خوږه ياره/ عبدالقدوس منقاد :
د پاکــې مينــې پاکـه غونــدې يـاره خـوږه يـاره
وه ګــــرانه وه زړګيـــه وه دلــــداره خـوږه يـاره
چې ته راشې غمونه او دردونه مې ټول ورک شي
چې ته نه يـې نـو ډېر يـم نـاقـــراره خـوږه يـاره
زمـا په سر دې بار شـي په تا غـم مې نه لـوريږي
تل خوښ اوسې قربان دې شم درځاره خـوږه يـاره
چې دواړه به يوځای تلو او يو بل ته به موسکي وو
اوس ژاړمــه چـې ځـم په هغۀ لاره خـوږه يـاره
که ته مړ شې زۀ هم به زاره ترک درپسې مړ شم
که زۀ مړ شوم راځـې به تر مـــزاره خـوږه يـاره؟
اوس هـره شپـه له غمـه لکـه شـمــه ويـلې کېږم
مـړې اوښکـې تويومـه تـر سـهــــاره خـوږه يـاره
منـقـاده وايم ته يې ، ته مې ژر سترګـو ته راشې
چې څوک هم راته غږ وکړي کراره ، خـوږه يـاره
پای.