زه به د هغه ط-الب حالت څنګه تصویر کړای شم، چې کور یې کومې پوستې ته نږدې و او ډېر وخت کور ته نه دی تللی، بل وخت له خپل کور لري په جـ-هادي سیمه کې له نورو مـ-جاهدینو سره د سهار چای لپاره یوه کور ته ورځي، له چای خوړلو وروسته چې نور مـ-جاهدین وځي، کوربه ورته وایي، چې ته کېنه مه وځه. دی په میلمه ځای کې یوازې پاته کیږي. شېبه وروسته د کور له خوا یوه ښځه میلمه ځای ته راننوځي. مـ-جاهد وارخطا کیږي چې دا څه کیسه شوه. خو چې ښځه مخ لوڅوي، ګوري چې سکنۍ خور یې ده چې په همدې کور کې واده شوې، خو دی پرې خبر لا نه دی. ورور او خور د ژړا او سلګیو په بدرګه یوه بل ته ور له غاړې وځي.
قاري عبدالستار (سعيد) صاحب
قاري عبدالستار (سعيد) صاحب