څه وخت به ختم شي د غم د انتظار ماښام
ستا د ګیلو او بهانو غېږکې حصار ماښام
سترګې دي ځار شم لږ کړه رحم پر ناسورو زړګو
درمل درمل شه ورک کړه دا خوني بیمار ماښام
داده خزان عادت دي ډېر مزاحمت جوړ وي
ما خندوي ستا د سپرلې د نوبهار ماښام
خپګان مې یوسه زړه مې پاک کړه له غمونو څخه
میشت په خوږو خوږ کیسوکې کړه دا وار ماښام
که ومحفل ته کړې را وړاندي قضاشوی دیدن
زړه به مې ښه شي راپیر زوکه د قرار ماښام
نن مهاجر ته دا سوغات ورکړه دا کار خو وکړه
چې را میلمه شې د غزلو د اشعار ماښام