هلمند: موټر بم بريد کې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښت
له هلمند ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې ګرشک ولسوالۍ کې موټر بم بريد دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
د هلمند ولایت یوې امنیتي سرچینې د نوم ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه ناوخته د ګرشک ولسوالۍ په یخ چال سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې موټربم برید شوی چې په پایله کې یې لس سرتیري وژل شوي.
د سرچینې په خبره تر برید وروسته سیمې ته طالبان راغلي او دوه تنه عسکر يې ژوندي له ځانه سره وړي.
خو د یاد ولایت د والي ویاند (عمر ځواک) بیا رسنیو سره په خبرو کې د پېښې د تاييد ترڅنګ ويلي چې په برید کې څلور عسکر وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د کابل ادارې د عسکرو له لوري د هيواد په بېلابېلو برخو کې د خپل واک د پراختيا هڅی کوي، چې طالبانو یې هم پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی.
https://kabull.com/?p=100129