ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.

موضوع:(دژبے عبادتونه (۱) موضوع)

(( د درود ویلو فائدے ))

دا خبره دیره واضحه ده چه الله رب العالمین او دهغه رسول (ﷺ) چه په یو کار باندے حکم کوی هغه دبے شماره فائدو نه خالی نه وی،ځکه دالله جل جلاله صفاتو کښے یو صفت حکیم دے.حکیم هغه ذات ته ویل کیږی چه هغه هر یو کار دحکمتونو دوجے نه کوی، لیکن دلته به د درود ویلو یو څو فائدے ذکر کڔو:
(۱)-د الله جل جلاله او دهغه د رسول (ﷺ) حکم عملی کول:
په مخکښے بحث کښے دا خبره ذکر شوه چه په درود باندے الله او د هغه رسول (ﷺ) حکم کڔے دے، او د الله جل جلاله او د هغه د رسول حکم منل او عملی کول دهر خیر لپاره چابی ده، او دهر شر نه محفوظه قلعه ده، دهر نقصان، فتنے،شرم، عذاب او غضب نه نجات دے.
(۲)-لس ځله دالله جل جلاله رحمت حاصلول:
د درود دفائدو نه یوه فائده داده چه په رسول (ﷺ) باندے د درود ویلو په وجه باندے الله رب العالمین په هغه باندے لس ځله صلاة او رحمت رالیږی،او په مخکښے ذکر شو چه دالله دصلاة نه مراد دادے چه الله رب العالمین دملائکو په وڔاندے د دغه سڔی صفت وکڔی، نو الله رب العالمین هغه ذات دے چه د هغه مدحه ښکلا او ښائست دے، او دهغه له طرفه دیو بنده مذمت او بدی بیانیدل دهغے بنده لوئے نقصان او قباحت دے،دا که یو کرت هم وی نو څه دے خیال دے چه هغه په تا باندے دملائکو په وڔاندے لس کرته ثناء ووائی؟
(دابوهریره رضی الله عنه نه روایت دے چه رسول الله (ﷺ) وفرمایل:چاچه په ما باندے یو ځل درود وویل،الله به په ده باندے لس رحمتونه راولیږی).[رواه مسلم:۴۰۸]
(۳)-او یا کرته دالله او د ملائکو درود حاصلول:
{دعبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه نه روایت دے هغه فرمائی:چاچه په نبی (ﷺ) یو کرت درود وویلو،الله او دهغه ملائک به په ده باندے اویا کرته درود ووائی). [رواه احمد ]

دژبے عبادتونه او ګناهونه

په نبی علیه السلام درود ویل (۲)برخه