ملګري ملتونه: روان کال د جګړو له امله تر درې سوه زره ډېر افغانان بېځایه شوي
کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۹ل)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي روان کال د جګړو له امله تر درې سوه زره ډېر افغانان بېځایه شوي.
یادې ادارې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له خپلو مېنو د بېځایه کېدو اصلي لامل هیواد کې روانې جګړې او نا امنۍ دي.
د اوچا په خبر پاڼه کې همداراز راغلي: «بې ځایه شوي کسان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که پر وخت ورسره اړینې مرستې و نه شي ښایي ستر بحران رامنځته کړي.»
د اوچا د معلوماتو له مخې د جګړو او طبعیي پېښو ۵۹ سلنه بېځایه شوي کسان ماشومان، ۲۱ سلنه میرمنې او ۲۰ سلنه یې نارینه دي.خبرپاڼه کې په مرستندویه هېوادونو او سازمانونو غږ شوی ترڅو له بېځایه شویو کسانو سره اړینې مرستې وکړي.