کله چې عزرایل علیه السلام د ابراهیم علیه السلام روح اخیست نو څه یې ورته وفرمایل؟
د حضرت ابراهیم علیه السلام د روح د اخیستلو لپاره ملک الموت راغی نو ابراهیم علیه ورته وفرمایل، آیا تا کوم داسې ملګری لیدلی چې د خپل خلیل روح قبض کوي. عزرایل علیه السلام ورته وویل چې سمه ده زه له الله تعالی څخه پوښتنه کوم.
عزرایل علیه السلام د الله تعالی حضور ته لاړ او عرض یې وکړ، الله تعالی یې په ځواب کې وویل چې ځه لاړ شه او زما حبیب ته پیغام ورکړه چې آیا تا داسې کوم ملګری لیدلی چې د خپل ملګري له ملاقات یا لیدنې څخه انکار کوي.
په دې ډول ابراهیم علیه السلام په دې پوه شو چې مرګ له الله تعالی سره د لیدنې طریقه ده، نو ملک الموت ته یې وفرمایل چې ژر ـ ژر کوه، روح واخله، زما وصال له خپل مالک سره وکړه.
په دې اړه په یو قدسي حدیث کې الله تعالی فرمایي:” زما له نیکو خلکو سره لېدنې زما شوق نور هم ډېر کړ او زه د هغوی د لیدنې لپاره له هغوی هم ډېر مینوال یم”.
الله تعالی دې پر موږ ټولو رحم او کرم وکړي او موږ دې له هغه کسانو څخه وشمېرې چې الله تعالی ته ډېر محبوب وي او الله تعالی د لیدنې لپاره لیواله وي.آمین
#ګيډۍ