#غزل
ستــا دبیلتانه درد مې په زړه کي لا ژوندی دی
زه یې کــــــــړمه زوړ او دا هم هغسي زلمی دی
مه کوه پوښتنه مې دمات زړګي قـربان دې شم
ویني تریــنه څاڅي ګله ټول سوری سوری دی
ای!زه چې نن خوشحال یم اوجاموکي نه ځیږمه
ډیره مـــــوده پس څنګ ته راغلی مي لالی دی
همدغـــي ازادي راوړه نافذ یې شریعت کړلو
ځکـــــــه یې وهلی نن له خیاله کوږ پټکی دی
سترګي دې بدماشي دې کتلی ورته نــه شمه
وړی یې په یو نــــظر له ما څخه زړګی دی
کلی تریـنه تنګ دی مجاهد په زنځیر وتـړی
قید ېی کــړی ټول عمر دا سرکشه لیونی دی
✍🏻☜لیک》#ذبیح الله مجاهد☞