حــمد
ربــه قـدرت دې ابتداء او انتــها نه لري
واک سلطنت دې ابتداء او انتها نه لري
ذات دې قدیم دی او صفات دي ازلې دي ربه
هیڅ یو صفت دې ابتداء او انتها نه لري
مثال خو څه کړي دمثال امکان دي هم نشته
جـلال عـظمت دې ابتداء او انتها نه لري
عقل یې نه منې داڅومره لوی نظام چلېږي
شــان و شــوکت دې ابتداء او انتها نه لري
هـره لحظه هـره زره باندي عالم یې خدایه
تــام علـمیت دې ابتداء او انتها نه لري
ستا درحمت غیږ کي یې واخله کنهګار عبیده
مـولا رحــمــت دې ابتداء او انتــها نه لري
عبیده غزنیوال
ربــه قـدرت دې ابتداء او انتــها نه لري
واک سلطنت دې ابتداء او انتها نه لري
ذات دې قدیم دی او صفات دي ازلې دي ربه
هیڅ یو صفت دې ابتداء او انتها نه لري
مثال خو څه کړي دمثال امکان دي هم نشته
جـلال عـظمت دې ابتداء او انتها نه لري
عقل یې نه منې داڅومره لوی نظام چلېږي
شــان و شــوکت دې ابتداء او انتها نه لري
هـره لحظه هـره زره باندي عالم یې خدایه
تــام علـمیت دې ابتداء او انتها نه لري
ستا درحمت غیږ کي یې واخله کنهګار عبیده
مـولا رحــمــت دې ابتداء او انتــها نه لري
عبیده غزنیوال