غزل...
څۀ چې دې زما پۀ زخمي زړۀ وکړل تا خۀ وکړل!
مــا درتـــه ازار قـــدر هـم نۀ وکړل تا خۀ وکړل!
ستا هر خبره غم غوسه او زما جار قربان
څومره درته خوږ شومه، ما څۀ وکړل؟ تا خه وکړل!
ستا هجر کې اوښکه ماتول، ګوذارول لاندې
دا کارونه زما هر یو باڼۀ وکړل تا خه وکړل!
تۀ چې شوې روان رانه پۀ شا دې هم ونۀ کتل
ما درپسې څومره ډیر کاتۀ وکړل تا خۀ وکړل!
ماته بله لار نۀ وه غمونو ته مې غیږ ورکړه
ولې دې پۀ نیمه لار کې تلۀ وکړل تا خه وکړل!
زۀ می د زړګي انګار کې وریت هډو ته ناست ومه
تا ترینه پۀ څومره خوند سکارۀ وکړل تا خه وکړل!
خیر دې که کډوال دې پۀ ښکاره بیابان پریښودۀ
خیر دی که ترې لاړې تا نو خۀ وکړل تا خۀ وکړل!
👇👇✍👇👇
@A_shakeeb
@M_kadwaal