Forward from: رضوان الله فیضاني
قرآنه
ستا په مينه كې دې ځار شمه قرآنه
يو ځل نه په څو څو وار شمه قرآنه
ډېر به خوښ شمه چې ستا سپېڅلي عشق كې
د خبيب غوندې په دار شمه قرآنه
چې دې زه په مينه مينه باندې لولم
ټول سمسور بهار بهار شمه قرآنه
چې دا ستا د حكمتو چينو ته ورشم
سم سېرابه او خمار شمه قرآنه
يو اعجاز ته دې چې وګورم په مينه
بيا د بل په افتكار شمه قرآنه
تلاوت چې د ( ياسين ) او ( الرحمن ) كړم
په زينت ستا سم سينګار شمه قرآنه
چې مې زړه ډك له غمو او اندېښنو وي
مستريح ستا په ديدار شمه قرآنه
(فيضاني) چې ډېر محزون او ناکرار شم
تا راواخلم په کرار شمه قرآنه
ستا په مينه كې دې ځار شمه قرآنه
يو ځل نه په څو څو وار شمه قرآنه
ډېر به خوښ شمه چې ستا سپېڅلي عشق كې
د خبيب غوندې په دار شمه قرآنه
چې دې زه په مينه مينه باندې لولم
ټول سمسور بهار بهار شمه قرآنه
چې دا ستا د حكمتو چينو ته ورشم
سم سېرابه او خمار شمه قرآنه
يو اعجاز ته دې چې وګورم په مينه
بيا د بل په افتكار شمه قرآنه
تلاوت چې د ( ياسين ) او ( الرحمن ) كړم
په زينت ستا سم سينګار شمه قرآنه
چې مې زړه ډك له غمو او اندېښنو وي
مستريح ستا په ديدار شمه قرآنه
(فيضاني) چې ډېر محزون او ناکرار شم
تا راواخلم په کرار شمه قرآنه