شاعر … عبدالمعروف سباوون
غزل
تیاره جوپې، جوپې را درومي رڼا چېرته لاړه؟
دنیا په تېر حالت کې نه ده ! دنیا چېرته لاړه؟
ربه ! روانه کیسه څه ده مونږ پرې نه پوهیږو
له کومه ځایه شروع شوې وه بیا چېرته لاړه؟
د ګناهونو بوج پرې زیات ؤ عرش ته نه رسېده
که نه ! زمونږ له خولې نه وتې دوعا چېرته لاړه؟
باغي نفسونه څنګه مات شول ورته ښه وګورئ
د خدای په قهر کې ککړه [هوا ] چېرته لاړه؟
په محفلونو کې عجیبه خاموشي خوره ده
له موسکو شونډو ویښوونکې خندا چېرته لاړه؟
هیبت وهلي توري راشي د غزل په ژبه
اخ! [سباوونه] د لفظونو ښکلا چېرته لاړه؟
#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara