عبرتناکه کیسی او حدیثونه


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


👈🏾داسلامی نشراتوسرچینه👉🏾
👈🏾نبـــــوی احــادیـث👉🏾
👈🏾د اولیــــاء کیســی👉🏾
👈🏾دلمــانځـه احـــکام👉🏾
👈🏾غــوره مســــــــائل👉🏾
👈🏾غــــــوره ویـــناوی👉🏾
👈🏾غــــــوره بیــانــات👉🏾
👈🏾غـــــــــوره قصـص👉🏾

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚



(مسکینان به دمالدارو څخه څلویښت کاله مخکې جنت ته ځی)
(لیکوال:خادم حبیبی ابرار غفرله الغفار)
د حضرت انس(رض) نه څخه روایت دی چی رسول الله (صلی الله علیه وسلم)دعا وویله،
ای الله ما مسکین جوړولو سره ژوندی وساته ، دمسکینی په حالت کی وماته مرگ راکړی او مسکینانو سره زما حشر ووایه ، حضرت عائشه(رضی الله عنها) چی رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په دی دعا کولو باندی وليدل ،
وې ویل آی رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته داسی دعا ولی غواړی ؟
رسول الله ﷺ ارشاد ووایه ځکه چی مسکینان به دمالداروڅخه څلویښت کاله مخکې جنت ته داخلیږی ،
ای عائشه ایو مسکین هم دخپلی دروازی څخه بی امیده مه لیږه ، که څه هم هغه ته د ورکولو دپاره ستا سره د خرماوو یوټوټه وی ،
عائشه (رضی الله عنها)خپل په زړه کی ، دمسکینانو سره مینه ساته او دوی د خپل ځان سره نږدی کیدو ته پریږده ( یعنی دوی ذلیل او کمزوری نه گڼلو سره خپل طرف ته د راتلو څخه یی مه منع کوه ) که ته داسی کوی ، نو الله(جل جلاله) به دقیامت په ورځ تا ته خپل نږدیکت نصيب کړی .
( ترمذی ، بیهقی ، ابن ماجه)
(افضل حکایات(صفحه(۲۹۷)


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯   @HabibiAbrar ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


سجدة السهو پاته سي
بسم الله الرحمن الرحیم
الاستفتاء : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته مولوی صاحب که پريوچاباندي سجدة السهولازمه وي خو ورڅخه پاته سي دغه څه حکم لري ؟بینوا توجروا المستفتي. محمد
الفتوی بعون الله تعالی نَحْمَدُهُ وَنُصَلِّیْ وَنُسَلِّمُ عَلی رَسُوْلِهِ الْکَرِیْمِ وَعَلی الِه وَاصْحَابِه اَجْمَعِین.
اما بعد محترمه په مسئوله صورت کی که پريوچاباندي سجدة السهولازمه وي خو ورڅخه پاته سي ددغه لمانځه راګرځول پرواجب دي كه ئی نه راوګرزوی ګنه ګار ده
لمافي الموسوعة الفقهية الكويتية ()فَذَهَبَ الْحَنَفِيَّةُ إِلَى وُجُوبِ سُجُودِ السَّهْوِ بِتَرْكِ وَاجِبٍ مِنْ وَاجِبَاتِ الصَّلاَةِ سَهْوًا، وَيَجِبُ عَلَيْهِ قَضَاؤُهُ إِذَا لَمْ يَسْجُدْ لِلسَّهْوِ. قَال ابْنُ عَابِدِينَ: لاَ تَفْسُدُ بِتَرْكِهَا وَتُعَادُ وُجُوبًا فِي الْعَمْدِ وَالسَّهْوِ إِنْ لَمْ يَسْجُدْ لَهُ، وَإِنْ لَمْ يُعِدْهَا يَكُونُ فَاسِقًا آثِمًا. ۲۴/ ۲۳۸ (لمافي الدرالمختارعلی هامش ردالمحتار : (ولها واجبات) لاتفسد بتركهاوتعاد وجوبا في العمدوالسهو إن لم يسجدله . ( ج ۱ ص ۳۳۶ کتاب الصلاة باب صفة الصلاة مطلب واجبات الصلاة ، کذافي البحر ج ۱ ص ۵۱۵ کتاب الصلاة باب صفة الصلاة ، والطحطاوي علی مراقي الفلاح ص ۲۰۰ کتاب الصلاة باب شروط الصلاة وارکانها فصل في بيان واجب الصلاة )
مرتب قاضی مولوی سید اغا حفظه الله تعالی من شركل شرير آمیـــــــــــــــــن ثم آمـــــيـن یا رب العالمین



ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯   @HabibiAbrar ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚



(التحيات زده کولو دپاره یوه میاشت سفر)

(لیکوال:خادم حبیبی ابرارغفرله الغفار)

ددغی حدائق په مقدمه کی یوه واقعه ، روی ،، سره سوی ده ، څه حواله یا تخریج یی نه دی کړی ، چی د حضرت عمر (رضی الله عنه) د خلافت په دوران کی یو سړی دشام څخه مدینی ته راغی او اتیا کاله عمر یی وو
او په گرمی کی دسفر کولو په وجه یی رنگ تور سوی وو ، حضرت عمر (رضی الله عنه) پوښتنه ورڅخه وکړه څنگه راغلی یی په دی کمزوری او ضعیف والی کی مو دومره لوی سفر په څه غرض وکی ؟
هغه وویل التحیات زده کولو دپاره راغلی یم ددی خبری په اوریدو حضرت عمر نه دومره وژړل چی ، دصاحب حدائق الفاظ دا دی ، حتی ابتلت لحيته ،، دومره یی وژړل چی ږیره مبارکه یی لنده سوه ،
او یو یو څاڅکی څاڅکی اوښکی ورڅخه بهیدلی ، ډیر وخت یی ژړل ، بیا یی وویل قسم دی په هغه ذات باندی د چا په قبضه کی چی زما ساه ده ، تا ته به عذاب نه سی در کولی ،
ولی چی ددین په یوې خبري اوریدو او زده کولو دپاره هغه خپل کور پریښووی ، او د اوښ په شان یی وخت تیر کی..
👈(افضل حکایات)👈صفحه(۳۰۹)


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯   @HabibiAbrar ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚



ایا د مرغانو په قفس کي ساتل روا دي؟
سوال: زه د مرغانو شوق لرم، ډول ډول مرغان رانیسم او بیا یې ساتم، په شریعت کي ددې حکم څه دئ؟
ځواب: عبدالغفار جُبیر
په اسلام کي یې د جواز او نه جواز دواړه صورته سته، که پر مرغانو قمار کېدئ، جنګول کېدل او یا داسي الوزول کېدل چي نور مسلمانان ور څخه په تکلیف سي په دې ټولو صورتونو کي یې روزل حرام دي.
که چیری له مرغانو سره مینه لرئ او پورتنی یو صورت نه وي بیا جواز لري خو په یاد و ساتئ چي باید په پوره ډول موړ او اوبه سي او د اوسېدو ځای یې سم وي، که چیري یو حیوان پوره موړ او اوبه نسي هغه حیوان پر هغه کس باندي لعنت وایی چي د سزا لائق ګرځي لکه یوه اوښ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړ.
(و أما للاستنئناس فمباح قال في المجتبی رامزا لا بأس بحبس الطیور والدجاج في بیته ولکن یعلفها و هو خیر من ارسالها فی الکل. الشامی ۲۸۴/ ۵ رشیدیه)


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯   @HabibiAbrar ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


سپین ږیری نقاش/ له پنده ډکه لنډه کیسه


ژباړه: عطا محمد میاخېل

په پخوا زمانه کې په یوه کوچني کلي کې، یوه نقاش ژوند کاوه، چې ډېرې ښکلې تابلو ګانې به یې جوړولې او خلکو به په ډېره لوړه بیه ترې اخیستې. یوه ورځ د نقاش یو له ګاونډیو څخه هغه ته وویل: هره تابلو چې جوړوې، نو ډېره پیسې پرې تر لاسه کوې، څومره بېوزله ګاونډیان لرې، ولې له دوی سره مرسته نه کوې؟ د سیمې له قصاب څخه یې زده کړه، سره له دې چې اقتصادي وضعیت یې هم چندان ښه نه دی، خو هره ورځ یوه زیاته اندازه غوښه په وړیا توګه بېوزلو کورنیو ته ورکوي. نقاش وویل: زه خو پیسې نه لرم، چې له چا سره مرسته وکړم، د نقاش ګاونډی ناهیلی شو او په ډېرې خواشینۍ د نقاش له کور څخه بهر شو او په نقاش پسې یې بدې ردې ویل پیل کړل، څومره یې چې په توان پوره وه، نو نقاش یې ټولو خلکو ته بې مینې، بې رحمه، بې عاطفې، خسیس او کنجوس معرفي کړ. څو موده وروسته نقاش ناروغ شو او د ګاونډیو په بې مینې حالت او یوازېتوب کې له دې نړۍ څخه یې سترګې پټې کړې، په ډېر ساده ډول یې د جنازې مراسم ترسره شول او خاورو ته وسپارل شو.
څو ورځې وروسته خلکو په ډېرې حیرانتیا سره ولیدل، چې قصاب له بېوزله خلکو سره نور د غوښې مرسته نه کوي، په ډېرې حیرانتیا یې له قصاب څخه د نه مرستې د لامل پوښتنه وکړه:
قصاب وویل: ای بې خبره خلکو ! سپین ږیري نقاش به تل ماته د غوښې پیسې را کولې او ویل به یې، چې په بېوزله خلکو یې ووېشه!!!
نو هېڅکله د چا په ظاهر باندې قضاوت مه کوئ.
په خپلو غلطو او ناسمو قضاوتونو باندې ډېر پام کوئ.



ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯   @HabibiAbrar ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


╭═✦🍃↓🌺ꙮ🌺↓🍃✦═╮
ⓞعبرتناڪه ڪیسی اوحدیثونه ⓞ
╰═✦🍃↑🌺ꙮ🌺↑🍃✦═╯

📚 👇 📕 👇 📘 👇 📒👇📚


د تهجد لمانځه فضيلت.

الله تعالی انسانان د خپل عبادت لپاره پيدا کړي او له هغه بنده څخه ډېر راضي کيږي، چې په سمه توګه عبادت کوي، په ځانګړې توګه په دې برخه کې د شپې عبادت ډېر اهميت لري؛ ځګه چې د شپې په عبادت کې د ريا او ځان ښوونې هيڅ احتمال نه وي او يوازې د الله تعالی او بنده ترمنځ ناز ونياز وي. په قران کريم او نبوي حديثونو کې د تهجد لمانځه ډېر زيات فضليتونه راغلي دي.

د حضرت عبدالله بن عمر رضي الله تعالی عنهما څخه روايت دی، چې د رسول الله په ژوند کې به کوم سړي د شپې خوب وليده، نبي عليه السلام ته به يې وايه؛ نو ما هم دا تمنا درلوده چې زه هم خوب ووينم او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې بيان کړم. دغه مهال زه ځوان هلک وم او په جومات کې ويده کيدم، يوه شپه خوب وينم چې دوه پرښتې مې ونيسي او دزوخ ته مې بوزي، د دوزخ څنډې داسې جوړې شوې وي،لکه د کوهي طرفونه او دوه طرفه لري، ځينې داسې خلک مې هم پکې وليدل چې پيژندل مې؛ نو ما دا کلمات شروع کړل:«په الله تعالی سره له اوره پناه غواړم» دی فرمايي چې دغه وخت کې يوبله پرښته راسره مخ شوه او راته ويې ويل: مه ويريږه.
حضرت عبدالله بن عمر رضي الله تعالی عنهما فرمایي چې ما دغه خوب حضرت حفصه رضي الله تعالی عنها ته بیان کړ، هغې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ووايه، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:« عبدالله ښه سړی دی، کاشکې يې د شپې لمونځ (تهجد) کولی.
راوي وايي چې له دې وروسته به عبدالله بن عمر رضي الله عنهما د شپې ډېر لږ خوب کاوه.

– حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مُحَمَّدٍ… عَنْ سَالِمٍ، عَنْ أَبِيهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: كَانَ الرَّجُلُ فِي حَيَاةِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، إِذَا رَأَى رُؤْيَا قَصَّهَا عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَتَمَنَّيْتُ أَنْ أَرَى رُؤْيَا، فَأَقُصَّهَا عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَكُنْتُ غُلاَمًا شَابًّا، وَكُنْتُ أَنَامُ فِي المَسْجِدِ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَرَأَيْتُ فِي النَّوْمِ كَأَنَّ مَلَكَيْنِ أَخَذَانِي، فَذَهَبَا بِي إِلَى النَّارِ، فَإِذَا هِيَ مَطْوِيَّةٌ كَطَيِّ البِئْرِ وَإِذَا لَهَا قَرْنَانِ وَإِذَا فِيهَا أُنَاسٌ قَدْ عَرَفْتُهُمْ، فَجَعَلْتُ أَقُولُ: أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنَ النَّارِ، قَالَ: فَلَقِيَنَا مَلَكٌ آخَرُ فَقَالَ لِي: لَمْ تُرَعْ،
– فَقَصَصْتُهَا عَلَى حَفْصَةَ فَقَصَّتْهَا حَفْصَةُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «نِعْمَ الرَّجُلُ عَبْدُ اللَّهِ، لَوْ كَانَ يُصَلِّي مِنَ اللَّيْلِ» فَكَانَ بَعْدُ لاَ يَنَامُ مِنَ اللَّيْلِ إِلَّا قَلِيلًا.

(صحيح البخاري، رقم الحديث: 1121، 1122)


ـ☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️☝️
⫷نشــر کــول یــی صـدقه جــاریـه ده⫸
⫷ـ𖣐✯   @HabibiAbrar ✯𖣐⫸
⫷‌خادم حبیبی ابرار حفظه الله تعالی⫸
ـ◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉◉


ٰ 👈🏾داسلامی نشراتوسرچیـنه👉🏾
👈🏾نبـــــوی احــادیـث👉🏾
👈🏾د اولیــــاء کیســی👉🏾
👈🏾دلمــانځـه احـــکام👉🏾
👈🏾غــوره مســــــــائل👉🏾
👈🏾غــــــوره ویـــناوی👉🏾
👈🏾غــــــوره مـطالــب👉🏾
👈🏾غــــــــوره قصـص👉🏾



چینل ته ده داخلیدو لاره

دغه نـــوی چیــنل ته راســی
👆👆👆


أَعُوذُبِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

اَلْحَمْدُلِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ۝۱الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِۙ۝۲مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ۝۳اِیَّاكَ نَعْبُدُوَ اِیَّاكَ نَسْتَعِیْنُؕ۝۴اِهْدِنَاالصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَۙ۝۵صِرَاطَ الَّذِیْنَ اَنْعَمْتَ عَلَیْهِمْ١ۙ۬ۦغَیْرِالْمَغْضُوْبِ عَلَیْهِمْ وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠۝۷ (آمين)


اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞ وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ❤️

اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ❤️





بسم الله او حمد او صلاة وروسته
یا الله کوم چینل چی ما خادم جوړ کړی دی
یا الله ته یی هر مسلمان ورور ته د نفعی رسولو سبب جوړ کی.
یا الله. پدی چینل کی عبرتناکه کیسی او حدیثونه نشر کیږی. یا الله اول ماته پسی زما ټولو ګډون والو ته د عمل کولو توان او توفیق راکی(امین)
یا الله ته مو په صراط المستقیم برابر کی(امین)
یا الله ته موږ ټول کبیره او صغیره ګناهونه رامعاف کی(امین)



👇چینل بنسټ👇
(۱۴۰۰)(۱۲)(۵)
(۲۰۲۲)(۲)(۲۴)
(۱۴۴۳)(۷)(۲۳)

خادم حبیبی ابرار

چینل ته داخل سی ګرانو ملګرو👇
@HabibiAbrar

شه راغلاست درته وایم

8 last posts shown.

243

subscribers
Channel statistics