الحقاني بصری څانگه


Channel's geo and language: not specified, not specified
Category: not specified


د الحقاني خپرندويه ادارې بصري څانګې ته ښه راغلاست الحقانی بصري څانګه ستاسو اسلامپالو وروڼو خپله څانګه شخصي رابطې لپاره همدلته کلک وکړئ مننه
@Hafiz_haqani1 ◀ـــ مدير

Related channels

Channel's geo and language
not specified, not specified
Category
not specified
Statistics
Posts filter


ريښتنی عشق.
ـــــــــــــــــــــــ

ما د یو داسې چا لـه عشقـه سرچینۀ واخیسته
چـې جـنــازه یــې مـلأيـکــو پـر اوږۀ واخیسته

د لـیـوانۍ مـيـنـې أتـل پـر سر د سـرو سکروټو
د خپل خـؤږه جانان د وصـل انــدازۀ واخیسته

په دې ګـل مخـي څـومـره لـويـه لـورینه وشوه
چې لـه رحمت څـخـه یې ډکـه أينده واخیسته

پروردیـګاره د رښتينـي عشق ښکاره ثبوت دی
په زنکدن کـې يـو سـړي د ستـا نامـۀ واخیسته

په څومره لوړقیمت ېِ ژوند وپلوره ګورې ېِ چِ
په جـنـتـونـو کـې يـې لـويـه مـرتـبـۀ وأخیسته

چـې یخـيـدلې دې پـرې سترګې مستغفر ګربزه
هغه لـه جـام د شـهــادت څخه حِصۀ واخیسته


مستغفر ګربز
ــــــــــــــــــــ

👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Malghalari
https://t.me/Hafiz_haqani1


مولوی عبدالصمد صمیم
د مولوي عبدالصمدصمیم دترانو
نوې چینل ته ښه راغلاست
https://t.me/samimsamim33


افغانستانه
ــــــــــــــــ

څـه ستـر ستـر شخصیات لـرې غازي افغانستانه
عـمــر دی او مـنـصــور کــه حـقـانـي افغانستانه
روزلــي دې دي څـــه د نـنــګ ســـړي افغانستانه
عـمـر دی او مـنـصـــور کـــه حـقـانـي افغانستانه

کـږه پـګـړۍ دې کـيـږه د پـامـيـر لـه هسکـه سره
ټـاټـوبـيــه د مـیـرویـس او أحمدشـاه او د اکبـره
کـړه مـاتــه دې د عــرب أمـپـراتــوري افغانستانه
روزلـي دې دي څـــه د نــنــګ ســـړي افغانستانه

منمه چې د خـدای د مرستې زور درسره مل دی
أخیسـتی دِ د حق په سپـيـنـه لاره باندې پل دی
په ویـر دې کـړل د سره ښکلاک بچي افغانستان
روزلـي دې دي څــه د نــنــګ ســــړي افغانستانه

په نيت چِ داشغال درته کوم څوک راشي هېؤاده
بـاطلـۀ مـفـکـوره یې شـي لـه يـو مـخـه بـربـاده
شـي ګـــرانـــه یې پـه تـا کې زنـدګي افغانستانه
روزلـي دې دي څــه د نــنــګ ســـړي افغانستانه

کـوم چـا چـې أزمايلی زور لـه تـا سـره دی ګرانه
ګټلی دې مـيــدان دی د سـيـالـۍ لـه هـغـې چانه
درانــه پـيـټـې د مـاتـي پـه شـاه وړي افغانستانه
روزلــي دې دي څــه د نــنــګ ســـړي افغانستانه

أبـاده پـه جـهـاد بـانـدې د نـنـګ او غيرت کـوره
د زړه پـه تـل کـې رسـم مستغفر ګربز یـې ګوره
پـه بـيـه دې د ســر بـانـــدې سـاتـي افغانستانه
روزلـي دې دي څـــه د نـنــګ ســړي افغانستانه

مستغفر ګربز
ــــــــــــــــــــ

👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Malghalari
https://t.me/Hafiz_haqani1


دښکلا میر
مظلوم کوچی

دتاریخونو قهرمانه بې طالبه مه شې
زما اتل افغانستانه بې طالبه مه شې

تا کي مدام دي خاوري شوې دپردوککرۍ
دیرغلګرو قبرستانه بې طالبه مه شې

زرین تاریخ د قربانیو له پېړیو لرې
دننګ غیرت هسکه نشانه بې طالبه مه شې

څومره بدرنګ یې د پردیو اقتدارکي چه یې
د ښکلامیره کابل جانه بې طالبه مه شې

طالب یو ګل ده ستا وغرونو تې ښکلا ورکړې
ستا هره شاړه پرې ودانه بې طالبه مه شې

که خدای کول زخمي وجود به دي طالب رغوي
د مظلوم کوره خراسانه بې طالبه مه شې


👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Malghalari
https://t.me/Hafiz_haqani1


وخت دی راځي به نور مو ستړی انتظار وژني
رقيب کي دومره ځیګر نسته چي به يار وژني

له اشغالګرو يې جګړه وړې فاتح به راځي
سپېڅلی ديد به يې زموږ د زړو خمار وژني

د شهادت جذبې اخيستی د غزا ډګر کي
زموږ د اوښکو انتقام اخلي اغيار وژني

غاړي دعقل پرې کوي دعشق په توره باندي
د تن په وينو سرې سکروټي د انګار وژني


مظلوم اولس ته به تحفه د ازادۍ ورکوي
په سپينه توره به قاتل د سپين سهار وژني

هغه څوک نه وژني چي زمونږ پوهنتون جومات نه وژني
هغه څوک وژني چي مو ژڼي په بمبار وژني

په تا مرمۍ ضایع کول دي خدای وهلې پاچا
تا به د دې مظلوم اولس د زړه ازار وژني

که خدای کوله د وصال يې دی نور وخت راغلی
”يحيا!“ لمبې به دي د هجر په ديدار وژني

يحيا کاشف


👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Malghalari
https://t.me/Hafiz_haqani1


نعت شریف :صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم

ته نو په هرڅه ارزې ته خپل د هرڅه کیږې!
ته مې لکه زه کیږې ته مې لکه زړه کیږې!

یا محمد! وا محمد! بیا هم بیا محمد
نه غواړم بل څوک یادکړم ته مې لکه ته کیږې!

ته مي آیِنه د ژوند، ځان در پکې ګو رمه
تا با ندي لید ۀ کو م تۀ ز ما لیدۀ کیږ ې!

ښې خبري ښه خوی دي ښه پوهه اوهرڅه ښه
خدای ته به معلو مه وي نور به څومره ښۀ کیږې!

ټینګې نه شوې تورې شپې ستا سهارسهار مخ ته
تۀ د سهار زیری یې ته د لمر خاتۀ کیږې!

تا ته مې سلام سلام تا باندې سلام سلام
بل مي په هغوی سلام ته یې د کالۀ کیږې!

تابا ندي و صال مین تا با ندي هجران مین
څه چي د منعَم کیږې! خود دبیلتانۀ کیږې!

قاري محمد خالد منعم

👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Malghalari
https://t.me/Hafiz_haqani1


یوه فرده زیندګي ده

څه غوره زیندګی ده او څه مرده زیندګي ده
د ښکلي سنګر غیږ کي بیله درده زیندګي ده

ورېښمین وي ورته غرونه اوصحراګُلِ ګلزارَ
دګرمي میني یون کی دغه سرده زیندګي ده

غیرت ورته حیران ده او ننګونه باندي ویاړې
ګلــونه ورتـه خاندي لــکه ورده زیندګي ده

فضایې نندارې کوي ددې ښایسته حسن
خزان ورنه شرمېږي څـنګه زرده زیندګي ده

محفل دښکلوحورو یې په مینه انتظار دی
څارې د ګلاب لاره ' یوه 'فرده زیندګي ده

ای شپونه ګرانه یاره څه لرې بلها خوندونه
له خونده څخه ډکه ځکه ګرده زیندګي ده

👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Malghalari
https://t.me/Hafiz_haqani1


....................غزل.............................

سنګرمل مهربان

څه بې خونده بې قراره، زندګي ده.
ده هرچاپه اوږو باره، زندګي ده..

بې ګناه مو پُرسرو بولۍ لګیږي.
دوکه بازه او غداره، زندګي ده..

زړونه تنګ سو په سینو کي لویه خدایه.
زمونږ څومره خواره زاره، زندګي ده..

هربدماش ورباندي سترګي را،ؤباسي..
ده یتیم بچي بې پلاره، زندګي ده..

چي کوم وخت مي مړ کوي هم خوښه ستا ده..
بس له تاسره مي یاره، زندګي ده..

ده منزل تڼۍ به څه وخت کم ور خلاسه..
له کلونو مي په لاره، زندګي ده..

مونږ بېوسه یې هروخت یوغولولي..
ده مالدارو څه هوښیاره، زندګي ده..

په دیکو هریوؤ سړي روانه کړې..
ده هرچاداسي ناچاره، زندګي ده.

یوسف مخې په دې څوخلګو شک مکړه..
وقف کړې ستا لپاره، زندګي ده..

لکه مات ده شکوبند مزه یه نِشته..
داسي پړه او بې اعتباره، زندګي ده..

هيڅ دارو یه《مهربانه》پیدا نه شو..
ده پښتون اُولس بیماره،زندګي ده..

👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Malghalari
https://t.me/Hafiz_haqani1


د عشق #جنون

سپېڅلی یون د مینې
پوخ مو تړون د مینې
غاړه غړۍ ځو تر دأر
لکه مجنــون د مینې

په ایماني پېاوړتېا
وهو خون خوارۀ دنیا
خاص د الله په نصرت
ځو مخ پر وړاندې به بیا
په حیدري وأرونؤ
کوؤ پاڅون د مینې

مونږ یؤ زلمي د اعداد
پوخ مو مسېر استشهاد
زمونږ فولادي عزمونۀ
یؤ په تکل د جهاد
لله فی لله دی مدأم
زمونږ جنون د مېنې

غوښې هډونه د تن
قربان له دین او وطن
یؤ سرښندونکي زلمي
ځاروؤ ژوند او بدن
د استشهاد مدرسه
مو روزنتون د مېنې

غږ د الله اکبر
کوي طالب د ممبر
هم له پامیر او شمشاد
ځوک شو د نوې سحر
دغه ملنګ د عصر
راوړ بدلون د مینې

بدري طالبه أتل
نه کړ حالاتو بدل
پرې أفرین هزار بار
د ګلابؤنو یو ګل
په لوړ مورأل او کمال
خلاص کړ أزمون د مینې
ــــــــــــــــــــ
#بدري طالب

👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Malghalari
https://t.me/Hafiz_haqani1


سپین بیرغه ووهه وزرې

سپینه ووهه وزري له پاکټه مینه پاشه
له اغازه مینه پاشه له بنسټه مینه پاشه

اوس دي وخت دی سپین بیرغه اوس پرزړونو باندي رپه
ته ښکلا دامارت يې مه کړه نَټه مینه پاشه

ستا دمخ په کلیمه مي زړه ته داکلیمه راسي
دي رنځور رنځور ملت ته روغ رمټه مینه پاشه

کړه تازه یاد د زلمیو هاچي تاته قرباني سوه
دشهید وړو بچوته يې له کټه مینه پاشه

دا چي رپي دا خو خاندې مظلومانو ته جنابه
ظالمان دي تبا کیږي له کټ کټه مینه پاشه

کړي محسن به دي انځور تا داحسان د زړګي سره
کړي ډالی به دي ښکلا ته دا کیسټه مینه پاشه

👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Malghalari
https://t.me/Hafiz_haqani1


داښکلا دپسرلی نه ده مفتونه
دملګرو په یادګار جنډی رپیږ ی


https://t.me/Malghalari
https://t.me/Hafiz_haqani1


کوي چې هــــره ورځ په چــوپه خله آزار له درده
نن وحشــــت په سراخیستی دی ټول ښارله درده

له ترس ژبه ګونګۍ او لـــه وحشته شملـې ښکته
خوره پلیته خــــــامـــــوشي ده د واکدار له درده

په نــــوم د خیـانت یې ورته لاسې کـــړې ولچکې
چې د شهید جســد ته چیغه کـــــړه یو پلار درده

بلا ډیر وحشـــــتونه په قسمــــــــونو دلته وشول
چا یې په زور او چــــا په نوم د استعمـار له درده

دي د خــــوار قسمتو خوار وطن کـې خوار وکړي
وړي ځکه ویښې په وحشت شپې ترسهار له درده

منهاجه درته چوپه خوله دې وقت کې باچاهي ده
چې سیزې شونډې کومه ورځ دخپل ګفتار له درد

منهاح حنفي

👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Malghalari
https://t.me/Hafiz_haqani1


غزل

سینه کې مې د مینې سور انګار دی څومره ښه دی
په زړه کې مې دا ستا د یاد بهار دی څومره ښه دی

پروا د اغزو نکړم په هر درد او تکلیف خوښ یم
قدم چې برابر مې ستا په لار دی څومره ښه دی

نور هیڅ ویل پرې نه غواړم همدا کوي بسنه
په شونډو چې مې ستا د نوم اذکار دی څومره ښه دی

د وخت دفرعونیانو د ژړاؤو شور ما شور دی
میدان کې بیا د تورو پرې ګوزار دی څومره ښه دی

چې موږ یې د راتللو د عاګانې کړې الله ته
راستون چې مو ترکلي ورک نګار دی څومره ښه دی

کاروان چې مو په مینه د بری تر درشل بیا یې
په برخه مو چې داسي سپین سالار دی څومره ښه دی

الفت یمه ډاډه په دې ملګرو ډېر بې حده
شفیع چې په محشر مو خوږ دلدار دی څومره ښه دی

الفت جان

👇👇👇👇👇👇👇👇👇
https://t.me/Malghalari
https://t.me/Hafiz_haqani1


غزل

تا چې کړې پټې له حيا ډکې پتمنې سترګې
زۀ دې تصویر ته غړوم ګرانه نمجنې سترګې

هڅه مې وکړه د ديدن پۀ منډه منډه لاړم
هغسې پاتې وږې تږې شوې ميَنې سترګې

پۀ چيغو چيغو شوم د فکر ډيوې مړې شوې رانه
ما پۀ خالي انګړ کښې پرانيستې شکمنې سترګې

چې ستا پۀ شتون کښې مې پۀ سترګو کښې رانجۀ اېښى ؤ
اوس هغه تورې سترګې ښکاري سوربخونې سترګې

ورکه لاليه د خپل ژوند پۀ آړه څۀ ووايم
ټوله شپه څاڅي ستا له غمه تر لمنې سترګې

خالد وزيره تقديرات دي حوصله به کوو
چې ورښکاره نۀ کړې هېچا ته ګيلمنې سترګې

خالد وزیر


کومه لحظه چې تۀ له ما رخصتیدې جانانه!
ما لپې لپې اوښکي توئ کړې درپسې جانانه!

یو څوک دي اوس هم ګوري هر وخت د راتلو لاري ته
یو څوک دي اوس هم په نامهٔ تیروي شپې جانانه!

په بیلتانۀ دي ځوانیمرګه چې خبر شوم کله!
یوه اوږده چغه مي ووتۀ تر خولې جانانه!

هله: مې وختله ستا لۀ ژوندانــــۀ نه تمه
چې جنازه کې دي راتلم تر هديرې جانانه!

هغه شېبه راته بس سمه د محشر غوندې وه
چي پر نازک وجود دي خاوري أوښتې جانانه!

اوس پکې هغه رقم نه کيږي خوږې خبري
اوس خاموشي خوره ده ستا پر حُجِرې جانانه!

له کلو پس دي لا غمونو لار بدله نۀ کړۀ
لا مو پر زړو د هجر ښخې دي نېزې جانانه!

ګوندي! راغلی به له ښاره وي بابا کلي ته
ماشوم بچی دي ځي راځي تر دروازې جانانه!

له درده کله کله داسي لیونتوب رالویږي
په نیمو شپو کې وهم چغې او نعرې جانانه!

زه مې پرې خپل ناقرار زړۀ ته تسلي ورکوم
سَعّادت مل"دي په یاد لیکم ترانې جانانه!

سعادت مل


ګران هېواد !

پیاوړی،   مجاهد،   غازي، هېواد،  أفغانستانه
ژوندی،دی ستا په غیږه کې جهاد، أفغانستانه

له هسکو ده پامیره، له  شمشاده، له سور غره
نغمې،  ده   أزادۍ،    وایه  أرشاد،  أفغانستانه

دحق په توره غوڅې دې ريښې دبلواکۍ کړې
ویستلې، دې تل  جرړې، ده  فساد، أفغانستانه

ټبر دې  دی، پوښلی، ده  زلمو،  په  پاکو وینو
په    ډیرو،      قربانیو،     یې أباد، أفغانستانه

په ښه ننګ أو میړانه،  ده  فرعَوٌن  له بچو نه
أخیستی،دې کسات شول نا مُراد، افغانستانه

ټاټوبی، ده غیرت یې جهادي درباندې ویاړم
ده دین، قوي ریښه  یې، له  بنیاد، أفغانستانه

جِهادي عمري


تندریز وارونه

ارام دي مـــــــه شــه تنــدریز وارونه
تـــوند کړه اتــلـــــــه لـیـزریز وارونه

دښـــــمن دي هیڅ په سـمه نه پوهېږي
وربانـــــــــدي وکـړه نـورقهریز وارونه

لا به یې ماتي شـي سرې کـرښي نوري
پرې اوُرې ستا دسپـــــــین دریز وارونه

سیاســــي بـریا دي له همـدې وجهي ده
چې موقوف نه کــړې سنــــګریز وارونه

مامـــونه ولاړ ســـه سنـــګرو ته ضرور
بســــــــنه نه کوي شعـــــــریز وارونه

مامون


قُطاع طریق

د سپیني ســولي د کاروان قُطاع طریق پېژنو
دښمن په هر پوښ کي په تېز نظر دقیق پېژنو

د لمونځ، جهاد،توپیر کونکوو سر په توره وهو
وَرته! قضیه کي څرګند حکم د "صِدِّیق" پېژنو

واک خو لا پرېږده بیخي حق د ژوندانه نه لري
چي پر اسلام کــړي اعتراض هغه عمیق پېژنو

استاذ خــو پاتي و راغلی دې هـــدف کي پرون
نن یې شاګـــرد د اسلامي نظـــــام حقیق پېژنو

د "اَعِــدُّوا" فرمان له مخي هر تخنیک زده کوو
هم معسکـــر، هم موټـــربم، هم منجنیق، پېژنو

نه هر خبــر پسي ځــــو نه پر چــــا تهمت لګوو
"خاطِري" هر څـــه کي مُهم اصل تحقیق پېژنو

احمد خاطِري


غزل

ستا د سترګو له کوثره درمل راکړه
ژر کړه لږ د زړګي سره درمل راکړه

دسینې منځ کې مې زړه چاودلی خیرده
خیردۍ خیردۍ اې دلبره درمل راکړه

ماته ګوره زه یم څنګه تنها ناست بیا
ماته ګرانه ماځیـــګره درمل راکړه

هسې نه چې درمل نه وي زهر راکړې
چې مې مات نکړې باوره درمل راکړه

زه بیخې یم تږی تږی له ډیر وخته
ته آشنا له خوږ نظـره درمل راکړه

کیفیت مې دې بې کیفه ژوندته راوړه
دننګــــو نو له سنګره درمل راکړه

بدرالدین ځلاند بیخي درپسې مات یم
درقیب مخکې په نره درمل راکړه

بدرالدین ځلاند


ګل غواړي ګلاب غواړي عنبر غواړي
مرګ د شهادت یو یو نښتر غواړي

ګرزي چې یې خوښ شي ټولوي یې بس
پاڼې د غوټیو له سنګر غواړي

غیږه هر سړي ته ورکوي کله
یار غواړي جانان غواړي دلبر غواړي

څوک یې چې شي خوښ ورسره مینه کړي
زړه غواړي ځواني غواړي بیا سر غواړي

ښه یې کړي ټوټې بیا یې جنت ته وړي
زخم پرهارونه په ځیګر غواړي

وړي یې تر خپل یاره خو ټوټې ټوټې
ژوند د قربانۍ له سپین ډګر غواړي

کړي چې انتظار مخبت چې تمه کړي
مرګ د شهادت جام د کوثر غواړي

مخبت وردګ

20 last posts shown.

400

subscribers
Channel statistics