امام شامل داغستاني، چاته چې د قفقاز زمری وایي، د چیچنیا صدر تېر شوی، نوموړی په چیچنیا کې د روس د امپراطوری او قیصر خلاف جنګېده، شامل رحمه الله که له یوه طرفه د لښکر او هیواد سالار ؤ له بل اړخه د هغه وخت د تصوف، نقشبندیه طریقې ستر امام هم ؤ.
وایي چې یوه ورځ کور ته راغی بوډۍ مور ترېنه پوښتنه وکړه:
- پلانکی پلانکی تا سره بندیان دي؟
- هو مورې!
- زه سفارش کوم، چې هغوی خوشې کړه.
شامل رحمه الله بهر راووت، وزیران، قاضیان او ستر ستر علما یې راجمعه کړل ورته یې وویل:
که یو څوک د غلط انسان سفارش وکړي د هغه سزا څه ده؟
علماؤ جواب ورکړ، هغه باید دومره دُرې ووهل شي.
دا چې مور یې کمزوری او مریضه وه، نو بیا یې وویل:
که هغه انسان د دُرو زور ونه لري نو څه ورسره باید وشي؟
- د هغه کوم نږدې خپلوان دې ووهل شي.
- ښه نو زما مور مریضه ده او زما مور د مجرمانو سفارش کړی، ملا یې لوڅه کړه ویل زما د مور پرځای ما ووهئ.
شامل رحمه الله په چیچنیا کې د نبي علیه السلام دین کاملاً نافذ کړی ؤ، له "1834" نه تر "1864" پورې د هغه ځای حاکم پاتې شوی ؤ.
په کال "1797" کې د "غیمري، داغستان" کې پیدا شوی ؤ او په کال "1871" کې په مدینة المنوره، چې هغه وخت د عثماني خلافت یو ایالت ؤ وفات شو.
رحمه الله