نوکر ډېر زیات تابعدار او منونکی و، مالـک ترې خوشحاله شو او په تنخوا کې یې پنځه روپۍ ور زیاتې کړې، خو د نوکر په تابعدارۍ کې هېڅ فرق رانغئ او په سم ډول یې له مالک څخه مننه هم ونه کړه.
مالک سخت په غوسه شو، چې ما د ده تنخوا کې پنځه روپۍ زیاتې کړې او ده آن له ما څخه سمه مننه هم ونه کړه، نو هغه وو، چې بېرته یې د نوموړي له تنخوا څخه پنځه روپۍ کمې کړې.
د نوکر تابعداري بیا هم هماغسې وه او د تنخوا په کمېدو یې مالک ته هېڅ شکایت او ګیله ونه کړه.
مالک هغه را وغوښت او ورته یې وویل:
ډېر عجیب انسان یې، ما ستا په تنخوا کې پنځه روپۍ زیاتې کړې، بیا مې بېرته کمې کړې، خو په تا کې هېڅ بدلون رانغئ، آخر ولې؟
نوکر وویل:
تاسو لکه چې پر خپل ځان د رزق ورکوونکي ګومان کړی......
زما زوی پيدا شو، په سبا یې تاسې زما تنخوا پنځه روپۍ زیاته کړه، نو زه پوه شوم، چې الله پاک راته د زوی له راکولو سره، سره د هغه رزق هم راکړ، پس د هغه شکر مې ادا کړ، بیا چې په کومه ورځ تاسې زما له تنخوا څخه پنځه روپۍ کمې کړې، نو په هغه ورځ زما مور وفات شوه، فکر مې وکړ، چې مور مې له ځانه سره خپل رزق هم یووړ، نو بیا مې هم د الله پاک شکر ادا کړ او مطمئن شوم.
مالک په ژورو فکرونو کې ډوب شو، نوکر هم لږه شېبه خاموش و، بیا یې ژوره ساه واخیسته، سر یې را پورته کړ او مالک ته یې داسې وویل:
صیب! دا د رزق او روزۍ فیصلې په کوم بل ځای کې کېږي، انسانان خو بس یوازې د یو بل لپاره اسباب جوړېږي، نه رزق ورکوونکي.
ژباړه: Abid Mohmand
که غواړئ، چې لا ډېرې ښکلې لیکنې، زرینې ویناوې، له عبرت نه ډکې کیسې او جالب معلومات ولولئ، نو زه مونږ فیج یا صفه درسره لایک کړئ.
T.me/malomat808