غزل
شاعر عبدالجلیل عمر
یوځل خو په ښه اندازجنابه راته وخانده
کلکه غیږه راکـړه ځـار ګـلابه راته وخانده
ښکلي ستا خندا کې ډیر سکون پروت دی
مسته مسکاوکړه هله شابه راته وخانده
حسن باندې دومره غرورمه کړه کبرجنه ښکلۍ
زړه موکړه خوشحاله بي کتابه راته وخانده
ړنګ شو دګودر چنار خزان ټول ریژه ولی دی
انجوني خفه شوي سپین افتابه راته وخانده
نن په تصور کې ستا خیالونو زنګه ولی یم
مخ دې مخامخ کړه بې نقابه راته وخانده
راشه دعمر عبدالجلیل غیږه کې سر کیده
ښکلي ښه په کړس خانه خرابه راته وخانده
شاعر عبدالجلیل عمر
یوځل خو په ښه اندازجنابه راته وخانده
کلکه غیږه راکـړه ځـار ګـلابه راته وخانده
ښکلي ستا خندا کې ډیر سکون پروت دی
مسته مسکاوکړه هله شابه راته وخانده
حسن باندې دومره غرورمه کړه کبرجنه ښکلۍ
زړه موکړه خوشحاله بي کتابه راته وخانده
ړنګ شو دګودر چنار خزان ټول ریژه ولی دی
انجوني خفه شوي سپین افتابه راته وخانده
نن په تصور کې ستا خیالونو زنګه ولی یم
مخ دې مخامخ کړه بې نقابه راته وخانده
راشه دعمر عبدالجلیل غیږه کې سر کیده
ښکلي ښه په کړس خانه خرابه راته وخانده