دامـــــن پسرلی
سنځلې دې وه پاشي مـسته هوا
کوترې دې الوزي اوس ښۀ په شور
داستا په راتلو نشته پیل دجګړې
سپرلیه ښکلا خودې لا واخله زور
له څانګو دې نۀ وځي ګرمې مرمۍ
چناره له سیوري دې خوند اخلو نور
اوس امن تامین دی په لر او په بر
اوس ګرځو ددوه وو پر زای درې ځلور
چـــې ورکه شي بده څهره دخزان
وطن کړه په ښکلو غاټولو سمسور
چې ګرد دبارودو ترې پاک شي رازه
دمینې شین شال یی پۀ دښتو کړه خور
په غیږه کې ژوند وه ددې بدامنۍ
چې مونږ یی دلاس ناکرار وو هرلور
شهیدشو زخمي شو بندې شو طالب
بس داسې کیسې وې اشنا کورپه کور
ترڅنګ دپردو به روان وه داخپل
چې نۀ وه پۀ شرم او نۀ په پیغور
دعفوې لامل ته دې تل کړي دوعا
کنه زه خو تیر وم له دغسې ورور
ای ګوره چې زه نن ګرځیږم ژوندی
داځمکه خو وه سره تبۍ لکه اور
قسمت یم پرې ایښی احمد په دنیا
دعاء به مې خود وه قبوله دمور
احمد غازي
۱۴۰۰/۱۲/۱۹
سنځلې دې وه پاشي مـسته هوا
کوترې دې الوزي اوس ښۀ په شور
داستا په راتلو نشته پیل دجګړې
سپرلیه ښکلا خودې لا واخله زور
له څانګو دې نۀ وځي ګرمې مرمۍ
چناره له سیوري دې خوند اخلو نور
اوس امن تامین دی په لر او په بر
اوس ګرځو ددوه وو پر زای درې ځلور
چـــې ورکه شي بده څهره دخزان
وطن کړه په ښکلو غاټولو سمسور
چې ګرد دبارودو ترې پاک شي رازه
دمینې شین شال یی پۀ دښتو کړه خور
په غیږه کې ژوند وه ددې بدامنۍ
چې مونږ یی دلاس ناکرار وو هرلور
شهیدشو زخمي شو بندې شو طالب
بس داسې کیسې وې اشنا کورپه کور
ترڅنګ دپردو به روان وه داخپل
چې نۀ وه پۀ شرم او نۀ په پیغور
دعفوې لامل ته دې تل کړي دوعا
کنه زه خو تیر وم له دغسې ورور
ای ګوره چې زه نن ګرځیږم ژوندی
داځمکه خو وه سره تبۍ لکه اور
قسمت یم پرې ایښی احمد په دنیا
دعاء به مې خود وه قبوله دمور
احمد غازي
۱۴۰۰/۱۲/۱۹