شاعر … سید جیلاني جلان
کوم غم د وطن وژاړم
کوم غم د وطن وژاړم ؟ ربه ربه ربه!
خلاص مو کړه له جنګه له غضبه ربه ربه!
درد دی په هوا ، خاوره، اوبو ،په ونو، بوټو
ناسته ده په هر څه دمرګ تبه ربه ربه!
کومه زمانه ده؟ په ښکاره د باطل توره
داده پرې کوي مو دحق ژبه ربه ربه !
څوک کوي په قوم، ژبه ، ناموس رزالتونه
چا خيټې مړې کړې له مذهبه ربه ربه!
مونږ سره جلانه ! ياري هيچا کړې نه ده
بې له کوم مطلبه بې سببه ربه ربه!
#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara
کوم غم د وطن وژاړم
کوم غم د وطن وژاړم ؟ ربه ربه ربه!
خلاص مو کړه له جنګه له غضبه ربه ربه!
درد دی په هوا ، خاوره، اوبو ،په ونو، بوټو
ناسته ده په هر څه دمرګ تبه ربه ربه!
کومه زمانه ده؟ په ښکاره د باطل توره
داده پرې کوي مو دحق ژبه ربه ربه !
څوک کوي په قوم، ژبه ، ناموس رزالتونه
چا خيټې مړې کړې له مذهبه ربه ربه!
مونږ سره جلانه ! ياري هيچا کړې نه ده
بې له کوم مطلبه بې سببه ربه ربه!
#العشاء_ادبي_ټولنه
@Al_Aesha_Edara