ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.

موضوع:((دژبے دنه حفاظت ضررونه ))

لکه څنګه په مخکښے فصل کښے دا خبره ذکر شوه چه دژبے په حفاظت ډیرے زیاتے فائدے دی،نو دغه شان دژبے په نه حفاظت کولو کښے ډیر زیات ضررونه دی، چه دهغے دجملے نه به یو څو ضررونه ذکر کڔو
(۱)- د ډیرو فائدو نه محرومیدل:
مخکښے فصل کښے ذکر شو چه دژبے په حفاظت کولو کښے ډیرے فائدے دی نو دغه فائدے هغه انسان ته حاصلیږی چه دخپلے ژبے حفاظت کوی چه کله یو انسان دژبے حفاظت نه کوی ددغه بهترینو فائدو نه به محروم کیږی،او یقیناً ددغه زیاتو فائدو نه محرومیدل یو لوئے ضرر دے.
(۲)-کفر اکبر:
د ژبے دنه حفاظت کولو په وجه انسان په کفر کښے داخلیږی ځکه ډیر کرته یو انسان یوه خبره دژبے نه راوباسی چه دغه کلمه دایمان لپاره ډیره زیاته خطرناکه وی،تردے پورے چه ایمان وربادے زائل شی او انسان کافر پاتے شی.
او بعضے کلماتو ته قرآن دکفر کلمات وائی ،لکه حدیث دزین بن ارقم رضی الله عنه کښے راځی هغه دیومنافق نه واوریده په داسے حال کښے چه رسول الله (ﷺ) خطبه ویله،که چرے دغه خبرے حقے وے نو مونږه خو بیا دخرو نه هم بدترین یو،زید بن ارقم رضی الله عنه ورته وویل:قسم په الله! دغه خبری حقے دی او ته دخر نه هم بدترین ئے،بیا ئے داخبره نبی (ﷺ) ته وکڔه، نومنافق منکر شو،او رسول الله (ﷺ) ته ئے قسم وکڔو چه ما دا خبره نه ده ویلے، الله عزوجل دا آیت نازل کڔو چه
(يَحْلِفُونَ بِاللهِ مَا قَالُوا وَلَقَدْ قَالُوا كَلِـمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُوا بَعْدَ إِسْلَامِهِمْ )
دوئ په الله باندے قسمونه کوی چه دوئ دا کلمه نه ده ویلے،الله عزوجل فرمائی:په تحقیق سره دوئ دکفر کلمه ویلے ده)
من سورةالتوبة- آية(۷۴)[رواه بخاری واحمد]
په دے آیت او حدیث کښے دا خبره ثابته شوه چه بعضے کلمات داسے وی چه هغے ته قرآن او سنت کښے دکفر کلمات ویل کیږی،او دهغے په وجه انسان کافر کیږی.
(۳)-کفر دون کفر:
کله کله دیوے کلمے په وجه انسان دومره زیات نقصان ته ورسیږی چه شریعت کښے په هغه باندے دکفر اطلاق کیږی،البته د دغه کفر معنی به دا نه وی چه دا بیخی داسلام نه خارج دے، بلکه کله کله ډیرے لوئے ګناه ته هم کفر ویل کیږی چه علماء کرام دهغے نه (کفر دون کفر)باندے تعبیر کوی.
(دابوهریرة رضی الله عنه روایت دے هغه فرمائی:چه رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی:په خلکو کښے دوه کارونه دی چه دغه کارونه هغوی باندے کفر دے،یو دچا په نسب کښے طعن بیانول.دویم په مڔی باندے ویر کول).
[رواه مسلم:۶۷]
په دے روایت کښے دژبے دوه ګناهونه دی یو دبل په نسب کښے طعن بیانول او بل ویر کول او شریعت کښے دیته کفر وویل شو، چه دامت علماؤ په وڔاندے دیته(( کفر دون کفر )) ویل کیږی.
نو کوم انسان چه خپله ژبه ددے دواڔو نه محفوظه نه کڔی په ((کفر دون کفر)) کښے واقع کیږی.

دژبے عبادتونه او ګناهونه

لومری برخه (۱)