آخوندانو) تر ټولو خطرناکه لوبه دا وه چې که تا همکاري کوله او کنه، دوی به په داسې ورځ ستا نوم په لاډسپیکر کې واخیسته چې نه د پایوازانو ورځ به و او نه هم د مدافع وکیلانو، نو چې کله به په لاډسپیکر کې باشي غږ وکړ چې فلانکی ولد فلانکی دې راشي، نو ټولو بندیانو به دا شک کولو چې د فلانکی کس نوم یې نن څنګه او ولې واخیسته او چېرته لاړ؟
درحالیکه چې نن نه د پایوازانو ورځ ده او نه هم د مدافع وکیلانو د ملاقات ورځ
هغه که ددوی همکار و او کنه خو بندیانو به په همغه کس بدګمانه کیدل او د بندیانو په منځ کې به یې په دغه ډؤل د نفرت، بدبینۍ او بدګمانۍ تخمونه شیندل.
نور بیا
لیکوال: قاری توریالی تائب
نشررکونکۍ شاهین امارتي
👆🏻👆🏻👆🏻👆🏻👆🏻