*روسیې د طالبانو او امریکا د توافقنامې په نه پلي کېدو اندېښنه څرګنده کړې*
فاتح عبید
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک یې هرکلی کړی و، او اوس یې د نه پلي کېدو له امله اندېښمن دي.
د اسپوتنیک خبري اژانس په حواله، دغه څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر «سرګي لاوروف» نن په یوه خبري ناسته کې کړې.
لاوروف ویلي « د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیکېدو مو هرکلی کړی و، هغه څه چې په اړه یې موږ خبرداری ورکړی وو، د ګاونډیو هیوادونو فعالانه حضور وو، تر څو هغوی هم وکولای شي، خپلې ګټې تضمین کړي.»
نوموړي زیاته کړې، چې ددې توافقنامې د نه پلي کېدو له امله ناخوښه دی، د نه عملي کېدو په لاملونو یې پوهېږي او تیار دی د حل په برخه کې یې همکاري وکړي.
لاوروف ددې تر څنګ په امریکا غږ کړی، چې د افغانستان په قضیه کې د سیمې له هیوادونو سره همغږي وښيي.
روسیه داسې مهال د طالبانو او امریکا د توافقنامې په نه پلي کېدو اندېښنه ښيي، چې طالبان وایي، دوی یادې توافقنامې ته بشپړه ژمنتیا لري، خو حکومت په دې لاره کې خنډونه زېږوي.
د طالبانو له قوله، که حکومت بندیان خلاص کړي او شوې توافقنامه عملي کړي، هم اوربند او هم بین الافغاني خبرو ته زمینه برابرېدای شي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي «ضمیرکابلوف» هم کابل حکومت ته د «کابل ادارې» خطاب کړی او د اشرف غني له لوري د تعرضي عملیاتو پیلول یې د سولې په برخه کې د حکومت د «نه علاقې» نښه بللې.