د ژوند قېمت:
د ارواپوهنې درس وو، ښوونکي د خپل جېب څخه سل ډالري نوټ را وکیښ لاس یې د شاګردانو په وړاندې پورته کړ، ویې ویل: څوک یې غواړي؟ زده کوونکو لاسونه پورته کړل ښوونکو نوټ چاته ورنه کړ د خپلو لاسونو په منځ کې یې نوټ وپېچی د مږولو تر څنګ یې ښه چیت کړ بیا یې ږغ وکړ څوک یې غواړي؟ بیا هم زده کوونکو لاسونه پورته کړل ښوونکي چاته نوټ ورنه کړ، نوټ یې د پښو لاندې وغورځاوه او پر لوټ وختو، تر هغه یې چیت پیت کړ بیا یې نوټ را پورته کړ، د تېر په څېر بیا زده کوونکو د نوټ غوښتونکي وه!ښوونکی زده کوونکو ته وویل: دا ستاسو د نن ورځې درس و، څومره چي ما د دې نوټ د بې ارزښته کولو کوښښ وکړ خو سره د هغې یې هم ارزښت کم نه کړ، او تر اخېره یې تاسو غوښتونکي واست، همدا شان که څومره د ژوند په پړاونو کې د ستونزو، مشکلاتو، سپکاویو، ناتوانیو سره مخ یاست، بیا هم ستاسو د ژوند ارزښت ډېر دی، باید هېڅکله مایوسه نه شئ، او پر خپل ځان باور ولرئ، او ماته ونه منئ!
_