نعت شريف/ عبدالقدوس منقاد :
جـــانانه چې ستـا خـوا کـې اوښتـم را اوښتـم
لـه ډېرې خوشــــالۍ نه په جامـــو نه ځايــدم
بې درېغه محبت و او د عشق د اظهــار ځای و
نـو ځـکـه د پتنـګ غـونـدې لمبــــو کـې ګډېدم
له ستـرګو به مې اوښکې تلې عجيبه کيفيت و
خـو پـټ بـه پـه زړګـــي کـې خندېدم خندېدم
بې نوره شوه سپوږمۍ چې راغی ستا د مخ سهار
بلبل به خود ستايلې چې ګلان شول درته خـم
ها خوند د وصال څومره زورور و اوس هم پاتې
دې فکـر کې يم اوس چې به دې بيا کله وينـم
دا خوب و او که خيال و او که ښکلی حقيقت و
جــــانانه مــــا ليدلــې او جــــانانه تـا ليــــدم
جمال داسې جمال و چې جمال ورته حيران و
منـقـاده په ديــدن به يـې بلکـــل نه مړېــــدم
پای.