°°°° .ـ مــــورې ـ. °°°°
له خوند لذت ددنياګۍ نه مې وېستلې مورې
ډوډۍ به پاتې شوه چې ماته به راتللې مورې
په نيمه شپه به له خواږه خوب نه راجګه شولې
په چغو چغو مې له خوب نه جګولې مورې
ته به د کور په کار لګيا وې ما به وژړلو
کار به شو پاتې خو تر ما رارسيدلې مورې
ژوند کې راحت، ژوند کې سکون، ژوند کې ارام دې نه وو
زما په درد به دردېدلې ځوريدلې مورې
زه دې له هرې قطرې اوښکې صدقه شم ګرانې
ځار درديدلې کړيدلې ځوريدلې مورې
زما محبوبې قدردانې قهرمانې مورې
غمو خوړلې، نازولې اخ اتلې مورې
زینت الله به دې ستاینه لا تمامه نکړي
که مې په هر په کلام کې بار بار یادولې مــورې
شاعر زینت الله حیدري
@Kamadhh1
له خوند لذت ددنياګۍ نه مې وېستلې مورې
ډوډۍ به پاتې شوه چې ماته به راتللې مورې
په نيمه شپه به له خواږه خوب نه راجګه شولې
په چغو چغو مې له خوب نه جګولې مورې
ته به د کور په کار لګيا وې ما به وژړلو
کار به شو پاتې خو تر ما رارسيدلې مورې
ژوند کې راحت، ژوند کې سکون، ژوند کې ارام دې نه وو
زما په درد به دردېدلې ځوريدلې مورې
زه دې له هرې قطرې اوښکې صدقه شم ګرانې
ځار درديدلې کړيدلې ځوريدلې مورې
زما محبوبې قدردانې قهرمانې مورې
غمو خوړلې، نازولې اخ اتلې مورې
زینت الله به دې ستاینه لا تمامه نکړي
که مې په هر په کلام کې بار بار یادولې مــورې
شاعر زینت الله حیدري
@Kamadhh1