په بغلان کې په دیني مدرسه بمبار وشو چې له امله يې تر لسو پورې د قرآن کریم حافظان شهیدان شول
د مسلسلو جنګي جنایتو او بشري ضد کړنو په دوام، د مزدور دښمن جنګي الوتکو تیره شپه د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ بیکزادو سیمه کې د قاري خدایداد صاحب په دیني مدرسه بمبار وکړ چې له امله يې تر ۱۰ تنو پورې د قران کریم حافظان شهیدان شول او مدرسې ته هم سخت زیان اوښتی دی.
یاد بمبار په داسې حال کې شوی چې په سیمه کې هيڅ ډول نظامي کسان او تحرکات موجود نه ول.
اسلامي امارت د دښمن دغه وحشت په کلکو ټکو غندي، او د هغوی د کمزورۍ، لار ورکۍ او وارخطايۍ دلیل يې بولي.
دغه جنایت څرګندوي چې د اشغال په نتیجه کې په افغان ولس تپل شوی رژيم د کمونیستي اسلافو په څیر له دیني مراکزو، علماء کرامو او د قرآن له حافظانو سره خاص حساسیت لري او په مختلفو بهانو يې د له منځه وړلو په لټه کې دي.
دا جنایت په داسې مهال ترسره کیږي چې تيره ورځ همدې دښمن د فاریاب ولایت چهلګزي ولسوالۍ په هزارقلعه سیمه کې هم په یوه مسجد بمبار وکړ چې ځاني زیان يې نه لاره، خو مسجد يې ویجاړ کړ.
نړیوال او افغانان شاهدان دي چې د دښمن لخوا په روزمره ډول د ملکي خلکو کورونه، تأسیسات، ديني مراکز، مساجد او اماکن په قصدي ډول له منځه وړل کیږي او عامو خلکوته د سر او مال درانه زیانونه اوړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۷/۱/۱۴۴۲هـ ق
۵/۶/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/8/26م