شاعر … حمزه بابا
جونګړه
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې
راځه چې د وصال جوړه دنیا کړُو په دنیا کې
د ګل په خاموشۍ او د بلبلو په نوا کې
پیدا چې د خندا نُور افشاني کړُو په ژړا کې
تر هغه ګورو یو بل ته چې ورک شو په یو بل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې
ډیوه د مشغولا شي زموږ بله چې نماښام شي
نماښام د لیلا لاس کې د شفق د مَیَو جام شي
بدځان یې شي له پامه چې د ستورو په موږ پام شي
د مَیَنو پټ پټاڼې وي د سترګو په ځمبل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې
منت د پاره پېغلې پلوشې که د نمر راشي
جولۍ کۍ غوړولې راته ګل په بستر راشي
هر څو که پریشانۍ په لاس نسیم د سهار راشي
ستا سر دې وي زما او زما سر ستا په څنګل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې
چې جوړ کړُو د سپوږمۍ د پلوشو ځنې ټالونه
جوټې چې نرمې نرمې را له راکړي نګهتونه
اغوستي مو د ګل د رنګینۍ وي څادرونه
تر هغه وخته زانګو چې وخت ورک شي په زانګل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې
جذبې چې د پریشانه غوندې مینې کړُو راجمع
دوه شؤي زړونه یو کړُو، ترې پیدا کړُو یوه شمع
ساز واخلي پتنګان چې شي راټول د سوز په طمع
احساس چې فرق ونهٔ کړای شي په سوال او سوځېدل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې
فضا د پسرلي چې ګل ورینه خندا کاندي
ستا مسکې مسکې شونډې چې ورېښمینه خندا کاندي
زلمی چې د ارمان سهار جبینه خندا کاندي
پېیلي ورته د شپې نایڼه ستوري په وربل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې
راځه چې شُو بهر د دغو شپو ورځو له جاله
پرواز په داسې حال وکړُو چې ؤوځو له حاله
یو حال داسې پیدا کړُو چې مو حال وځي له خیاله
بیا خیال یوه کړۍ کړُو د وصال په سلاسل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې
وتلي اسوېلي مو چې وریځ هلته د نُور وي
هجران شړلې اوښکې مو چې څاڅکي د سُرور وي
برېښنا مو د ښایست د تبسم د زړه په طُور وي
احساس چې شي د خود او د بې خودۍ په جاروتل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې
جهان مو یو جهان وي، د جهان د حِس نه لیرې
مکان وي یو مکان، د لامکان د حِس نه لیرې
تل دواړه یو حمزه یو، د وجدان د حِس نه لیرې
ازل ابد چې دواړه شي فنا زموږ په تل کې
راځه چې یوه جوړه کړُو جونګړه په ځنګل کې
#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara