په تقدیر ایمان!
یو پاچا ډېر هوښیار وزیر درلود، کله به چې، پاچا ته څه تکلیف ورپیښ شو؛ نو وزیر به سمدلاسه ورته ویل:
-پاچا صیب! په دې کې به دې خیر وي.
یوه ورځ د پاچا ګوته زخمي شوه چې، وینه یې هیڅ نه دريدله، آخر دا چې، طبیبانو ورته مشوره ورکړه چې، ګوته یې باید غوڅه شي، که چېرې ګوته غوڅه نه کړي؛ نو ټول لاس یې په خطر کې دی.
پاچا زړه نازړه اجازه ورکړه او ګوته یې ترې غوڅه کړه، وزیر ورته وویل:
-پاچا صیب! په دې کې به دې خیر وي.
پاچا غوسه شو چې، په دې کې زما څه خیر دی چې، ګوته مې پرې شوه، له ډیرې غوسې یې امر وکړ چې، وزیر د زندان تورو تمبو شاته واچوئ.
کله یې چې وزیر زندان ته بوتلو؛ نو وزیر وویل:
-په دې کې به مې خیر وي.
پاچا حیران شو او دا ورته یو ډول د وزیر سادګي او ناپوهي ښکاریده؛ خو وزیر په زندان کې بندیوان شو او پاچا په خوشحالۍ سره خپل ژوند تېروه.
یوه ورځ پاچا ښکار ته لاړ چې، یو ښکار یې ولید او ورپسې شو، بالاخره له ملګرو لرې ووت او یو داسې ځنګل ته ننوت چې، هلته د داسې خلکو لاسو ته ورسېد چې، د بوت عبادت یې کوه.
پاچا یې ونیو چې، بوت ته یې د عبادت په موخه قرباني کړي
؛ خو چې پاچا یې ولټوه؛ نو عیبي وو، (ګوته یې پرې شوې وه) او د هغوۍ عادت دا وو چې، روغ انسان به یې قرباني کوه.
پاچا یې پریښود او په دې ډول د مرګ له کومې روغ ووت،
پاچا ته د وزیر خبره وریاده شوه چې، په دې کې به دې خیر وي، له ځان سره یې وویل: په ریښتیا په دې کې مې خیر وو.
کله چې، راستون شو د وزیر د خلاصون امر یې وکړ او پوره اکرام یې ورته وکړ؛ خو پوښتنه یې ترې وکړه چې، زما خیر خو ښکاره شو، ستا په زندان کې څه خیر وو؟ چې تا زندان ته د تللو پر مهال وویل: په دې کې به مې خیر وي.
وزیر ورته وویل:
-هغه داسې چې، که زه دې زندان ته اچولی نه وم؛ نو له تاسره به تلم، ته خو عیبي وې، زه خو روغ وم؛ نو زه به یې هرو مرو قرباني کولم، الله تعالى زه هم وژغورلم او ته یې هم وژغورلې؛ نو ځکه خو الله تعالی چې، هره فیصله د انسان لپاره وکړي په هغې کې د انسان خیر وي.
ګرانو وروڼو!
له دې کیسې څخه دا درس اخیستلی شو چې، انسان هیڅکله په خپل خیر او شر نه پوهېږي، تل د الله تعالى پر فیصله راضي اوسئ او له همېشه په دعاګانو کې، له الله تعالى څخه د خیر فيصلې غواړئ.
په یوه حدیث شریف کې راغلي:
رسول اللهﷺ فرمایلي:
-اللهﷻ وفرمایل: څوک چې زما په قضاء (فیصله) راضي نه شي او زما پر نازل کړي مصیبت باندې صبر ونه کړي؛ نو زما پرته دې بل رب ولټوي.
( رواه البیهقي والطبراني)
د پورتني حدیث شریف له مفهوم څخه دا معلومېږي چې، اللهﷻ بې صبره انسان نه خوښوي؛ نو ګرانو وروڼو! بې صبري مکوئ! د اللهﷻ په فیصله راضي و اوسئ، په همدې کې به مو خیر وي.
د ثواب په نیت یې له نورو ملګرو سره شریک کړئ.
@Gaeznw