څادر دي لنډ مشه نظر دي یو په ځان مشه
دوربين د فکردي مات مشه زړه سندان مشه
د خپلو پلار مشې چي څو دیتيم پلار نشې
دواړه دي سمي شه اوهېردي غريبان مشه
چي د يو بل هينداره ګرځوې یو بل پسې
ماته دي خپله آينه د خپل ګرېوان مشه
مخه وهه خو شاته ګوره شاته څه پرېږ دې
پلونه دي وران مشه تڼاکي دي تاوان مشه
ای د مکاري بوډۍ ټال کي کشر ناست مشره
مراندي دي ټينګ شه سلاکاره دي کشران مشه
شابه ته مرستي رالېږه نړۍ زه نه یم خوښ
خیَر هم نه یوسې او کور دي هم ودان مشه
منعمه خپله رمه څاره چـــوپان هم څاره
بخت دي کوټه مشه لېوۀ د چاچوپان مشه
قاري محمد خالد منعَم
دوربين د فکردي مات مشه زړه سندان مشه
د خپلو پلار مشې چي څو دیتيم پلار نشې
دواړه دي سمي شه اوهېردي غريبان مشه
چي د يو بل هينداره ګرځوې یو بل پسې
ماته دي خپله آينه د خپل ګرېوان مشه
مخه وهه خو شاته ګوره شاته څه پرېږ دې
پلونه دي وران مشه تڼاکي دي تاوان مشه
ای د مکاري بوډۍ ټال کي کشر ناست مشره
مراندي دي ټينګ شه سلاکاره دي کشران مشه
شابه ته مرستي رالېږه نړۍ زه نه یم خوښ
خیَر هم نه یوسې او کور دي هم ودان مشه
منعمه خپله رمه څاره چـــوپان هم څاره
بخت دي کوټه مشه لېوۀ د چاچوپان مشه
قاري محمد خالد منعَم