د اوښکو اميل
دتورې شپې لمن کې ستا يادونه راسره دي
خپل غم خو مې لا څه کړې ستا غمونه راسره دي
دهجر په ځنځير باندې تړلی يم سلګۍ کړم
په غاړه سم داوښکو اميلونه راسره دي
خپل خوار غريب قسمت ته کړم ګيلې په سوچ کې ورک يم
پـــه دې ستړې دنيا مات ارمانونه راسره دي
له ژونده ستړی شوی يم اوږو باندې مې بار ده
په خوله سوی فرياد په زړه داغونه راسره
چي تاکړې رانــه بيلې دژوند لارې رانه لاړې
له ها وخت مې خوب ورک دی بس سوچونه راسره دي
احمدالله وفا يم دخــــپل زړه ازار وهلی
دمات زړه لا اوس هم څه ازارونه راسره دي
#احمدالله وفا