اندلس زموږ د تاریخ یو زرین هیر شوی باب😢
زموږ سفر د یوې داسې خاورې په لور وو چېرې چې مسلمانانو اته سوه کاله راج چلولی وو.
له کوم ځایه چې اته پېړۍ د تکبیر غږونه راتلل ، هغه خاوره چېرې چې شاید داسې ځمکه نه وای موندل شوې چې په هغه دې د یوه مسلمان د سجدې نښې ثبت نه وای؛
خو اوس اته سوه کاله وروسته هلته دومره څوک نه وو چې موږ ته یې د قبلې صحیح لوری راښودلی وای .
په هوایي ډګر تر کوزېدو وروسته مو د قبله نماء په وسیله د قبلې لوری پیدا کړ او په یوه څنډه کې مو د ماسپښین لمونځ په جماعت اداء کړ.
هغه خاوره چېرې چې هر ماشوم تر پیدا کېدلو وروسته تر هر څه لومړی توحید او د اسلام ارکان زده کول نن د هغې خاورې اوسېدونکو ته اسلام دومره ناشناخته وو چې موږ لمونځ اداء کاوه؛
خو شاوخوا تېرېدونکو کسانو په ډېره حیرانۍ راته کتل.
ما د اروپا او امریکا په ډېرو عامه ځایونو کې لمونځ اداء کړی خو له لمانځه سره د نابلدۍ هغه اندازه چې ما د هسپانیې (اندلس ) په خلګو کې ولېده بل ځای مې چېرې حس کړې نه وه ...😥
مفتي تقي عثماني
/ اندلس میں چند روز
#ځـوان_نـسل
@Aodaapata