غـــــــــــــزل!
یادوم دې چې ترڅو سترګو کې نم شته
اوس دې هم راسره یاره یوڅه غم شته
ته یې وړ وې ما زړه ځکه تاته درکړ
کنه ښکلي خو بیخي رکم رکم شته
خدای زده بیا زړه کوم سړی درته یادیږي
ده سینې په چپ طرف کې مې څه چم شته
زما خوزړه یې زماخو ټول نظر پرتادي
اوستا هم محبت شته خو!یو څه کم شته
مور دې شته؟نو خو له ربه هر څه غواړه
ده زوی مړې زو خو کور کې دې حرم شته
زړه مې چا پسې نری نری خوږیږي
پیره وایه چې ودې ته بیا کوم دم شته؟
چې مُلا یم ښه نو ښکلې مې خوښ نه شي؟
ایماندارو خو انسان یم زړه مې هم شته
چې هغه یې غواړې هسې زړه ور سپاره
تر(ایاس)نو دلته کوم یو سړی سم شته
عزیزالرحمن ایاس
1399/09/17
05:43PM
یادوم دې چې ترڅو سترګو کې نم شته
اوس دې هم راسره یاره یوڅه غم شته
ته یې وړ وې ما زړه ځکه تاته درکړ
کنه ښکلي خو بیخي رکم رکم شته
خدای زده بیا زړه کوم سړی درته یادیږي
ده سینې په چپ طرف کې مې څه چم شته
زما خوزړه یې زماخو ټول نظر پرتادي
اوستا هم محبت شته خو!یو څه کم شته
مور دې شته؟نو خو له ربه هر څه غواړه
ده زوی مړې زو خو کور کې دې حرم شته
زړه مې چا پسې نری نری خوږیږي
پیره وایه چې ودې ته بیا کوم دم شته؟
چې مُلا یم ښه نو ښکلې مې خوښ نه شي؟
ایماندارو خو انسان یم زړه مې هم شته
چې هغه یې غواړې هسې زړه ور سپاره
تر(ایاس)نو دلته کوم یو سړی سم شته
عزیزالرحمن ایاس
1399/09/17
05:43PM