Forward from: زينت الله حیدري
بعضې خلک
وخته کله تاسره
وخته کله ما سره
دا سړۍ خو پېژنې
جوړ ده له هر چا سره
مخکې جمهوریت کې وو
اوس ده له ملا سره
ستا وایي له ما سره
زما رازونه تاسره
هلته نیکټایی کې وو
وو چې له شړونګا سره
دلته بیا لونګۍ وهي
ګرځي چې له ما سره
ڪله له تیارو سره
ڪله له رڼا سره
ڪله له مګس سره
ڪله له بورا سره
ڪله مسلمان سره
ڪله له ګبرا سره
شنو ځنې طواف کوي
ورشي له ګډا سره
ڪله ڪله ستا غلام
ڪله ڪله چاسره
ڪله وي د ترامپ بچی
ڪله اوباما سره
تل به دا مخ توری وي
سپین نه شو رڼا سره
مونږ سره کینه لري
ژوند کوي جفا سره
بل ته وفادار وي تل
دوي ته ژمن وفا سره
اخلمه قسم درته
سل فیصد ریښتیا سره
جوړ خو په ولاکه شي
وطالبه تاسره
څوڪ چې اوسيدلی وي
غرب غوندې ابا سره
دوی د دین اسلام دښمن
ضد لري له تاسره
پوه نه شوم له چا شوي
خټه یې وه چا سره
یا به د یهودو وه
یا له امریڪا سره
وایه حیدري صیب
سپینې له وینا سره
شاعر زینت الله حیدري
@haidari11
وخته کله تاسره
وخته کله ما سره
دا سړۍ خو پېژنې
جوړ ده له هر چا سره
مخکې جمهوریت کې وو
اوس ده له ملا سره
ستا وایي له ما سره
زما رازونه تاسره
هلته نیکټایی کې وو
وو چې له شړونګا سره
دلته بیا لونګۍ وهي
ګرځي چې له ما سره
ڪله له تیارو سره
ڪله له رڼا سره
ڪله له مګس سره
ڪله له بورا سره
ڪله مسلمان سره
ڪله له ګبرا سره
شنو ځنې طواف کوي
ورشي له ګډا سره
ڪله ڪله ستا غلام
ڪله ڪله چاسره
ڪله وي د ترامپ بچی
ڪله اوباما سره
تل به دا مخ توری وي
سپین نه شو رڼا سره
مونږ سره کینه لري
ژوند کوي جفا سره
بل ته وفادار وي تل
دوي ته ژمن وفا سره
اخلمه قسم درته
سل فیصد ریښتیا سره
جوړ خو په ولاکه شي
وطالبه تاسره
څوڪ چې اوسيدلی وي
غرب غوندې ابا سره
دوی د دین اسلام دښمن
ضد لري له تاسره
پوه نه شوم له چا شوي
خټه یې وه چا سره
یا به د یهودو وه
یا له امریڪا سره
وایه حیدري صیب
سپینې له وینا سره
شاعر زینت الله حیدري
@haidari11