نعت شریف
صلی الله علیه واله وصحبه وسلم
تا باندي مَیَنْ زمونږه زړونه دي
تا باندي مَیَنْ ټول اولـسونه دي
ستا د شنې روضې ارمان مې زړکې دی
تا باندي مَیَنْ واړه قومونه دي
تا کړو جهالت خپل په راتلو ختم
تا باندي مَیَنْ دا جــــوماتونه دي
ته د ټول عرب او د عـجم جانان
تا باندي مَیَنْ د حجاز غرونه دي
ټوله مخلوقات ستا په نامه ویاړي
تا باندي مَیَنْ کاڼــي لعـلونه دي
محجوبه سپوږمۍ شوه ستا وحُسن ته
تا باندي مَیَنْ ریحـان ګلونه دي
خپل امت خو څه نور هم په تا مین
تا باندي مَیَنْ ټـــول اُمَّتُونه دي
د انس چنار د زړ ټــــــکور یې ته
تا باندي مَیَنْ دښتي ښارونه دي
انس چنار
صلی الله علیه واله وصحبه وسلم
تا باندي مَیَنْ زمونږه زړونه دي
تا باندي مَیَنْ ټول اولـسونه دي
ستا د شنې روضې ارمان مې زړکې دی
تا باندي مَیَنْ واړه قومونه دي
تا کړو جهالت خپل په راتلو ختم
تا باندي مَیَنْ دا جــــوماتونه دي
ته د ټول عرب او د عـجم جانان
تا باندي مَیَنْ د حجاز غرونه دي
ټوله مخلوقات ستا په نامه ویاړي
تا باندي مَیَنْ کاڼــي لعـلونه دي
محجوبه سپوږمۍ شوه ستا وحُسن ته
تا باندي مَیَنْ ریحـان ګلونه دي
خپل امت خو څه نور هم په تا مین
تا باندي مَیَنْ ټـــول اُمَّتُونه دي
د انس چنار د زړ ټــــــکور یې ته
تا باندي مَیَنْ دښتي ښارونه دي
انس چنار