مبارز کتابتون


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified



Channel's geo and language
not specified, not specified
Statistics
Posts filter


Forward from: استاد احمدظاهر اسلمیار - تقبله الله
Video is unavailable for watching
Show in Telegram
حجاب کردن برای زن مسلمان عبادت است

استاد احمد ظاهر اسلمیار رحمه الله


د کشرانو سره د محاسبې ګټي:(تکرار)
ــــــــــــــ
دا یو حقیقت دی چي د هر نظام او ټولی د ساتني لپاره د هغه نظام چارواکي او مشران ډېري هڅي او کوښښونه کوي او خپل مشخص هدف ته د رسېدلو لپاره ټولي ممکني چاري سرته رسوي او د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره ډېر زحمتونه او لګښتونه ګالي خو زما په نظر دغه اهدافو ته د رسېدلو لپاره یوه لویه ذریعه د مشرانو لخوا د کشرانو سره محاسبه ده یعني د کشرانو څارنه او چي کله کشر عمدا یو کار کوي باید محاسبه ورسره وسي. چي موږ د محاسبې لپاره لاندي فوائد او ګټي په ګوته کولای سو:
۱ – مشران خپل مسئولیت سرته رسوي ځکه چي د دوی دا وظیفه ده چي باید خپل کشران وڅاري ترڅو غیر شرعي او غیر قانوني کړني ورڅخه ونسي نو کله چي ورڅخه کیږي بیا د هغوی سره محاسبه د دوی مسئولیت دی چي باید یې سرته ورسوي.
۲ - د مشرانو هیبت او وقار د کشرانو په زړونو کي پاتېږي چي بالآخره ددې لامل جوړیږي چي کشران دي د مشرانو اطاعت وکړي او د محاسبې له وېري دي هیڅ وخت تخلف ته زړه ښه نکړي.
۳ - د مشرانو عزت او آبرو د خلګو په مینځ کي خوندي پاتیږي ځکه چي هر وګړی د مشرانو دقیق کنټرول او فعاله مدیریت ستایي، پر دوی باندي یې باور ډېریږي او نور یې په زړونو کي ورسره محبوبیت پیدا کیږي.
۴ – مشران په خپل مسئولیت کي بریا او په وظیفې کي جدیت په ننداره ایږدي ځکه ټول یې ویني چي دوی څومره خپلو دندو ته ژمن دي او د خپلو کشرانو یې څومره ښه سرپرستي کړېده؟.
۵ – کشران اصلاح کیږي ځکه چي د محاسبې له وېري هیڅوک غیر شرعي او غیر قانوني کړنه سرته نه رسوي.
۶ – کشران تر مدیریت لاندي راځي ځکه چي د هر خپل سري کار د کولو په وخت کي یې محاسبه ذهن ته راځي او کولو ته یې لاس نه اوږدوي.
۷ – د ډیرو خپل سریو مخه نیول کیږي ځکه هر کشر د خپل مشر له وېري بې مشورې کار نه کوي.
۸ – په اجتماع کي د فساد او هرج مرج مخه نیول کیږي ځکه کارونه په مدیریت او منظم سرته رسیږي.
۹ – مربوطه اداره او مربوطه دلګې خپل اعتبار او حیثیت د لاسه نه ورکوي ځکه هرڅوک پوهیږي چي د دوی کارونه د یوې فعالي ادارې تر نظارت لاندي او په چوکاټ کي د ننه سرته رسیږي.
۱۰ – هر مرسته کوونکی دداسي انسانانو مرستي ته ور دانګي ځکه چي پدې باندي ډاډه وي چي مرسته یې بې فایدې اوبیهوده نه ځي او کار یې عبث نه ګرځي.
۱۱ – دکشرانو څخه څوک ناوړه استفاده نسي کولای او د دښمن په شمول هیڅوک یې په خپله ګټه نسي کارولای.
۱۲ – صف منظم پاتیږی د دښمن په شمول هیڅ ورانکاره په صف کی نفوذ نسي کولای.
مولوي نورالحق مظهري




له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روايت دی چې، رسول الله ﷺ فرمايلي:د قيامت په ورځ به ما ته نږدې خلک (د شفاعت لپاره) هغه وي چې، پر ما يې زيات درود ويلی وي.
((رواه الترمذي باسناد حسن))


الحدیث

🌺«وعن النَّوَّاسِ بنِ سَمعانَ ﴿رض﴾ عن النبيِّ ﴿صلی الله علیه وسلم﴾ قال: «البرُّ حُسنُ الخُلُقِ وَالإِثمُ ما حاكَ في نفْسِكَ، وكَرِهْتَ أَنْ يَطّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ»»


📚رواه مسلم - 2553


🌸ژبـــــاړه : « له نواس بن سمعان ﴿رض﴾ څخه روایت دی چی نبی اڪرم ﴿صلی الله علیه وسلم﴾ وفرمایل : «نیکی عبارت دی له خوش خُلقی او گناه (او بدی) هغه ده چی په تاسو کښی د ننه تَرَدُد٘ پیدا کړی ( زړه دی د هغه په صحت ثابت نه وی) او نه خوښوی چی خلگ ورباندی مطلع شی.»

😳د سپیڅلی پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د احادیثو ستره انترنتی مرجع : احادیث په پښتو ژباړه ــــــــــــــــــــــــــــــــــ🔻🔻

🆔 @Ahadis212




🌹نبوي ملغلره🌹


د قبــر عذاب⚰

عبدالله بن عمر روایت کوي چې رسول اللهﷺ وفرمایل:
«إذا ماتَ أحدُكُمْ عُرِضَ عليهِ مَقْعَدُهُ بالغَداةِ والعَشِيِّ إِنْ كانَ مِنْ أهْلِ الجَنَّةِ فَمِنْ أهْلِ الجَنَّةِ وإِنْ كانَ مِنْ أهْلِ النَّارِ فَمِنْ أهْلِ النَّارِ يُقالُ لَهُ هذا مَقْعَدُكَ حَتَّى يَبْعَثَكَ الله إلَيْهِ يَوْمَ القِيامَةِ».

👈«کله چې له تاسونه کوم څوک مړ شي ، نو په قبر کې به سهار اوماښام هغه ته د اوسېدو ځای ښودل کیږي. که د جنتیانو د ډلې څخه وي، نو جنت به ورته ښودل کیږي ،او که د دوزخیانو له ډلې څخه وي، نو دوزخ به ورته ښودل کيږي او هغه ته به ویل کیږي: '' دا ستا کور او استوګنځای دی تر هغه وخته چې الله تا دقیامت په ورځ راژوندی کړي'' ».

بخاری 1379_مسلم2866



























20 last posts shown.

320

subscribers
Channel statistics