ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

مختصر: هغه وختونه او ځایونه چه په هغے کښي په نبی علیه الصلاة والسلاک درود لوستل کیږی:

په رسول (ﷺ) باندی درود لوستل په هر وخت کښی یو بهترین عبادت دی لیکن شریعت د بعضی وختونو او مقامونو تخصیص کڔی دی چه په هغی کښی په نبی (ﷺ) درود لوستل دیر زیات ضروری دی چه هغه به په اجمالی طور باندی ذکر کڔو.

(۱)-دتشهد نه روسته:
په دی خبره دټولو علماؤ اتفاق دی چه دتشهد دکلماتو نه روسته درود لوستل مشروع دی، لیکن په حکم کښی اختلاف دی:
(۱)-بعضی علماء دا خبره ذکر کوی چه درود پدغی موقع کی لوستل سنت دی او واجب نه دی دا دجمهورو فقهاؤ قول دی.
(۲)- امام شافعی رحمه الله دتشهد دکلماتو نه روسته درود ویل واجب ګنی.
(۲)-په جنازه کی د دویم تکبیر نه روسته:
پدی مسئله کی هم دفقهاء کرامو اتفاق دی چه په جنازه کی به د دویم تکبیر نه روسته درود مشروع دی،لیکن په حکم کی ئی اختلاف دی:
(۱)-امام شافعی رحمه الله فرمائی چه په جنازه کی درود ویل واجب دی که ئی ونه ویل نو جنازه نه صحیح کیږی.
او مشهور روایت دامام احمد بن حنبل نه همدا دی او همدا قول امام بیهقی دعبادة بن اصامت او نورو صحابه کرامو نه نقل کری دی.(السنن الکبری)
(۲)-امام مالک او امام ابو حنیفة رحمه الله هم رائی داده چا دا مستحب دی او واجب نه دی.
(۲)-په خطبو کښی:
بل دهغی حالاتو نه چه په هغی کی درود ویل پکار دی هغه په خطبو کی دی لکه د جمعی خطبه،داخترونو خطبه،داستسقاء خطبه ،ددی په په مشرویت کی هم اختلاف دی.
(۱)-امام شافعی رحمه الله فرمائی: درود ویل دخطبی لپاره شرط دی که درود ونه ویل شی خطبه نه صحیح کیږی[کتاب الام]
او همدا قول دامام احمد بن حنبل رحمه الله دی.
(المغنی:۱۷۳،۳)
(۲)-امام ابو حنیفة امام مالک رحمهما الله وائی:چه درود نه په غیر خطبه صحیح کیږی.
په خطبه کی درود ویل دصحابه کرامو نه منقول دی.
(۳)-په دعا کښی:
په دعا کی د درود ویلو دری حالت دی:
(۱)چه یو سری دحمد نه روسته او دعا نه مخکی درود وایی:
(۲)-چه په اول او منځ او آخر کښی ئی ووائی.
(۳)-چه په اول منځ او آخر کښی ووائی او حاجت په مینځ کی ذکر کڔی.
علی بن ابی طالب رضی الله عنه روایت دی هغه فرمایی:چه هره دعا دقبولیت نه په پرده کی ده تر څو چه په نبی (ﷺ) درود وویل شی.
(۴)-مسجد ته د داخلیدلو په وخت کی:
دابو حمید او یا دابو اسید رضی الله عنهما روایت دی هغه فرمائی:چه رسول الله (ﷺ) فرمایلی دی کله چه په تاسو یو تن مسجد ته داخلیږی نو په نبی (ﷺ) باندی دی درود ووائی،او اللهم افتح لی ابواب رحمتک دی ووائی، او چه کله راوځی نو په نبی (ﷺ) دی سلام وکری،او اللهم إنی أسألک من فضلک دی ووائی.[اخرجه مسلم واحمد]
(۵)-په صفا او مروع باندی:
عبدالله بن عمر رضی الله عنه په صفا باندی دری کرته تکبیر وویلو بیا به یی:لااله الا الله وحده لا شریک له له الملک واله الحمد وهو علی کل شی قدیر وویل:او بیا به یی په نبی (ﷺ) درود وویلو او بیا به ئی دعاء وکره، او بیا به ئی اوږد قیام وکرو، او اوږده دعاء به یی وکره،او بیا به یی په مروه کی هم داسی کول.[وقال السخاوی]

:اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَعَلَی آلِ مُحَمَّدٍ.

نور بیا إِنْ شَاءَاللهُ دژبے عبادتونه او ګناهونه