د خوږ رهبر په ویاړ باندې🌺
د زړګي په پاڼه لیک مې یو انـځور دی
د ملي آتل غازي شهـــــید منصور دی
سترګې پرانځه نن بیا دې ضرورت شو
وخ ناچار اولس دردو کې دې رنځور دی
له پامیر تر هندوکش آن تر شمشاده
په دوښمن دې سر زمین جوړ سور تنور دی
ها د سپور طاقت وال ضرب شول په صفر
د څښتن په نصرت هر طرف محصور دی
نم د سترګو غم د زړه پر تسل کیږي
په ګران شیخ صاحب جناب باندې مسرور دی
د بریا په لوري ږدي مظبــوط ګامونه
ستا لښکر د پاک څښتن په نیز مبرور دی
خود به اوس د جوړ جاړۍ کوي سوالونه
خوار ذلیل دوښمن دې تښتې ته مجبور دی
د بدري طالب زړګیه خـــــــــوږه مشره
هر فرمان دې زموږ په سر سترګو منظور دی
#شاعر: بدري طالب
ــــــــــــــــــــــــــــــ
👇👇👇👇👇👇
@BadreAshna1