د بشر دحقوقو په نامه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
تیره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په اصطلاح د بشر د حقوقو په اړه کلنی راپور خپور شو.
په یاد راپور کې يې په اسلامي امارت هم نیوکه کړي چې ګنې په تير کال کې يې د بشر له حقوقو سرغړونه کړې .
اسلامي امارت پخپل اړوند دغه راپور له واقعیت څخه لرې بولي.
حقیقت دادی چې امریکا یو اشغالګر هیواد دی چې په بشري جنایاتو کې مخامخ لاس لري، یواځې د تیر کال په اوږدو کې يې په خپل اعتراف په افغان مظلوم اولس له ۷۰۰۰ څخه زیات بمونه اورولي چې اکثره قربانیان يې اولسي خلک، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان دي.
د افغانانو په کورونو ظالمانه چاپې وهي، د خلکو شخصي مالونه لوټي، دروازې ماتوي او بیا کورونه پسې بمباروي، کلینیکونه، مساجد، مدارس، بازارونه او عامه کښت ځایونه له منځه وړي چې افغان اولس يې هره ورځ د بشري او جنګي جنایاتو شاهد دی.
د دغه ډول جنایت پیشه هیواد لخوا د بشر د حقوقو په اړ انديښنه او پرې خپګان ښودل د تعجب او تمسخر وړ دي.
امریکا د دې پرځای چې نوروته د بشر د حقوقو د ساتنې سپارښتنې کوي، باید پخپله د خپلو جنایتکارو جنرالانو لاس ونیسي، د افغانستان اشغال او پوره اتلس کاله د افغانانو کړول، تر دوه لکو ډير افغانان په شهادت رسول، زنداني کول او ربړول، هغه بیلګې دي چې ثابتوي امریکا د بشر د حقوقو د ناقضینو دلست په سر کې قرار لري.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۷/۷/۱۴۴۰هـ ق
۲۳/۱۲/۱۳۹۷هـ ش ــ 2019/3/14م